په ژمي کې د کارپ کبانو د پالونکو یا فارم لرونکو لپاره لس اغیزمنی سپارښتنی
Aziz Rahman Hazim
ليکنه: ډاکټر محمد قيس خان
کارپ کبان معمولآ د کب پالنی په ډنډنو کې د اوبو هغه ژوروالی خوښوی چیرته چی دوی ته د خپلی طبی مناسب چاپیری ( خواړه ، تودوخه او په پوره پیمانه په اوبو کې منحل اکسیجن) برابر وی. د بیلګی په ډول په اوړی کې د ډنډ د اوبو د داخلیدلو لاره (Inlet) یا مجرا چیرته چی روانی اوبه داخلیږی او په کافی اندازه خواړه او اکسیجن لری خوښوی. پداسی حال کې چی په ژمی کې د اوبو ژوری برخی چی مناسبه تودوخه او اکسیجن ولری د ژوند کولو لپاره غوره کوی. دا چی کب د اوبو ژوی دی او سړه وینه لری او د خپل بدن تودوخه د چاپیریال مطابق عیاروی نو د اوبو ژوروالی ورته ډیر اړین وی. خو ځینی وخت د ډنډ منځنی اوبه مناسبه تودوخه لری چی اړینه نده چی کبان دی د اوبو ژوره برخه کې ژوند وکړی.
که چیرته ژمی کې د اوبو پاسنی برخه یخ ووهی نو کارپ کبان د اوبو ښکتنی برخه خوښوی او ځان تغذیه کوی او تر ډیر وخته پوری هلته پاتی کېږی. که اسمان په زیاته پیمانه وریځی ولری (Cloudy) کارپ کبان بیا هم د اوبو ژوره برخه خوښوی. خو په یاد ولری که چیری کافی ولږه ولری د ډنډ په هر ژورالی کې د اړتیا وړ خواړه پیدا کوی.
سپارښتنی:
۱. په ژمی کې د کب پالنی په ډنډ کې د اوبو ژوروالی یو نیم متر څخه تر دوو مترو پوری وساتی.
۲. که د اوبو تودوخه د ۱۰ درجی د سانتی ګراد څخه ټیټه شی نو خوراکه یی کمه یا ودروي ، ځکه چی کب د خوړو سره ډیره علاقه نه ښی.
۳. د ډنډنو شاوخوا د اونو پاڼی وڅنډی ځکه چی پاڼی د ډنډ د اوبو پاسنی برخه پوښی او د لمر وړانګو لګیدو څخه مخنیوی کوی اوهم د ډنډ داوبو کېفیت خرابوی.
۴. د ډنډ یخ وهنی له امله په ډنډ کې د میتان او نور ګازونه تولیدیږی نو کله چی د ډنډ سطحه یخ ونیسی د ګازونو خارجیدو مخه نیسی نو لازمه ده چی د یخ طبقه ماته شی.
۵. په ژمی کې ډیره خوراکه ورکول یو خطرناک عمل دی ځکه چی اضافی پاتی شوی خواړه ډیر ژر زهری کېږی او د ډنډ د اوبو کېفیت هم خرابوی.
۶. په ژمی کې د تودوخی د ښکته کېدو له امله کبان خواړه ژر نشی هضمولی نو لازمه ده چی کم پروتین لرونکې او غوړ لرونکې خوراکه کبانو ته ورکړل شی.
۷. کبان په یخو میاشتوکې یواځی د خپل ژوند د بقا په خاطر خواړه اخلی نه د ودی لپاره نو که چیری د کب وزن یو کېلو وی یواځی یو ګرام خوړو ته د ورځی اړتیا لری (دبدن د وزن یو سلنه یا ۱٪).
۸. په ژمی کې د کبانو معافیتی سیستم کمزوری کېږی او د پاتوجنونو او میکروبونو په وړاندی زیاته صدمه وینی. یو فارم لرونکې باید وپوهیږی چی ولی یی کبان د خپل ورځنی اړتیا وړ خواړه ندی خوړلی. دلته دری ټکي باید په کې ونیسی.
- کبانو ته ډیره زیاته خوارکه ورکړل شوی ده.
- د ډنډ د اوبو کېفیت خراب شویدی .
- کبان ناروغه شوی دی.
۹. که چیری ولیدل شی چی زیات خواړه یا Overfeeding ترسره شوی دی نو تر لسو ورځو پوری کبانو ته خوارکه ورکول بنده کړی. ددی دپاره چی وپوهیږی چی آیا کبان بیا خوړو ته اړتیا لری او که نه د معلومولو لپاره په هغه ځای کې چی معمولا کبانو ته خواړه اچوی یو څودانی خواړه واچوی او وګوری چی کبان یی خوری یا خیر؟
۱۰. که لامل یی د ډنډ د اوبو کېفیت یا د کبانود ناروغه کېدل وی نو باید په وخت سره ورته ځواب وویل شی او یا د کب پالنی د برخی مسلکې او فنی کس سره مشوره وشی.
مننه
ډاکټر محمد قیاس خان
د کب پالنی د څانګی مسؤل
د کرنی اوبولګولو او مالداری وزارت/ د بڼوالی او مالداری ملی پروژه
Dec 24, 2018
کابل