کور / تازه خبرونه / ګرديز : د پدرام پر ضد پراخ لاريون وشو

ګرديز : د پدرام پر ضد پراخ لاريون وشو

د لاريونونو په دوام نن د پدرام پر ضد ګرديز كي پراخ لاريون وشو


دغه لاريون كوونكو په يوه ناسته كي د لطيف پدرام د محاكمي غوښتنه وكړه ، د غه اعتراض كوونكو د لطيف پدرام پر ضد شاعرونه وركول او د هغه انځورونو ته يي اور ورته كړ، په دغه لار يون كي شاوخوا لسګونو تنو د پكتيا د اولس په استازيتوب برخه اخيستي وه، د لاريون په پاي كي يو دري ماده يي پريكړه ليك صادر شو ، په دي پريكړه ليك كي د لطيف پدرام د ګوند منحل كيدل او دده د محاكمي غوښتنه له مركزي دولت شوي وه.


 د پكتيا د ولايتي شورا مرستيال ښايسته جان احدي وويل كه دولت دي قضيي ته پام ونه كړي  د پكتيا ولس به په راتلونكي ټولټاكنو كي برخه وانخلي.