کور / سياسي / تېره مياشت کي زياته مرګژوبله لوستو کسانو ته اوښتې ده

تېره مياشت کي زياته مرګژوبله لوستو کسانو ته اوښتې ده

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ یا (CPAG) د معلوماتو پر اساس د ملکي مرګ ژوبلې په لړ کې کابل د درنې مرګ ژوبلې شاهد و د (CPAG)  را ټولې شوې شمېرې ښيي چې تېره ډسمبر میاشت له ۱۵ ولایتونو څخه د ولسي مرګ ژولې ۴۰ پېښې ثبت شوې دي، چې له کبله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۷۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې  ۱۸۴ شهیدان او ۹۴ نور ټپیان شوي دي. د دغه ګروپ معلومات ښيي چې له یادې شوې مرګ ژوبلې څخه یواځې ۵۵ ملکي کسان په کابل کې شهیدان شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي. د کابل تر ټولو خونړۍ پېښه د شهیدانو او معلولینو معینیت او ټولګټو وزارت پر ودانيو وه، چې په پایله کې يې ۴۷ ملکي کسان شهیدان او ۲۷ نور ټپیان شول له دغه جملې څخه ۷ ښځې شهیدانې او ۱۱ هم ټپیانې شوي دي. د یادولو وړ ده چې په دغه نښته او موټر بم برید کې ټوله مرګ ژوبله لوستو ځوانانو او د حکومت د ملکي برخې کارکوونکو ته اوښتې ده. که څه هم له یوې خوا په نړيواله کچه د سولې خبرې تودې شوي دي خو له بله اړخه د افغانستان په یو شمير ولایتونو کې جګړې زور اخیستی او په ترڅ کې يې پراخه مرګ ژوبله ملکي کسانو ته اوړي.  پکار ده چې یو ځل بیا پر  ملګرو ملتونو  سازمان او امریکا متحده ایالاتو غږ وکړو چي په افغانستان کې دې ملکي تلفاتو ته پاملرنه وکړي او په جګړه کې ښکېلې غاړې دې وهڅوي چې د ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي. دغه ګروپ د حکومت له وسله مخالفینو هم  یو ځل بیا په کلکه غوښتنه کوي چې پر ښارونو دې له ډله ییزو بریدونو څخه ډډه وکړي تر څو د ملکي وګړو پراخه مرګ ژوبله  تکرار نشي. یاد ګروپ چي د شاوخوا شلو مدني ټولنو څخه جوړ شوی، هره میاشت د ملکي تلفاتو رپوټ خپروي او په دې برخه کې د رسنیو او مختلفو ناستو او مجالسو له لارې د قرباني شويو کورنیو لپاره د عدالت غوښتنه کوي. د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ د نومبر میاشتي په اعلامیه کې د ملکي تلفاتو  شميره (۴۲۵) ثبت کړې وه چې (۲۱۳) شهیدان او (۲۱۲) هم ټپیان وو.