کور / هراړخیز / د ۲۰۱۹ کال لپاره غوره پلان جوړ کړئ

د ۲۰۱۹ کال لپاره غوره پلان جوړ کړئ

لیک: محی الدین دليل


عمر ده تېرېږي، لس کال مخکې چې څنګه وم اوس هم هماغسې یم، په سهار او ماښام یې خبر نه یم چې څنګه راغلل او څنګه تېر شول. هو دا او دې ته ورته جملې مو ناشونې ده چې نه وي اورېدلي. یو کمی چې په افغاني ټولنه کې یې انګېرلی شو د پلان نه شتون دی، که چېرې څوک پلان هم ولري، په لیکلې بڼه نه وي او اړین ګامونه چې د ترسره کېدو لپاره یې ضروري دي نه لیکي نو هماغه ده چې د وخت په تېرېدو زوړ ملا او زړې تراوې شي. ددې لپاره چې د ژوند په هره چاره کې بریالي واوسئ او خپلې موخې په سم ډول ترلاسه کړئ نو د پلان جوړول خپل عادت وګرځوئ. سر له ننه د ۲۰۱۹ ام کال لپاره خپل پلان جوړ کړئ او د کال په پای کې وګورئ چې پایلې یې د مخکې پرتله څومره غوره دي. لاندې نکتې په نظر کې ونیسئ. د راتلونکي کال موخې مو د کاغذ پرمخ ولیکئ د موخو ټاکلو او ترلاسه کولو لپاره غوره لار داده چې، موخې مو د کاغذ پرمخ ولیکئ.همدا نن بازار ته ولاړ شئ، یوه ښه کتابچه او قلم واخلئ، خپلې ټولې موخې چې په راتلونکي کال کې یې ترسره کېدل غواړئ ولیکئ. د موخو په لیکلو کې کولای شئ له خپلو ملګرو، کورنۍ، ښوونکو او نورو سره مشوره وکړئ. د موخو په لیک کې د سمارټ قاعده په نظر کې ونیسئ د سمارټ قاعده په نظر کې نیول، تاسو سره مرسته کوي ترڅو مو، موخې په غوره ډول وټاکئ او بیا یې د پلان مطابق ترلاسه کړئ.په دې قاعده کې، س ( سپېسیپېک یعنې موخې مو په ښه ډول روښانه او مشخصې کړئ)، م ( میژېبل یعنې موخو ته مو اندازه او حد و ټاکئ)، الف ( اچیویبل یعنې موخې مو باید د لاسته راوړو وړ وي،خیالي او بې بنسټه نه وي)، ر ( ریلېونټ یعنې  د موخې په ټاکلو کې دا نکته چې موخه تاسو پورې اړوند ده یا نه، په نظر کې ونیسئ)او ټ ( ټایم بونډ یعنې د موخو لپاره مو  مناسب وخت په نظر کې ونیسئ). تاسو کولای شئ د موخو په ټاکلو کې خپل ابتکاري فکر هم وکاروئ. خپلې موخې د اړتیا په اساس ډلبندي کړئ کله مو چې خپلې ټولې موخې ولیکلې، نو د خپل ضرورت پر اساس یې ډلبندي کړئ، او هرې یوې ته ټاکلی وخت ورکړئ. که چېرې داسې ونکړئ نو بیا هم نشئ کولای په ښه ډول، خپلې موخې ترلاسه کړئ.د بېلګې په ډول د ۲۰۱۹ام کال په جنوري میاشت کې به د انګليسې ژبې کورس کې داخله کوم، په فیبروري کې به د ریاضي عمومي زده کړې پیل کوم او همداسې د کال تر اخره پورې. د موخو ترلاسه کولو لپاره عملي ګام پورته کړئ وروسته له دې چې موخې مو ‌ډلبندي او هر یوې ته مو ټاکلی وخت ورکړ، نو د پلان مطابق یې په عملي کولو پیل وکړئ، هره ورځ خپله کتابچه وګورئ او ځان مطمئن کوئ چې د پلان اړوند روان یئ. پلان مو کنترول، مثبتې او منفې تجربې مو ولیکئ د موخو د عملي کولو پرمهال به، د بېلابېلو مثبتو او منفي تجروبو سره مخ شئ ټولې د پاڼې پرمخ ولیکئ، او په راتلونکو پلانونو کې ځینې ګټه واخلئ. دا به له تاسو سره مرسته وکړئ، ترسرو په راتلونکې کې مو مثبت اړخ لوی، او منفي  کوچنی شي. بریا ترلاسه کړئ که چېرې مو د پورته نکتو په نظر کې نیولو سره پلان چمتو کړ، نو د کال په پای کې به خپلو ټولو لیکلو موخو ته ورسېږئ، او په خپل ژوند کې به بریالي یئ. وخت تېرېدونکی دی، ولې موږ کولای شو د خپلو پلانونو په زور، هغه قابو کړو، او په اعظمي ډول ځينې ګټه واخلو. نو د  ۲۰۱۹ ام کال لپاره خپل پلان جوړ کړئ، عملي یې کړئ، او خپل ژوند، ټولنه او هره بله چاره مو کامیابۍ ته ورسوئ