کور / شعر / د حمید مومند  د نیرنګ عشق بشپړ  متن چاپ سو

د حمید مومند  د نیرنګ عشق بشپړ  متن چاپ سو

  نیرنگ عشق په فارسي ژبه په مثنوي فورم کي لیکل سوی منظوم داستان دئ. لیکوال او ناظم ئې محمد اکرم غنیمت دئ او په (۱۰۹۶هـ.ق.) کال ئې نظم کړی دئ.  حمید مومند د نیرنگ عشق داستان د فارسي اصل په شان په مثنوي فورم کي ژباړلی دئ. ژباړه ئې ازاده ده او حمید پکښې د خپلي شاعرۍ کمال و جمال دواړه ځلولي دي. حمید مومند د نیرنگ عشق د ژباړلو په اړه خپله داسي وایي : دا قصه د اور حصه زما صاحبه د کنجاه محمد اکرم کړه فارسي ژبه چي ئې ولګیده تاب زما په زړه لولپه ئې کړ کباب زما د زړه چي مي ولید دا کتاب سیم و ذهب مشتمل پر مسئلو د خپل مذهب …………. خواه ناخواه راغی هوس چي ئې پښتو کړم باندي گرمه هنگامه د پښتنو کړم …………. پښتو نیرنگ عشق واردواره د پېښور په مصطفایي مطبعه کي په (۱۲۸۴هـ ق =۱۸۶۷ع.) کال چاپ سوی دئ. دوهم چاپ ئې له ډهلي څخه د پیاري لعل په اهتمام  په (۱۲۹۹هـ ق = ۱۸۸۱ع.) کال خپور سو. یوه کوچنوټې برخه ئې ښاغلي همېش خلیل په ورکه خزانه کي په (۱۹۶۰ع.) کي چاپ کړې ده.  د کابل پښتو ټولني هم په (۱۳۴۹ش = ۱۹۷۰ع.) خپور کړ.  د دغه چاپ نقل د عبدالحمید مومند په کلیات کي د ښاغلي محمد آصف صمیم په همت د دانش خپرندویي ټولني له خوا په (۱۳۸۳ش = ۲۰۰۴ع.) کال خپور سو.  دا چي د نیرنګ عشق زاړه چاپونه بیخي نه موندل کېږي. د پښتو ټولني چاپ ناقص دئ او حتا په لوی لاس ئې ځیني بیتونه ځني ایستلي دي او اوس د نیرنګ عشق نوروي نسخې هم موندلي کېږي، نو د متنپوهني د اصولو سره سم، د کوم زاړه متن چي نوري او بشپړي نسخې وموندلي سي او په زړو چاپونو کي ئې نیمګړتیاوي وي، نو نوی متن ئې باید تهیه او ترتیب کړل سي. تر څو د یوه اثر بشپړه او داسي کره متن د څېړونکو او لوستونکو تر لاسونو پوري ورسېږي، چي د لیکوال یا شاعر په لاس کښلي نسخې ته تر ډېره نژدې او له غلطیو پاک وي. استاد محمد معصوم هوتک همدې اصل ته په کتو سره، د متنپوهني د اصولو سره سم د درو خطي او ټولو چاپي نسخو له مخي د نیرنګ عشق  یو بشپړ تحقیقي متن ترتیب کړی، مغتنمه سریزه ئې پر کښلې، تعلیقات ئې پر کړي او ویپانګه ئې را ایسلې ده. د نیرنګ عشق دغه بشپړ متن په کندهار کي د علامه رشاد خپرندویه ټولني له خوا په (۳۲۰) مخه کي چاپ سوی دئ.