کور / کره کتنه / د عطايي ملا د شعر مترقي او مزاحمتي اړخ

د عطايي ملا د شعر مترقي او مزاحمتي اړخ

عصمت الله زهير
دعطايي ملادشعرمترقي اومزاحمتي اړخ د پامه ايستلاى او نه ګام تراړولى سو،نظمونه يې بيخي دمزاحمت په رنګ رنګېدلي دي هم يې په غزل کي د مزاحمت رنګ جوت دى، خودنظم په نسبت يې غزل عارفانه،عاشقانه او رندانه ده:
عطايي ملا دخپل مترقي فکرپه اساس دنړيوال خونخوار استعمارپه خلاف د قلم مبارزه ياجهاد راپيل کړى اوتراوسه هم پرهغه دريځ ولاړپاته دى ـ
دهلمند رودڅپاندوڅپو يې په طبعيت کي ناقراري،شور،اضطراب،شوخي اوسرکښي وکرله، دخپل زړه رباب يې په نوي ترنګ اومست اهنګ وترنګولو سرمست اوڅپاندهلمندته په سندروسرسو،اوترسندرويې بڅري ورباديدل او دابڅري دپښتويوبل اور ژبى شاعرسليمان لايق تودوي هم سوځوي،(دځوان شاعر) په نوم ورته مخاطبيږي ـ
سليمان لايق چي هغه مهال هم د انقلابي اومزاحمتي شعرسمبول ګرځېدلى وو،دعطايي ملادمزاحمتي شعرياغتوب اوسرکښه اندازيې درک کړى و،هم دمترقي فکرپه اساس عطايي ملاته لايق نورهم دقبول وړ وو ـ
دثورانقلاب په پيل کي دعطايي ملا لپاره ډېرڅه بدل وو،حتى دمترقي فکراومزاحمت مفهوم ورته بدل،بدل ښکارېدو،نور ملا ته خپل ځان هم بدل ښکاريدو نويې د ژوند ترټولو تريخ او زهرجن مهاجرت ته مخ کړو، دجبراواستبداد په خلاف يې مزاحمت دبغاوت بڼه ونيوله ـ

ښاغلى عطايي ملا طبعادسياسي فکراوسياسي مزاج شخصيت دى، څنګه چي په ګوندياحزب پوري مربوط پاته سوى نه دى هم دا ډول په خپل شعرکي نه خوملادى نه شعاري مترقي شاعردى ـ
شاعرعطايي ،دکابل د محفلونو اوباتډارونوعطايي،دترنګ اواهنګ ليوال عطايي،د وزيرانو اوباچهانوناست ګوعطايي ،په نازاونخروروزل سوى خانزاده چي اوس ځان د(چمن) بازاردسړک پريوه څنډه بې وس ويني نوفطري خبره ده مزاحمت به يې په بغاوت اوړيدلو لاکن دا بغاوت ديومست څپاند سيند دسرکښوموجونوشورنه دى لکه چي دعطايي ملا په نظمونوکي يې ګورو، دا د يوقرار ،آرام اوخاموش سيند د تل بغاوت دى چي ډوبېدل ياغرقېدل يې لومړى او اساسي شرط دى ، اودغزل
غوندي نازک ژانرپه وسيله په سمبوليک اندازترلوستونکي خپل پېغام رسول دعطايي ملافني کمال او د (ميجکل رياليزم) روښانه مثالونه دي ـ
مزاحمت او سمبول(علامت نګاري) سره پيودل خپله د رياليزم څخه ميجکل رياليزم ته پړاو دى، دمثال په توګه دملا دا بيتونه چي مزاحمتي دي هم سمبوليک دي ـ
تر او سره رنګونه يو دي، دوختذلمرته نه ټينګېږي
که له سترګودي کړم لري نو د شونډوهم هېرېږم
يا دا
دا دستور د ښاردښکلو،چي پرښکلو لارو درومي
موسم توى کړه دګل وينه ،رنګوي دښکلا لاري

“ عصمت الله زهير“