کور / شعر / ټپيزه د لنډيو بل کمال

ټپيزه د لنډيو بل کمال

ليکنه: ماهر احسانزی
پر لڼديو او وروسته بیا له همدې ولسي ژانر جوړ شوي بل فورم ( ټپيزې ) له پيله تر اوسه ښه ډېر بحثونه وشول . پردې دواړو ژانرونو شوي بحثونه یو ډول نه دي .
دا  خو ټول سره منو ، چې پرلنډیو لیکل شوې ، مقالې ، رسالې او کتابونه د ادب د وسعت او ددې ژبې د ولسي ښایستونو را پيداکولو په نیت شوي خو پرټپیزو بیا لیکل شوې مقالې او شوي بحثونه یو مخیز دی ؛ یا نږه ملاتړ او توصیف دی او یا يې چورلټ رد .
په دې مقاله کې هڅه کوو ، هغه معلومات کره کړو او په پښتو ادبیاتو کې د ټپیزې د ځای او ورسره جوخت د ټکوریزې په اړه داسې معلومات وړاندې کړو ، چې هم په کې لومړني پنځګر معلوم شي او هم ددغه ترکیبي ژانر اوسنی ځای او ښکلاییز اړخونه روښانه شي .
ددې لپاره چې ټپيزو پرارزښت او جوړښت مو سرخلاص شي ، پرلنډیو به سر سري خبرې وکړو .
لنډۍ چې د ولسي ادبیاتو د عامو ځېلونو په  کورنۍ کې  د انساني فکر ، کار ، اړتیا ، هنر او … اړخونو راغبرګونکی ژانر دی ، زمونږ په ادبیاتو کې يې شته والی تر اعجاز کم نه دی .
په دې لڼد او تنګ ( البته ، د جوړښت له مخې ) ژانر کې دومره لوی فکر ، خبرې ، تاریخ ، روایتونه او کیسې پرتې دي ، چې د سپړنې لپاره يې کتابونه کتابونه خبرې ورباندې کیدای شي .
ددې ځېل مقبولیت په دې کې دی ، چې زمونږ د یوې محکومې طبقې خبرې ، ارزوګانې ، هېلې ، غوښتنې او  د شته رواجونو ،کارونو او حاکم ژوند پروړانډې عکس العملونه په کې موندلی شو .
انسان له یوې خوا له هغه څه سره ډېره علاقه ښيي ، چې ده ته نوي وي او له بلې خوا د هغه څه په اړه معلومات پیدا کول ورته مهم وي ، چې دده له ژوند سره اړیکه ولري .

مونږ د یوې مور ، خور او د ژوند د ملګرې په توګه دې ته اړتیا لرو ، چې وپوهېږو زمونږد کورنۍ دا یاد شوي غړي د ژوند په اړه کوم عکس العمل لري .
خبره به په یو مثال سره روښانه کړو :
د پښتونوالې درانه پته
زما پر خوله دې لاس نیوه ، ګونګه دې کړمه
تاسې به ډېر داسې خلک لیدلي وي ، چې واده به يې له یو داسې پیغلې سره شوی وي ، چې د واده پرمهال به د ډېرو نورو ( هغوی چې د جینۍ د کورنۍ خپلوان هم نه وي )  په دې کار خوشاله نه وي .
دوی ته به هغه جینۍ چې ودېږي او هغه زلمی چې دا جینۍ ور ودېږي ، دواړه سره برابر نه بولي .
دا نابرابري به د ژوند ، اقتصاد ، عمر ، ښایست ، اخلاقو او… له مخې سره توپیر ولري .
بل پلو که ناوې او شاو سره په ټولو خبرو کې  یو ډول هم وي خو کیدای شي ،  د ناوې نه وي خوښ .
دا هم امکان لري ، په بدو کې يې ورکړي وي  او مونږ د بدو په ورکړه کې د جینۍ د عمر له سرنوشت خبر یو ، چې د یوې وینځې ، خدمتګارې او دوهم بشر په سترګه ورته کتل کېږي نو دلته ده ، چې دا محکوم بشر همدومره ووايې :
د پښتونوالې درانه پته
زما پرخوله دې لاس نیوه کوڼده دې کړمه
دا جینۍ وايې چې زه خو د بشر په توګه ددې حق لرم ، چې د ژوند پریکړه مې وکړم ، دا ووایم چې وروره یا پلاره بدې او ناروا تا وکړه او قرباني زه شوم .
خبرې ته مې ارزښت نه ورکول کېږی ، د هلکانو په څېر د ژوند د ملګري د انتخاب حق ځان ته ورکړم نو سپین سترګې ، بې شرمه او … په نومونو مې یادوئ او حتی داهم شوني ده ، چې د مرګ سره مخ شم نو د  همدې پښتونوالې لاس دی ، چې  ګونګه یم او
ناکام په خپل زړه تېروم کمزوري شومه .
که د همدې ټپې معنوي او هنري برخه لږه روښانه کړو د نو اسطورو هغه تصور هم په کې شته ، چې هر څه به پخوا لاسونه لرل ، پښې به يې لرلې او خبرې به يې کولای شوې .
د لنډیو د ښایستونو  په اړه او په دې تړاو چې ددې معجز ژانر په منځپانګه کې کوم څه راغلي  او راتلی شي خو موضوع د اطناب له ویرې څه نه وایم خو دا وایم ، چې د سلیمان لایق راسره د ټپو پر ارزښت خبرې کولې او د لنډیو غوندې ښکلې خبرې وکړي .
لایق صیب وویل ، چې هسپانوي شاعر او لیکوال چې  د ګاډۍ په واسطه به په کلیو کې ګرځيده او ډرامې به يې خلکو ته ښودلې ، ولسي ادبیات يې اصلي ګلونه او لیکلي ادبیات يې مصنوعي ګلونه یاد کړي دي .
ده وویل چې که مصنوعي ګل څومره هم ښکلی وي خو د اصلي ګل غوندې خوند نه لري نو شاعر که هر څومره ښه موضوع هم ولري هغسې يې نشي بیانولی لکه څنګه يې چې زړه کې وي .
۱: سکه خپرونه
اسدالله غضنفر د جادوګر هنر په سریزه کې وايې چې خپل پلار مرحوم صدیق پسرلي ته مې وویل چې د شعرونو په اړه مې د مقالو تولګه چاپوم .
( ده نه رانه پوښتنه وکړه ، د لنډیو په باره کې د څه لیکلي ؟ زما ځواب ( نه ) و .
ده راته وویل که  د پښتو شعر په کتاب کې د خوشال او لنډیو ذکر نه وي ، نیمګړی دی ) .
۲: جادوګر هنر ۲ مخ

استاد غضنفر په همدې کتاب کې د لنډيو په باره کې یو ه مقاله هم خپره کړي ، چې نوم يې ورته د پیرمحمد کاروان له ځوابه ټاکلی ، چې ( لنډۍ زمونږ د ارواګانو همځولې ) نومیږي ، کاروان لنډۍ د  زمونږ د ارواګانو همځولې بللې دي .
په دې مقاله کې د سعدالدین شپون له خولې د لنډيو عظمت داسې بیانیږي :
(زه له مارګن سټیرن سره تګاب ته تللی وم . دده اوه څلويښت ژبې زده وي ، یوازې يې د پښتو اوه لهجې یادې وي . دی هغه وخت اتیا کلن و .
غره ته يې وکتل ، ويې ویل :
په لویو غرو د خدای نظر وي
په سر يې واورې وروي چاپیر ګلونه
… که افغانستان تکه تکه شي ، که يې غرونه ونړیږي او سیندونه يې وچ شي او پښتانه محوه شي خو لنډۍ به يې پاتې وي . له دغو لنډيو به بیا پښتانه را زرغونېږي او بیرته به  افغانستان جوړ شي ) .
۳: جادوګر هنر ، ۸۸ مخ
اوس  د لنډۍ د لومړي نیم بیتي سره درې نور داسې درې بیتونه را جوړشول ، چې همدا وزن او قافیه به يې تعقیبوله او وروسته به ورسره لنډۍ یو ځای شوه او نوی ژانر ( ترکیبي ژانر ) يې رامنځته کړ .
دې ژانر د پيدا کیدو سره هممهاله مخالفان او ملاتړي پيدا کړل . پر ادب او نوښت مینو ته يې د نوي ژانر پيدا کیدو د توافق لوری ورکړ خو هغوی ، چې ورسره مخالفت وکړ ، ډېر دلیلونه لري .
مخکې تر دې چې په توافق او نه توافق  يې خبرې وکړو د ټپیزې له نومونې او را دودونې به يې را پیل کړو .
استاد مجاوراحمد زیار په خپل اثر(  پښتو شعر څنګه جوړیږي )  کې لیکي:
( ددې لپاره چې ددغه ولسي مرغلرو د ( غلا ) مخنیوی شوی وي او  ورسره ورسره ( هایکو ) نه وي ننګولې ، لیکوال يې تر څنګه له پینځیزونې ( تخمیس ) سره ( ټپیزه ) نومې شعري لړۍ را نښلولې او نن سبا يې ښایسته دود موندلی دی ).
۴:پښتو شعر څنګه جوړیږي ؟ ۲۷۵  مخ
ټپیزه چې استاد زیار يې ځان ته د لومړني پنځګر په توګه داعا لري ، د څو دلیلونو له کبله يې خبره د زغم وړ نه ده :
لومړی : په ټپيزو کې چې لومړنی کتاب ډاکتر محمد حنیف حیران ( يوځلې بیا به په دې لار راشه ) چاپ کړی ، راسره په مرکه کې وویل :
( چې ټپیزه نه زما ژانر دی او نه يې باید استاد زیار دعوه وکړي .
دا ولسي ژانر دی او ما تر لسو او دولسو بندونو هم همدا ټپیزې اوریدلې خو دومره ده ، چې په معاصره بڼه په کې ما کار کړی دی .
مونږ چې لومړیو کې ټپیزې لیکلي نو هغه وخت فیسبوک نه و ، بیا به مو د پکتیا په ډاګ بلاک ته پورته کولې او ورته به مو ولیکل ، چې مسریزې .
استاد زیار راته یوه ورځ ولیکل چې دې ته باید نورې ټپیزې ووایو چې له  هغې وروسته بیا ټپیزې شوې او لومړني کتاب هم په کې زما چاپ شو ) .
۵: سکه خپرونه
له همدې سره جوخت استاد لال پاچا ازمون ( ټپیزه ، ټکوریزه او هایکو ) په نامه مقاله کې لیکي :
( د لغمان یو ولسي نظم ویونکی سید باو جان ۱۲۷۲ـ ۱۳۲۲ هـ چې له نن څخه نهه شپیته کالونه وړاندې مړ شوی ، یوه داسې لوبه لیکلې ، چې ټپې اود ټپو پر وزن يې خپل الفاظ موزون کړي دي .
زه په غمو کې شوم غمجنه
غم کړم له غمه بې وطنه
غمونوغم را واړونه
که غم له غمه شرمیدنه
پرما به ته راتلل جوړه جوړه غمونه
غماز به ولې د غمو لوبې کوینه
+++++ـ+
ځان دې له ما سره پوخلا کړه
سپینه خولګې دې ماته راکړه
ماته دې مخ غماز ته شا کړه
زړه په سلا کړه ځواب راکړه
زه دې له بلې یارۍ وویستم مینه
غماز به ولې د غمو لوبې کوینه .
تر پايه

د استاد ازمون په لیکل شوي بیلګه ځکه د ټپیزو اوسنی ژانر له منځه نشو وړلی ، چې دلته ( غماز به ولې د غمو لوبې کوینه )  یو نیم بیتي ور زیات شوی دی .
دا بیلګه به هلته سمه وه چې همدا پنځه مسرې وای او ( غماز به ولې د غمو لوبې کوینه )  ورسره نه وای !
هماغسې چې په شعري چوکاټونو کې د قافیې شته والي انکار نه شو کولی ، چې په شته والي سره يې یو ژانر له بل سره بدلون کوي ، همدغسې نیم بیتي هم در واخلئ !

مثلآ :

 مربع هغه ډول شعري فورم دى، چې هر بند يې څلور مسرې لري.

د لومړي بنـد څلـور واړه مسـرې يـې پـه خپـلمـنځ كـې همقافيـه وي،

يانې يو شان قافيه تعقيبوي.
درېغــــــــه نــــــــوى عجــــــــب وخــــــــت د نوبهــــــــار واى

شــــــــګوفه هــــــــر رنــــــــګ ګلونــــــــه د ګلــــــــزار واى

لاس تـــــــر لاس ســـــــره نيـــــــولى مـــــــااو يـــــــار واى

پــــــــه مــــــــزه مــــــــزه خــــــــواږه ويــــــــل تكــــــــرار واى

يــــا وا ی ناســــت يــــا ســــره ګرځېــــدى پــــه بــــاغ كــــې

معطـــــــــــره واى د ګلـــــــــــو پـــــــــــه دمـــــــــــاغ كـــــــــــې

دوه پــــــه دوه مــــــو ســــــره راز واى پــــــه فــــــراغ كــــــې

هـــــم مـــــانع پـــــه دواړو ســـــترګو ړونـــــد اغيـــــار واى
۶: پښتو شعر هندسي جوړښت ، ۷۵ او ۷۶ مخ

اوس يې د همدې نیم بیتي په زیاتیدو سره ګورو چې ژانر بدلو ن مومي .
د مخمس او مربع عمـومي جوړښـت تقريبـاً يـو شـان دى، تـوپيريې په دې كې دى، چې په مخمس كـې تـر مربـع يـوه مسـره زياتـه وي .

يانې دلته هر بند پينځه مسرې لري. د لومړي بند پينځه واړه مسـرې

يوه قافيه تعقيبوي او د نورو بندونو څلور مسـرې پـه خپـلمـنځ كـې

هم قافيه او د پينځمې مسرې قافيـه يـې د لـومړي بنـد د قـافيې تـابع

وي.
د هجــــــران لــــــه لاســــــه ناســــــت يمــــــه ويرژلــــــى

لكـــــــه بـــــــت پـــــــه غټـــــــو ســـــــترګو دم ختلـــــــى

بېهـــــــوده پـــــــه صـــــــورت روغ پـــــــه زړه نتلـــــــى

بېلتانــــــــه پــــــــه مــــــــرګ حــــــــال يــــــــم رســــــــولى

ربـــــــــه راولـــــــــې اشـــــــــناپـــــــــه ســـــــــفر تللـــــــــى

ډېــــــر مــــــې وكــــــړ د هجــــــران پــــــه بــــــلا صــــــبر

هـــــېڅ مـــــې صـــــبر ســـــرور نـــــه شـــــه پـــــه دا جبـــــر

كـــــــه مـــــــې ولګېـــــــده ســـــــر د غـــــــم پـــــــه قبـــــــر

ومـــــــــې نـــــــــه ژړل پـــــــــه حـــــــــال د مهـــــــــر ابـــــــــر

نـــه شـــته مـــا غونـــدې هېڅـــوك پـــه بخـــت كږلـــى
۷: پښتو شعر هندسي جوړښت ۷۹ او ۸۰ م

تر اوسه مونږ دې پایلې ته ورسیدو چې ټپیزه یو ترکیبي ژانر دی ، چې نه په ټوله مانا په ولس کې له پخوا موجود و او نه هم د یو شاعر او یا ناظم نوې هڅه ده .
د ټپیزې تر ایجاد را وروسته بله خبره له دې ژانر سره د توافق او مخالفت ده . هغوی چې ورسره موافق دي دوه دلیلونه لري :
لومړی : دا یو نوی ژانر دی او  د نوي ژانر رامنځته کیدل د ادب پرمختګ دی .
دوهم : له دې لارې  به د ولسی ادبیاتو دا معجز ځېل ( ژانر ) د ورکیدو څخه بچ شی .
د ټپیزې مخالفان بیا وايې چې که په دې سره ټپې ژغورو نو دا ژانر خو په یوویشتمه پیړۍ کې وزیږید او یا را دود شو ، نو هغه د اریایانو د خت لنډۍ مو له کومه کړي چې :
یار مې د ګلو لو ته ځي ګوتې ریبینه .
ځینې نور دلیلونه يې  هم  د مخالفت لپاره شته .
لومړی :  ټپه چې د ولس مال دی او ټولو خلکو يې په جوړولو کې برخه اخیستې ، په ټپیزه کې په یو شاعر پسې تړل کیږي .
مونږ د هغه څه په اړه ډاډه غږیږ و چې ګته او تاوان يې په مونږ په پورې اړه ولري ، خو د هغه څه په اړه په ډاډه زړه خبرې نه شو کولی چې د بل کس خبرې او نظريې ته په اړتیا وي .
ځینې خلک دلته هم پوښتنې پیدا کوي ، چې لنډۍ څنګه د ولس مال دی او څنګه ویل کیږي ، چې ټولو خلکو ورباندې کار کړی ؛ دا خو به حتمي یو کس جوړه کړي وي نو څنګه د ولس شوه ؟
لنډۍ که یو نفز هم جوړه کړې نو دا خو له اسمان نه دی رالویدلی د همدې ټولنې له منځه دی .
بله خبره داده چې لومړني کس چې کومه لنډۍ ویلي او بل اوریدلي هغه دول يې خوند نه دی ورکړی او یا يې د خپل چابیریال او احساس سمه ترجماني نه ده نو یا يې ورته د سر او یا وروستی نیم بیتی بدل کړی دی .
داسې به فرض کړو چې لومړی دا لنډۍ یو چا وویله :
د مور ملوکې سرې دې نوکې
چې ځای جارو کړې په کې واخلي قدمونه
دوهم کس چې دا لنډۍ واوریده یا ارادې او یا هم نا ارادي يې ورپسې وویل :
د مور ملوکې سرې دې نوکې
پاس په تالو کې دې خندا مزه کوینه
د مور ملوکې سرې دې نوکې
مابه لاهو کړي په نوښار به وخیژمه
تاسې ولیدل چې دلته لومړۍ لنډۍ څومره بدلون موندلی دی .
دوهم : پر ټپيزو بله نیوکه داده ، چې لنډۍ په خپل جوړښت سره د لویو لویو فکرونو ، تاریخونو ، روایتونو او … بیانونکې ده .
ادتیا نشته ، چې نوي څه په کې نه راځي ( تصویر ، سیمبول ، خیال ) او بې ځایه د خلکو وخت ورباندې نیسو او هغه خوند چې په ټپه کې هم د مخکینیو دري نیم بیتیو له غمه له لاسه ورکړو .
استاد ازمون په خپله مقاله کې همدغه ټکي اشاره کوي دی لیکی :
( پروت لکه ښخه په کاله شوې
نه ددغه نه د هغه شوې
خاورې ایرې شولې نور څه شوې
که په میوند کې شهید نه شوې
خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه .
دلته د میوند د پیښې تاریخي لنډۍ چې د تاریخي ارزښت او خپل جوړښت له مخې د هر پښتون په خوله کې د ویاړ ساه باسي ، نورې غځونې او څرګندونې ته څه اړتیا لري ؟
د منځپانکې او جولې له مخې دا یو ه پوره او مشبوع وینا ده . که مونږ اوس پردې ټپې ورتپل شوې میسرې لرې کړو ، ایا ټپه به خپل معنوي ارزښت  او جولیزه بڼه له لاسه ورکړي ؛ هيڅکله نه !)
درییم : ټپو سره نښلول شوي نیم بیتي د ټپې د مفهوم سره کومه مرسته نه کوي .
کله کله داسې نیم بیتي ورسره یوځای کیږي ، چې نه د ټپې د راغلې مطلب د وضوح سره مرسته کوې او نه هم لوستونکی په دې پوهیږي ، چې  دټپیزې جوړونکی اوس څه وايې .
د مینې ډک چمن ته راغله
زما د زړه ګلشن ته راغله
راتله راتله وطن ته راغله
ټول مساپر وطن ته راغلل
یا یار خفه دی یا له قصده نه راځینه
په جوړه شوې ټپیزه کې ( راغله ) ردیف دی خو په په ټپه ( راغلل ) ردیف دی اوس نو تاسې ووايې چې خوند يې ډېر شو که د همدې ټپې لوستو سره به مو فکر د ډېر ګړي او یو ګړي اختلاف ته تللی وي .
یو ځل کتو به دې لمبه کړم
دغه ځوانې به دې ایره کړم
پرتا به جوړه زلزله کړم
اوس به ډې ټول نشه نشه کړم
که خوماري سترګې په ناز در واړومه
۸ : په زړه مې نوم د یار لیکلی ، ۹ مخ
دلته وګورئ لومړی نیم بیتی راته وايې چې عاشق محبوبې ته وايې چې کتلو به لمبه کولم ؛ دلته اوس لوستونکي په تمه دی ، چې دوهم نیم بیتی به داسې وي چې ( دغې ځوانۍ به دې ایره کړم ) یا دغې ( دغې ادا به دې ایره کړم ) خو لیکل شوې چې دغه ځواني به دې ایره کړم او خبره له مخاطب بیرته متکلم ته راغلې ، چې سره هيڅ تړاو نه لري .
څلورم : هغوي چې وايې په ټپیزو سره به د ټپو د ورکیدو مخه ونیسو ؛ خو تر اوسه پورې ټپیزې شوي لنډۍ به تر شل زرو پورې وي خو د لنډيو حساب لا هم چاسره نشته نو دا له کومه شوې ؟
د لنډیو په اړه د سلیمان لایق خبره هم د کولو ده .
( د لنډیو هستې له ځینو جهاتو څخه د څیړۍ ونې ته ورته ده ، چې پاڼې یوځای او یو ځل نه توییږي ، بلکې تدریجي ، پرله پسې او نامحسوس خزان پرې تيرېږی . لنډۍ کټ مټ د څیړي پاڼو ته ورته دي ، چې له خپلې ونې ( د خلکو له حافظې ) څخه یوه یوه په کراره کراره وځي او پرځای یو یا زیاتې لنډۍ د ولس د ژوند پر ډنډر باندې راټوکېږي ) .
۹ : د فوکلور پیژندنې لارښود ، ۴۱ مخ
پینځم : پدې هم ورسره نه دي جوړ چې یوه لنډۍ په کې څو شاعرانو ټپيزه کړي وي . دوی ټول هماغه لنډۍ چې ورته زړې ښکاري ، ټپیزې کوي خو پردې بیا فکر نه کوي ، چې دې لنډۍ خو نور د لوستونکو زړه وهلی دی .
پر یوې لنډۍ چې هر څومره شاعران ټپیزې جوړې کړي ، لومړنۍ او سلمه ټپيزه يې هماغه یو مفهوم او مانا ځکه لري ، چې وړانډې له لنډیو سره د دري نیم بیتیو د جوړولو خبره کړې وه او چې دري نیم بیتي ورسره راوړو نو خبره او مفهوم هماغه دی چې ادب ته يې کومه نوې ګټه نه شته .
ټکوریزه : په ټپیزې پسې بل ترکیبي ژانر د ټکوریزې دی ، چې لومړی کتاب په کې د استاد محبوب شاه محبوب دی .
استاد محبوب راته د ټکوریزې په اړه وویل ، په پيښور کې د استاد زیار په ګډون تر ټپیزې را وروسته ددې ژانر په جوړښت خبرې وشوې او وروسته تر دې خبرو مو په کې کار وکړ.
ټکوریزه هم له لنډۍ سره یو ځای کېږي لکه ټپیزه خو له ټپیزې سره څو فرقونه لري :
۱ــ ټکوریزه له لنډۍ پرته څلور نیم بیتي لري خو ټپيزه بیا درې نیم بیتي لري .
۲ــ د ټکوریزو نیم بیتي هر یو پنځه سیلابونه لري خو ټپيزه بیا نهه سیلابونه لري .
۳ــ ټکوریزه له لنډۍ پرته هم یو ه خپلواکه مانا لیږدوي خو ټپیزه له لنډيو پرته مانا نه شی لیږدولی .
بې مور يې مه کړي
بې کور يې مه کړي
پښتنې پیغلې
سرتوري مه کړي
خدایه ګورګرې توري‎ې مه کړي
جینکۍ سرې شونډې ورځې تورې راځینه
سویه ګوګله
مړ شی پاګله
زما جانانه
د ګلاب ګله
پاس پر کمره ولاړه ګله
نصیب د چا يې اوبو زه در خيژومه
هغوی چې ددې دوو ترکیبي ژانرونو د لیکلو هوس لري باید داسې وکړي :
د ټپيژو لپاره دې نوې لنډې هم جوړې کړي ، چې دا به پرادبیاتو یو ه نوې اضافه وي . دا نوي لنډۍ که ښه نه وه او یا په کې تصنع ښکاریده نو له ولسي ادبیاتو خو به مو غلا نه وي کړي او یا به مو په یوې لنډۍ د څو شاعرانو ټپيزې نه وي لوستي .
کله چې لنډۍ جوړوي نو هڅه دې وکړي ، چې لنډۍ او مفهوم يې په خپلو کې سره پوخلا وي .
ټپيزې دې داسې جوړې شي چې د لنډۍ موضو ع روښانه او تشریح کړي .
۱۳۹۷ / ۹ ۲۳

سرچینې :
۱ــ لایق ، سلیمان . ۱۳۷۹ ، سکه څلور ویشتمه خپرونه ، شمشاد راډیو کابل
۲ــ  غضنفر ، اسدالله . ۱۳۹۳ ، جادوګر هنر ، مومند خپروندویه ټولنه ، جلال اباد
۳ــ پورتني اثر
۴ـ زیار ، مجاوراحمد . ۱۳۸۹ ، پښتو شعر حنګه جوړيږي ؟ ، دانش خپروندویه ټولنه
۵ـ حیران ، محمد حنیف . ۱۳۹۷ ، سکه لومړۍ خپرونه ، شمشاد راډيو کابل
۶ــ یون ، محمد اسمعیل . ۱۳۷۷ د پښتو شعر هندسي جوړښت ، یون کلتوري یون  ، کابل
۷ــ پورتني اثر
۸ــ افغان،زاهد .۱۳۹۴، په زړه مې ته وي خدای رانه کړي،مومند خپروندویه ، جلال اباد .
۹ ــ وفا ، محمد داود . ۱۳۹۳ ، د فوکلور پيژندنې لارښود ، مومند خپروندویه ټولنه ، جلال اباد .