کور / تازه خبرونه / ولس: دولت دي پر کندهار اسانتياوي نه محدودوي

ولس: دولت دي پر کندهار اسانتياوي نه محدودوي

ولايت مقام د خلکو د پرلپسې غوښتنو او نيوکو پر اساس د عدليې له وزارت څخه غوښتنه کړې ده چي په دې ولايت کي د عدليې رياست ته بيرته د اسنادو د ژباړي او تصديق صلاحيت ورکړي.

کندهار، زابل، روزګان او هلمند د هيواد له ليري پرتو ولايتونو څخه شميرل کيږي او خلکو ته يې ډيره سخته تماميږي چي د يوې تذکرې، نکاح خط يا بل حقوقي او رسمي سند د ژباړي او تائيد دپاره کابل، هرات يا بلخ ته سفر وکړي.

د کندهار ډيرئ خلک هم له دولت او په ځانګړې توګه له عدليې وزارت څخه د لوی کندهار د خلکو د اسانتيا پخاطر عدليې رياست ته ددې صلاحيت د بيرته ورکړي غوښتونکي دي.

د لوی کندهار شازلمو د ولسي ټولني غړي حاجي حيات الله حبيبي له لراوبر سره په خبرو کي وويل چي کابل، مزار يا هرات ته د يوه سند لپاره نه يوازي دا چي د خلکو ډير وخت نيسي بلکي له اقتصادي او امنيتي اړخه هم دا يو غيرمعقول کار دی.

نوموړي پر دولت نيوکه وکړه چي د پوهني، لوړو زدکړو، روغتيا او نورو عامه خدمتونو په چارو کښي د کندهار او شاوخوا ولايتونو لومړيتوبونو ته څنګه چي لازمه ده هغسي پاملرنه نه کوي.