کور / علمي / د افسانو یار او نګار لیکوال

د افسانو یار او نګار لیکوال

لیکوال: استاد نوراحمد قران مل

نیټه: ۱۳۹۷لیندۍ۵

پښتنی ټبر هم د آریایي نژاد یو نه بېلېدونکې برخه ده، پېړۍ په پېړۍ ئې خپلي بقا ته دوام ورکړئ، چي لا به دوام لري. پر همدې بنسټ د همدې نسل تېر فولکلور او فرهنګي غنا د پام وړ لاسته راوړني لري، چي د دې نسل فرهنګي استقلال ئې د نړۍ په معاصرو فرهنګونو کي خپلواک ساتلئ او تر دې دمه د نړیوالو مدنیتونو سره د خپل فرهنګي ژوندانه په دوام همګام پاته سوئ دی.

د دې همګامۍ یوه برخه د رومانتیکو ادبیاتو یا Romantic literature په برخه کي هم فولکلوریک مواد لري، چي په معاصر تاریخ کي د ((ملي هنداري)) بیلګه د ارواښاد محمد ګل نوري د تندي د خولو محصول او یا هم په ملي حماسه کي د لوی استاد علامه حبیبي صاحب د(لمړۍ شپې ناوکۍ)په نوم ډرامه کره سندونه بللای سو.

د دې ترڅنګ د داستانونو په لړ کي د استاد محمد زبیر شفیقي په زیار له اردو څخه د نسیم حجازي داستاني ناولونه پښتو ژباړل سوې پانګه ده، د کبرا مایار مظهري او یا هم دمصطفی سالک ادبي پنځوني او ناولیټي هدیې دي، چي موږ په معاصره پښتوکي حساب پر کوو.

کله چي مي د قدرمن ملګري پوهنیار نثاراحمد آریا په غوښتنه د دې لیکني په اړوند متوجه سوم، کېدای سي د پښتني حقدار افسانه نګار(طاهر افریدي)څه حق مي ورادا کړئ وي، خو په بشپړه توګه به دا په دې معنی نه وي، چي پر اکاډمیک طرز به لیکل سوي وي، هیله من یم چي که کومه تېرتنه په وړاندي کېدونکي مقاله کي وه. پخپله بزرګي معاف کړئ.

په (۱۳۸۲) ل. کال چي د(هیواد ادبي کلتوري ټولني)د نورو غړو سره، چي هغه وخت مي د همدې ټولني د لمړي مرستیال په توګه دنده درلود په کوئټه کي د(پښتو عالمي کنفرانس)په غونډه کي ګډون درلود د نورو لیکوالانو تر څنګ د استاد همیش خلیل، رحمن بونیري تر څنګ په کراچي کي د جرس مجلې مدیر ښاغلي طاهر افریدي سره ولیدل. چي یقیناً دا رسالت يې د پښتو او پښتنو له پاره په مسؤلیت تر سره کاوه. دا دئ د هغه د ادبي ژانري ژوندانه د یوې برخي په اړوند دا لیکنه در سره شریکوو.

د افسانې په اړوند بيلابېل لیکوال مختلف نظرونه او دیدګاه وي لري، خو پر یوه خبره چي  تقریبآً د ټولو لیکوالو د نظر یووالۍ کیږي، هغه دا دی چي افسانه د رومانټیک ادب هغه برخه ده، چی اصلي ریښه ئې له ریالیزم سره سر نه خوري، خوImage  یا تصویر يې دومره جذاب وي، چي  د توجه ور اړولو په برخه کي ټولو لمړيتوب ورکول کیږي او د انسان ذهني صحنې ته داسي تومنه ورکوي، لکه هغه تصویر چي په حقیقت کي موجودوي.  دلته که مو هم د افسانې پر محور خبره کوو، کېدای سي د درانه افریدي اړوند د سیمینار له لید لوري پر بله ولاړ سو.

د افسانو یار او نګار لیکوال، د دې په عوض، چي موږ ئې په اړوند خبره وکړو دی خپله په دې اړوند لیکي [i] (په خپلو افسانو کي د کردارونو په نوم چي زه ئې خندولئ او ژړولئ یم) یا لکه [ii]چي ( زه ولي افسانې لیکم؟

شاید دا زما مجبوري وي، لکه څنګه چي تخلیق کول د فطرت مجبوري ده، همدغه رنګه زه هم د افسانې خیال را ونیسم)  افریدي په پورته برخه کي د فطرت څخه د افهام تومنه اخلي او بیا په هغه تومنه سره د خیال پنځونه د یوې افسانې په توګه انځوروي. هغه له فطرته څخه الهام واخیست، خو هغه دا الهام په مصور ډول نه، بلکي د یوې انګیزې یا  آغاز غوندي او بیا مجبور سو، چي اغاز ته د انجام ثابتولو په خاطر یو بشړ تصویر د افسانې په ډول وړاندي کړي.

افریدی بلا کوي د خپلي هري لنډي کیسې یا افسانې سر لیک داسي لیکي چي د narration   یا کیسې ویلو له پاره د توجه د جلب ترکیز پر لفظي تصویرکوي او د هیډ لین یا سرلیک له پاره داسي الفاظ اوډی چي د ټولي کیسې موضوع په محدودو الفاظو کي انځور سوې وي. د هغه د( موده پس اشنا راغلئ) په کتاب کي سمدستي د ټایټل پر منځ د(افسانې) په نوم له کلمې سره مخ کیږو، چي د ټول کتاب تومنه یوازي د همدې افسانې کلمه را ته روښانه کوي، چي کله د دې کتاب منځ ته ورځو هر سرلیک د یوې پیغام لرونکي افسانې ډول لري.

·     (د مرګ ویري) هغه سرلیک چي د هر ژوندي موجود او بی روحه کالبوت تر منځ د انفصال ټکی روښانه کوي او د کټلست رول تر سره کوي ،خو هیڅ کله په مادي ډول نه سي تر سترګو کېدلای او یا هم د دې سر لیک دوهمه کلمه(وېري) د وهمي جهان ټول کلمات په یوه لفظ کي د (وېرې) په نوم را پېژني، خو هیڅکه هغه په مسجم واقعیت نه ،بلکي په حقیقي واقعیت رالوتلونکې وهمي او رواني کرکټر وړاندي کوي.

·     د(سپینو حورو په هوس) د افسانې نوم، چي دعالم ناسوت په دې دنیا کي يې هر ډول انځور د عقل ضعف  د جورو په اړوند څرګندوي، خو د عقیدوي حقیقت یو نه رد کېدونکئ روڼ تصویر دی، چي موږ به په اخرت ورسره مخ کیږي، د دې سرلیک افسانوي رنګ انځو، ځکه موږ په دې دنیا کي افسانه ښکاري چي د ژوند په مرحله کي د حورو لیدنه شاذه یا نادره خبره ده.

ښاغلی افریدی په دې کتاب کي د اټکل پربنسټ نور داسي تیوریکل انځورونه لري، چي امکان او احتمال ئې دواړه په دې نړۍ کي کېدونکي دي. کیدای سي داسي یوه Narration یا کیسییز واقعیت تر اوسه نوي را منځته سوئ، خو کیدل ئې ممکن دی، لکه د یاد کتاب د څو افسانو په سرلیکونوکي چي ئې لوستلای سو د ساري په ډول: (ته نصیب د چائې او زه نصیب د چایم؟؟)یا(په دروازه کي لیکلئ نوم)او یا لکه (په دریچه کي پرته وزر وزر مرغۍ) او داسی نور …

د  افریدي (په ځنځیر تړلي خوب) [iii]نومي اثر کي د انتقادي ریالیزم کرکټر له ورایه ښکاري هغه د ماضي پر کرامت د ږغېدو په مفهوم یوه بسته لنډه کیسه صرفه په دوو یا درو کلمو کي خلاصه کړې او هغې ته همدا کلمات د سرلیک په ډول غوره کړي دي (ورک سوي خلګ) ، (آدم زاد په معنی) یا لکه (خود کرده) د افریدې د سرلیک غوره کیدني تر څنګ بل داښه هنر له ځانه سره لري، چي د هري کیسې له پاره داسي مبدا ټاکي، چي له بلي لیکل سوي کیسې سره ئې انګیزه مطلقاً توپیر لري.

د (لکه ځنګه چي)، (لکه څه ډول)، (تاسي ته معلومه ده )، (زما په نظر)، (تاسي ته دي وویل سي) اوپه نور… تکراري الفاظو ئې کیسې نه دي را پیل کړي، دهري کیسې پاره ځانګړې پیلامه لري، چي دا د افریدي قلمي شهکار ښیي.

د ښاغلي افریدي هنر پنځونه موږ ته په ادب کي نوی څرک را کوي، چي افسانه نګار ئې د هنر پنځوني منځنۍ لاره تعقیبوي د ښاغلي افریدي پلیوني ورته اړینه ده. دروند افریدی دپښتو ژبي یو ریښتونئ خدمتګار بللای سو.

که دروند افریدی پخپله لیکنه کي د Local Dialectic  سیمیز لهجوي لیکدود لاره غوره کړي ښايي هنر پنځونه به ئې په عمومي چوکاټ کي د پښتو ادب ترمینالوژي (د وی ریښې) نوره هم پیاوړې کړي.

په درنښت

قران مل غریبک

کندهار پوهنتون

دتضمین کیفیت عمومي مدیریت

[i] افریدی طاهر ( بیاهغه ماښام دی) ۸مخ
[ii] ذکر سوئ اثر ۱۱مخ
[iii] افریدی طاهر(په ځنځیر تړلي خوب) ټایټل مخ

.