کور / سياسي / سوله غواړ!

سوله غواړ!

ليکنه: سردار محمد همدرد
عادلانه سوله غواړو ، افغاني سوله غواړو او ښه سوله غواړو!
د سولې لپاره یو طلایي چانس رامنځته سوی دی،  د مسولینو څخه مې غوښتنه دا ده چې په دې اساسو شېبو کې د غچ اخیستلو او پر جګړې د ټنګار خبرې نکوي، پر ولسمشر،   مې هم د ده د یو خواخوږي په حیث غږ دی چې د سولې لپاره هر څومره قرباني ورکړي دا به په حیث د یو ریئس جمهور ستا په تاریخ کې ولیکل سي چې یو حاکم ریئس جمهور د سولې لپاره صادق وو.
او پر نورو مهمو مشرانو اجرایه ریئس داکتر صاحب عبد الله،  پخوانی ولسمشر ښاغلی حامد کرزی،  د حزب اسلامي مشر ښاغلی حکمتیار صاحب،  یونس قانوني،  عبدالرب رسول سیاف،  صبغت الله مجددي،  د هیواد ټولو جهادي او سیاسي مشرانو،  ولسي جرګې او د مشرانو جرګې مشر او سناتوران د ټولو دا مسولیت دی چې په دغه عظیم کار کې مرسته وکړي.
خو که په سوله کې بې عدالتي وي ، ملت ته  مراجعه وکړئ!

او د طالب څخه مې غوښتنه دا ده چې بین الافغاني سوله وکړي،  تاسې هم د ګټونکي او بایلونکي خبرې مه کوئ!
ملت ټول څاري چې څوک په دغه عظیم کار کې خاشې ماتوي،  دا ځل او په دغه شرایطو کې چې ملت یوه ورځ هم د جګړې زغم نلري.
ټول په اخلاص را میدان ته سئ ، ملې وحدت او د وطن ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړئ، ټول په غېږ کې سره ونیسئ او دغې زخمي افغانستان ته نجات ورکړئ او په تاریخ کې خپل نومونه د سولې د اتلانو په نوم ثبت کړئ!
درنښت
د یو تل پاتې سولې په هیله

غواړو!

سردار محمد همدرد