کور / راپور / د پوهنې لومړنی ملي سمپوزیم جوړ سو

د پوهنې لومړنی ملي سمپوزیم جوړ سو

د افغانستان د پوهنې وزارت او د جمهوري ریاست د چارو ادارې په ګډو هڅو د پوهنې لومړنی ملي سپموزیم د لویې جرګې د غونډو په تالار کې جوړ شو. دغه سمپوزیم، چې د پوهنې د سرپرست وزیر ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي، لوړ پوړو دولتي چارواکو، د پوهنې د ولایتي رییسانو او د شاوخوا ۱۱۰۰ ښوونکو او د ښوونځيو مدیرانو په ګډون جوړ شوی د پوهنې د روان بهیر د پرمختګونو او پر وړاندې یې د شته ستونزو او ننګونو په اړه پکې مهم او مفصل بحثونه کېږي.
د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي د پوهنې ملي سمپوزیم ته په پرانېستونکې وینا کې وویل، چې حکومت د پوهنې د ملاتړ په موخه د پوهنې وزارت هغه طرحه چې راتلونکې لسیزه له پوهنې د ملاتړ لسیزه وي منلې ده. ښاغلي بلخي ټینګار وکړ، چې په دې ترڅ کې ټول باید په ګډه افغان ماشومانو ته د باکیفیته او متوازونو زده کړو آسانتیاوې برابرې کړو.
د پوهنې سرپرست وزیر د هېواد ټولو ماشومانو ته د ښوونیزو خدمتونو د آسانتیاو برابرول، په هر اړخیز ډول د پوهنې کیفیت لوړول او د هېواد په تعلیمي نظام کې د اغېزناک، روڼ او ځواب ویونکي مدیریت رامنځ ته کول د پوهنې د ودې او پراختیا درې مهمې برخې یادې کړې او هیله یې وښوده، چې د سمپوزیم ګډونوال به د پوهنې په یادو او نورو اړوندو مهمو مسایلو تخصصي بحثونه وکړي او د ښوونیز نظام د وضعیت د ښه والي او په دې برخه کې د شته ستونزو او ننګونو د حل په اړه به ابتکاري طرحې او لارې چارې په ګوته کړي.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رییس سید عبدالوحید قتالي د هېواد د ښوونیز نظام د ودې او پرمختګ په برخه کې د پوهنې وزارت له پروګرامونو او فعالیتونو څخه د حکومت د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ او یادونه یې وکړه، چې څومره د سولې او جنګ مدیریت حکومت ته مهم دی له هغه ډېر په هېواد کې د پوهنې او تعلیمي نظام وده او پراختیا مهمه ده.
د یادولو وړ ده، چې په یاد دوه ورځني سمپوزیم کې ګډونوال په درې اصلي او ۲۱ فرعي ګروپونو کې د پوهنې د کیفیت ښه والي، متوازنو زده کړو ته د ټولو ماشومانو د لاسرسي او ځواب ویونکي مدیریت په تړاو بحثونه کوي، چې د لومړۍ ورځې په پای کې د دوی نظرونه او وړاندیزونه راټول او ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کېږي.
د سمپوزیم په دویمه ورځ چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړېږي د پوهنې وزارت مشرتابه او درې تنه ولایتي رییسان د نورو په استازیتوب خبرې کوي او د لومړۍ ورځې راټول شوي نظرونه او وړاندیزونه به ولسمشر ته وړاندې کړي.
لراوبر ډاټ کام