کور / سياسي / عوامي نيشنل پارټي – د خان زمان کاکړ ليکنه

عوامي نيشنل پارټي – د خان زمان کاکړ ليکنه

عوامي نېشنل پارټي —
خان زمان کاکړ

د غدارۍ په تور ووهل شوه.
د بې دينۍ په تور ووهل شوه.
د خانۍ په تور ووهل شوه.
د روس د ايجنټۍ په تور ووهل شوه.
د انډيا د ايجنټۍ په تور ووهل شوه.
د افغانستان د ايجنټۍ په تور ووهل شوه.
د امريکې د ايجنټۍ په تور ووهل شوه.
د کرپشن په تور ووهل شوه.

عوامي نېشنل پارټي نن د ځينو موقع پرستو کړيو له خوا
د بې غېرتۍ په تور وهل کېږي.
د فکري بې لاريتوب په تور وهل کېږي.
او د ايسټبلشمنټ د ايجنټۍ په تور وهل کېږي.

د عوامي نېشنل ګوند په سياست کې نيمګړتياوې شته;
د قيادت پر لېول
د تنظيم پر لېول
او
د نظريې پر لېول

دا نيمګړتياوې له کومې راغلې؟

1. پاکستان د محکومو قامونو جېلخانه, پر سر يې امريکي سرکار ولاړ وو.
2. بنګاليان بېل شول, اوږدو امريتونو او د پنجاب برلاسيتوب ضد انقلابي حالات ورغول.
3. د عوامې نېشنل ګوند پر پلارني ګوند نېشنل عوامي ګوند بنديز او د قيادت نيول د اې اين پي دپاره زمکه په طبعي توګه تنګه وساتله.
4. په افغانستان کې د ثور پېښې او په غبرګون کې يې نه ختمېدونکې ترهګرۍ پر اې اين پي د پښې لګولو ځای ودراوه.
5. پوسټ ناين الېون سياست – اې اين پي د ترهګرو په ضد ودرېده. تنظيمي او نظرياتي مرکزه يې تر يو منظم ګوزار لاندې راغله.
6. پارليماني سياست له ځان سره د مفادو, نوکريو او اقربا پروريو کيسې هم راوړې.
7. د اين جي اوز دور دی. سياست دښمن دور دی.
8. د فري مارکېټ اکانومي دور دی. د انفراديت خوښونې دور دی.
9. د لبرل ډيموکرېسۍ او پاپوليزم دور دی. اې اين پي د کليوالو خلکو ګوند دی.
10. د کارپورېټ مېډيا دور دی. اې اين پي د يو محکوم قام ګوند دی.
11. د وچ لرګي په شان ساتل شوې قبايلي سيمې – د اې اين پي کرنټ نه ترې تېرېدو, دلته په ستراتيژيک لېول ځنې تېروتنې هم وشوې.
12. په پښتونخوا کې ښاري ژوند رامنځته شوی وو, اې اين پي ددې بدلون په سنجولو کې وخت واخيست.
13. له نوې ماس مېډيا سره د ځان په وصل کولو کې اې اين پي وځنډېده.
14. اې اين پي افراد تيار کړل, افراد يې ليډران کړل او هغوی بيا سلطاهي ګواهان شول. د “فرېب ناتمام” د ليکوال غوندې فرېبکاره خلک ترې جوړ شول.
د لېوني حاجت پوره شو
په لاره ځي په کاڼو ولي زيارتونه
زيارتونو هم ډېر کلونه د فرېبکارو حاجتونه پوره کړل. شايد څه حکمت به پکې وي.
15. د پوليټيکل سوسايټي او سول سوسايټي تر منځ شخړه فطري ده.
16. افغانستان او قبايلي سيمې نن د اې اين پي دپاره;
زما د زړه ناکاره رنځه!
نه دې دارو شته نه دې حال وئيلی شمه