کور / تازه خبرونه / آيساف پر ملكي موټر ټكان وكړل، څلور مړه درې ټپيان سول

آيساف پر ملكي موټر ټكان وكړل، څلور مړه درې ټپيان سول


د آيساف ځواكونو د هلمند د سنګين ولسوالي په څاروان كلا كي پر يوه ملكي ټونس موټر ټكان وكړل چي له امله يې په موټر كي ناست څلور تنه مړه او درې نور ټپيان سول.
د آيساف له خوا لر او بر ويبپاڼي ته رسېدلې يوه خبرپاڼه د پيښي پخلى كوي او وايي چي د ياد سوي موټر چلوونكي ته يې د درېدو امر كړى و، خو هغوى درېدلي نه وه ځكه سرتېرو ټكان پر وكړل.
خبرپاڼه وايي د وژل سوو كسانو جسدونه يې خپلو كورنيو ته لېږلي او ټپيان يې په څرخكه الوتكه كي روغتون ته رسولي دي.
د آيساف ځواكونه په جنوب لوېديځه حوزه كي خپلو موټرانو ته په سل متره فاصله كي موټر او موټرسايكل نه پرېږدي، آن كه په عامو بازارونو كي هم وي، كه يې څوك كتار ونه ويني او يا د دوى له امر څخه سرغړونه وكړي پر هغه ځاى وژل كېږي.
دا لومړى ځل نه دئ چي بهرني ځواكونه پر ملكي موټرانو ټكان كوي، تر دې مخكي هم په هلمند، كندهار، زابل او روزګان ولايتونو كي ورته پيښي رامنځته سوي دي.
د كابل او كندهار د لويي لاري موټر چلوونكي د آيساف ځواكونو له دې كړني څخه شكايت كوي او وايي چي كله يې مخته كوم پوځي كاروان روان وي، د يوه ساعت لاره په درې ساعته وهي. او د آيساف ځواكونه ورته د تېرېدو اجازه نه وركوي.
بايد وويل سي چي د جون په مياشت كي آيساف ځواكونو د كابل او كندهار پر لويه لاره پر يوه مساپر وړونكي ۳۰۳ موټر هم ټكان كړي وه چي له امله يې د موټر سپرليو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
دا چي د آيساف ځواكونه ولي يوازي په جنوب لوېديځه حوزه كي ملكي موټران خپلو پوځي كتارونو ته نيژدې نه پرېږدي او ډزي ورباندي كوي، هغه پوښتنه ده چي جواب يې نه ليدل كېږي.