کور / خبرتیا او پيغامونه / د نوي عيسوي کال د راسېدو له امله د مبارکۍ پېغام

د نوي عيسوي کال د راسېدو له امله د مبارکۍ پېغام

 سويډن –  مالمو د ۲۰۱۸ ز کال ددسمبر ۳۰   دنړۍ په گوټ گوټ کښي اوسېدونکوپه ځانگړې توگه هغوته چې په هيوادونوکښي ئې عيسوی کال هنداره رسميت لري  د۲۰۱۹ ز کال درارسېدوله امله دزړه له کومي مبارکی اونېکي هيلي وړاندي کوم هيله منديم چې  راتلونکی  کال ټول بشريت ته   دخوښيونه مالامال اونېکمرغه کال  وي  .    برادران وخواهران گرامي وشرافتمند افغان  درسرتاسر جهان ! انجمن فرهنگی دوستی دسويډن  مناسبت فرارسيدن  سال ۲۰۱۹ عيسوی  صميمانه ترين وگرمترين تبريکات قلبی خويش را به شماوخانواده هاي محترم تان ازصميم قلب تبريک ميگويم . ارزومنديم سال نوعيسوی براي همه باشنده گان کشورهاي جهان يک سال خوب،پرسعا دت  وکامگارباشد. دوستانو! دادی دنړۍ بې شمېره کړېدلی ولس  يوبل  په وينو لړلی کال هم شاته پرېږدي اونوی زکال ته دزياتوارزوگانو اواميدونوسره پيلوي . دنړېوال ناورېن اوناخوالوله امله  دوي يوڅه غواړي،هغه سوله ،ثبات  اوانساني کرامت ته درناوی . له بدمرغه په تيرکال کي دځمکې دکرې پر مخ اوسېدونکوولسونو په ځانگړې توگه افغانانو هيلي اوارزوگاني يوځل بيا په ناهيليو بدلي سوې .خلکوسوله غوښتل، مگر هغه رانه غله ؛په زيات شمير هيوادونوکښي لوږه، بېکاری،ناروغی،دښځې اوماشوم سره نارواکړني، اقتصادي ناخوالي،ظلم اوستم،دهېروئينواونورووژونکو توکوپټه اوښکاره سودا گري په ټول قوت پرخپل ځاي پاته وه . زموږ هيوادوالوهم لکه دنړۍ نورولسونه دنړيوالي ټولنې څخه  انتظاردرلودچي په تير ۲۰۱۸ زکال کښي به افغان  ولس دستونزو دهواری لاري چار ي ولټول سي اوزموږپه هيوادکي به سوله راشي .متاسفانه دافغان کړېدلې ولس دغه انساني ارزو تراوسه لاداميدونوپه ټال  کي ځانگي.موږ تراوسه لاهم ديوې روښانه راتلونکی ،سولي اوثبات  داسي کومې نښې نښانې نه گوروچي انسان ورته اميدوار اوسي.پخوا يوازي طالبان اونور جگړه  ماروه چي سوله یې له گواښ سره مخامخ کړې وه ،خو اوس يې پردې هيواد داعيش هم نازل کړ ی ،دايوه صادراتي اوبېگانه پروژه ده چي زموږ ولس ورته حيران پاته دی اوتراوسه پوښتنه کوي دامريکا خوزموږ سره دملگرتوب خبري کويوايي دلته سوله اوثبات راولو نودا داعيش له افريقانه  زموږ ترهيواده راورساوه ؟ متاسفانه دبهرنيو زبرځواکو دسياليو په پايله کي په ټول هيوادکي امنيت ټکنۍ دی ،دزورواکانو،جنگسالارو اوتنظيم سالارولخوا هرڅه ترپښولاندي کيږي،داخوپرېږده چي اوس هرکس اوناکس هغه دولتي مشرتابه ته   داسي گوت څنډنه کوي ته به وايي چې دا ټول واکمن همدا دوي دي .   دبهرنيو پلاس جوړو سوو ډلو ټپلوترمنځ دحاکميت دترلاسه کولوپرسرسيالي په درب روانه ده . زموږ گاونډيان په ځانگړې توگه پاکستان اوايران خپل دوه مخی اوافغان دښمنه سياست پرمخ بيايي.دوي نه يوازي داچي خپل اجنټان او روزل سوی  په  وسلوسمبال دلته دافغان  وژنی اوورانۍ لپاره رالېږي بلکې په افغانستان کي دننه دخپل هيواد دلاسپوڅوپوسيله له خپلو ټولوامکاناتونه دافغان ولس دزوروني لپاره دډول،ډول سياسي،اقتصادي اوپوځی فشارونه استفاده کوي . دافغان ولس دتکرارغوښتنوسره متاسفانه نړيوالي ټولنې په سرکې امريکادپاکستان څخه په کلکه داغوښتنه ونکړه چې دافغانستان په خاوره کي خپلوناروا لاسوهنوته دپاي ټکی کښېږدي .همداډول نړيوالي ټولني له ايراني اخوندانو پوښتنه ونکړه اونه یې دافغانستان پر وړاندي ددوي دغير انساني دريزپرخلاف ددوي پر وړاندي  کوم بندېزو لگاوه . متاسفانه  دملگروملتوسازمان اوددې سامان دامنيت شورا دافغانستان په کورنيو چاروکي دايران ،پاکستان اونوروهيوادونو دبربنډو تيريو اولاسوهنو پر خلاف  پخپله کومه ځانگړې غونډه کي دامسله مطرح نکړه  اونه  یې هم دپاکستان دپوځينانواوايراني اخوندانولخوا دافغانستان په کورنيو چاروکي مداخلوته گوت  نيونه وکړه . که امريکا اوناټودافغان ولس دښېرازی اوپرمختگ سره روښتيانۍ علاقه لري اوغواړي دلته سوله راسي نو ښه خبره داده چي دجگړې پرځاي دافغانستان داوسنی حاکميت دټولوخوابدواړخونو،ډلواوتنظيمونوسره بې له استثنا خبرې وشي اوهغوي  ته بيله کوم شرط نه دافغانستان په بياجوړونه کي دفعال گډون امکانات برابر شي .داپروسه بايد روڼه اودافغانانو دجرگو اومرکو دمنل سوی دود پر اساس پرمخ ولاړه سي . دا اړينه بولوچي دافغانستان دروښانه راتلونکې اوپه افغانستان کي دسولي اوثبات په خاطر دټولوخوابدو خواووپه گډون ديوه افغان شموله نړيوال کنفرانس دجوړېدوامکانات برابرشي  اوپدې کنفرانس کي ټولوافغانانوته هرچيري چې اوسی اودهرې نظر يې اوعقيدي خاوندوی دگډون امکانات  ورته  برابرسي . موږ اميدواريوچي په راتلونکي نوي عيسوی کال کښي به  نړيواله ټولنه دنړۍ او افغان ولس په وړاندي خپلو مسوليتونوته  جدی پاملرنه وکړي اوهغه ولسونو چي دجگړې داورپه لمبوکښي کړېږي له دې کړېدونه دتل لپاره د نجات لاره ولټوي . په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور