کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / کرزى صاحب مبارک، زه هزاره شوم !

کرزى صاحب مبارک، زه هزاره شوم !

ښاغلى کرزى صاحب سلامونه !


زېرى مې درباندې دادى زه پښتون وم خو اوس  هزاره شوم ، حيرانېږه مه ، له شيخ محسني،  محقق، خليلي او انوري صاحب څخه مې وړاندې  ځکه پر تازېرى وکړ چې پوهېږم  ته له دوى څخه هم ډېر په دې قوم زهيرېږي   او ښايي دې قوم  به دنړۍ په تاريخ کې ستا په څېر  تر مورمهربانه دايي نه وي ليدلې .
دجنس دبدلون ،  دتابعيت دبدلون ،دنه نوم دبدلون  به دې اورېدلي وي خو دادى له ماڅخه دقوم او هويت دبدلون  خبر هم واوره . که څه هم دادزهرو غړپ دى خو له مجبوريته ورته غاړه ږدم .
ګوره زه پدې خاطر نه يم هزاره شوى چې ګوندې داقوم کوم مذهبي فضيلت لري زه ديو مسلمان په توګه پدې باور يم چې هېڅ کوم قوم په بل قوم غوره والى نلري په اسلام کې دغوره والي معيار تقوا ده، زه متعصبه هم نه يم . ځکه تعصب او وچ په وچه ځان يا خپل قوم په نورو لوړ ګڼل ناپوهي ده . رسول الله فرمايي چې متعصبه خلک  زما له ډلې څخه نه دي.


 څرنګه چې پښتون پر هزاره لوړ نه بولم  همداراز هزاره هم پر پښتون لوړ نه ګڼم  زه پوهېږم چې عقبى دمتقيانو ښه وي هغه که هزاره وي او که پښتون.  داخرت خبرې به په اخرت کې کوو  او نه زه ددې لپاره هزاره کېږم چې اخرت مې ښه شي خو داچې اوس خپل قوم او خپله ژبه پرېږدم او هزاره کېږم لامل يې دادى چې په دې کې مې مادي او دنيوي ګټه ده (( په دنيا ښه راسره وکړه __ په اخرت کې دهرچابېل دي کورونه)) .


 زه افغان يم ،اړ يم چې په افغانستان کې واوسم دلته په ټولنه کې ژوند وکړم ، پرمختګ وکړم ، ارام  اوهوسا ژوند ولرم . له بچيانو او دوستانو سره مې راتلونکې تضمين وي خو پدې باوري يم چې ترڅو پښتو وايم اوځان پښتون بولم نو  ستا په نظام او ستا په شتون کې دې موخو ته رسېدلى نشم . ستا په شتون کې دې  موخې ته درسېدلو يواځينۍ لار له پښتون سره  داړيکو پرېکون او بل قوم او په ځانګړې توګه هزاره توب ته  اوښتون دى. ګوره زه بې دليله  ( ويداوت دې ريزن ) نه غږېږم زه ثبوت نه ، بلکې ثبوتونه  لرم مثلاً اوس چې زه پښتون يم  نو له هرې خوا  وژل کېږم ،  تړل کېږم  توهين مې  کېږي ، بهرني ځواکونه
 مې دالقاعده  ترورست او ددولت او نظام دمخالف په نوم وژني او دانور مې بيا دجاسوس او ددولت دمرستندوى په نوم .


ښوونځي زما سوځول کېږي ،  له بيا رغونې او پرمختګ  څخه بې برخې زه  يم ، اولاد مې  نالوستي او لنډه غر لويېږي ، دامنيت دنشتوالي په پلمه مې څوک سيمه کې يوه خښته هم نه ږدي ، لا هم راته اور کرل کېږي ، خپل ورونه يې پخپلو کې اچولي يو او دوى مو ننداره کوي ،دژينوسايډ پاليسي زما پر ضد  عملي کېږي ، په ودونو مې بمبارد کېږي ، هره ورځ مې لسګونه ښځينه ،کوچنيان سپين ږيري او بې ګناه ځوانان وژل کېږي، څوک يې په کيسه کې هم نه وي او که ستا دترحم او عاطفې سمندر ډېر توپاني شي نو بيا مې  دمړي بيه يولک او دټپي بيه  ٥٠ زره افغانۍ راته ټاکې او دامېلمانه کاکاګان خو ځان هم راباندې نه پوهوي چې دا مو انسانان مړه کړل  او که فارمي چرګان .


سره له دې چې  دهېواد ٦٥ په سلوکې نفوس زما په قوم پورې اړوند دى خو په پلازمينه کې مې څوک په خپلې ژبې  ليکلو او غږېدلو ته هم  نه پرېږدي .


 خو که له خيره  هزاره شم نوبيا به مې مزې  وې ، له پورتنيو ټولو ستونزو څخه  خو به له يوې مخې خلاص شم . له دې پرته به له ډېرو نورو امتيازاتو او خوندونو څخه هم  بر خمن شم .  بيا هم مثلاً : دنفوسو سلنه به مې لس هم نه وي خو له ٦٥ به ډېر امتياز ترلاسه کوم ، ولسوالۍ ګانې به  مې راته ولايتونه شي   ، بوديجه  او په پارلمان  کې  دغړيو ونډه به مې تر نورو ډېره وي ، له قانون به فوق او مستثنى يم، تاته ، دافغانستان  ملي مشرانولکه احمدشاه بابا، ميرويس نيکه ،اميرعبدالرحمن خان  امير امان الله خان ، سردار نادر خان او نورو ته به  ښکنځل کوم ،  دا فغانستان تاريخ به تورداغ او شرموونکى بولم  ، داملي اتلان به ظالمان ، مستبدين او پښتون به وحشي قوم  بولم   خوڅوک به رانه پوښتنه هم نشي کولى ، هم به دې پرضد جبهې جوړوم هم به راته امتياز راکوې، هم  به ستا دامنيتي چارواکيو  دګواښونو او خبرداريوپروا نه کوم  او په سرتمبګۍ به  ستا پرضد خلک تحريکوم ، لاريونونه به کوم،( مرګ به کرزى،ماکرزى را نه محقق را ميخواهم) شعارونه به  ورکوم   او هم به راته دمحقق په څېر په اتيازروډالرو  دزره ضد موټر اخلې،
چې پښتون او کوچى واوسم نو مجبور يم چې ستا په يوه اشاره په څو ساعتونو کې خپلې پلرنۍ ځمکې پرېږدم  ،کډې ترې په شا او په سره اوړي کې  ژمنيو سيمو ته لاړ شم خو چې هزاره واوسم نوبيابه مې      خبره هم سپره  وي ،په  ناحقه به  دجايدادونو خاوند هم يم او ستاددولت دممانعت برسېره به نرغوندې ستا پرضدلاريون هم کوم .


هم به دې مرستيال يم هم به دې له اپوزيسيون سره کار کوم ،هم به په ښکاره دهزارستان نقشې او دافغانستان  دوېش پلانونه  جوړوم دباميانو کوڅې او واټونه  به دايرانيو ايت الله ګانو په نومونو نوموم ، ستاپرځاى به په اداراتو کې ددوى عکسونه  ځړوم ،  ستا داساسي قانون پرضد به  ايراني اصطلاحات کاروم ،ايرانى کولتور به رايجوم اوهم به ستا ترزنې لاندې ناست  يم او زما له مشورې اوخوښې پرته به هېڅ کار هم نشې  کولى .


هم به يوه رايه نه درکوم هم به دې مرستيال  ټاکل کېږم، په ناقانونه توګه  به په پلازمېنه کې  خپل ورورته  دخلکوشخصي قباله يي  ٢٠٠٠ جريبه ځمکه ورکوم چې ځانته يې وپلوري او ځانته پکې ښارګوټى جوړکړي ، څو وزارتونه  او لايتونه   به راکول کېږي،دملي يووالي پرضد  به کارونه  هم کوم او ستايل کېږم به هم ،  دخلکو په سرونو به ٦ انچه ميخونه هم ټک وهم ، رقص مرده  به  هم کوم ( مړي به  ګډوم ) دنورو قومونو له اتباعو به تيونه هم غوڅوم خو بيا به مې هم تربوداستره  مجسمه   دنمانځنې او درناوي لپاره  په  کابل کې  ودرول کېږي .


په پلازمينه کې به داحمدشاه  بابا ، سيدنورمحمدشاه ، شاشهيد په څېر پښتون مېشتو سيمو کې يو کيلومتر سړک هم نه وي پوخ شوى. برېښنا، روغتونونه او نور خوپرېږده   خوزما په سيمو   دشت برچي ، کلاى شاده ، پول سوخته ،دريمه کارتې  او کارته سخي( جمال مېنه)  کې به   ٤٠ متره سړکونه ، روغتونه ، برېښنااونور هرڅه   جوړشوي وي.
زه به په هرات ، مزار، کابل ، بغلان ان لښکرګاه کې  په دولتي او دخلکو په شخصي ځمکو  خپل قام ته ښارګوټي جوړوم او لګښت به يې هم له تا ، هم له ايران او هم له اغاخان څخه اخلم . خوکه  پښتنو ته  خپلې ثابتې  پلرنۍ شخصي او قبالوي ځمکې ورکول شوې نو بيا به لاريون هم کوم ، چيغې به وهم، هغوى به هم وژنم او تاته به هم  فاشست وايم .
کرزى صاحب ! له دې بل ښه او ستر امتياز  څه شى دى چې زموږ هزاره ګانو  دخوښۍ لپاره دې دکوچيانو په سل کلنو او يونيم سل کلنو  قبالو ستر ګې پټې،له  خپلو جايدادونودې بې برخې او دسترګو په رپ کې دې له بهسودو ووېستل.


دازموږ لپاره څومره دخوښۍ وړ خبر ده چې  کوچيان مو له بهسودو، داى ميرداد، اجرستان او ناور څخه ستاد وسلې او رينجر په زور ووېستل ،
موږ که هرڅومره دکوچيانو په اړه سپکه ژبه کاروواو قام ته يې دکوچيګرۍ نوم  ورکوو خو هېڅوک راته خوله هم نشي چوله کولى خو که هغوى موږ ته هزاره ګري وايي نو بيا ستا لخوا دملي يووالي ضد حرکتونوباندې تورنېږي .
ښاغليه ! ګوره هسې  وړيا او بې مطلبه نه هزاره کېږم ، ګټې مې پکې دي ، پوهېږم  چې ستا په شتون کې  مې اخر هم  دملي هويت او ژبې پر جغرافيه نقشه راځي  او له هرڅه خلاصېږم .
ګوره په ايران کې به له ٤٠ ميليونو ډېر سنيان وي خو نه يې چا مذهب رسمي کړ او نه کلتور،خو دلته ان تا  په يو  لاس کې دوه هندواڼې ونيولې او هغه سياسي بدعت دې وکړ چې سارى يې په نړۍ کې نه ليدل کېږي ، واه واه يو هېواد دوه   قانونه ، يوه محکمه دوه مذهبه (  حنفيت او جعفريت )
هم به ايران خورم هم به امريکالوشم، که لورابوش هم افغانستان ته راشي نو ستا پاملرنه ماته وي باميانو ته يې رالېږي او که دنړيوال بانک رئيس هم .
ايران هم راته سلګونه ، ښوونځي  مدرسې، کلتوري مرکزونه ،  روغتونونه پلونه سړکونه اودقم په څېر لوى لوى پوهنتونونه  جوړ کړل ته په دريمه کارته  کې  دخاتم النبيين په نوم دخوشحال بابا دلېسې  پر ملکيت  دايران دلسګونو ميليونو ډالرو په لګښت  جوړې شوې  څو پوړېزې ودانۍ وګوره چې عقل دې له سر څخه والوځي.
رښتيا دپښتنو داشتمني خو هم ستا دلطف له برکته زموږ شوه همداراز د اغاخان او ايران په مرسته به  دڅو تلويزيوني چينلونو، راديوګانواو ورځپاڼوخاوندهم يم  ،  او٢٤  ساعته برېښنابه هم لرم
ښاغليه ! داچې زه اوس قوم او نژاد بدلوم  نوغواړم  چې دامراسم ستا په مبارک لاس ترسره شي  ځکه وړاندې مو وويل چې  ته ترمحسني او خليلي هم په دې قوم ډېر مهربانه يې ،خو باور مې نشي چې ته به  دامنيتي  ستونزوله کبله  دې مراسموته کومې تکيه خانې ته راشې ، ښه داده چې زه تاته  ارګ ته درشم خو اورېدلي مي دي چې هلته ډېره سخته تالاشي ده او ان په سپيو هم خلک لټول کېږي  نو مهرباني وکړه  زما دنوي قوم په احترام خو دې کم ترکمه زما ددرتللو په وخت کې دا د ارګ ددروازې سپيان وتړه .