کور / تازه خبرونه / افغانستان كې تاوتريخوالى

افغانستان كې تاوتريخوالى

په افغانستان كې دامريكا پوځ وايي چې دوى د جمعې په ورځ د كاپيسا په ولايت كې يو عمليات ترسره كړى دى او په ترڅ كې يې لږ ترلږه يوه طالب پلوى سوله وال وژلى او يو شمير چاوديدونكي توكي يې تر لاسه كړي دي .د ايتلافي ځواكونو له خوا په يوه خپره شوې خبري وينا كې ويل شوي دي چې د كاپيسا ولايت د تګاب په ولسوالۍ ايتلافي ځواكونو څو داسې شكمن ځايونه وپلټل چې د بهرنيو اورپكو د پنا ځايونو شك پرې كيده خو دوى دوسله والو كسانو له غبرګون سره مخامخ شول او پر دوى يې د كوچنيو وسلو ډزې وكړې


دوى بيا ځواب وركړ او يو تن يې ووژاه .په همدې ترڅ كې طالبانو ويلي دي چې دوى د لوګر په ولايت  او د كندهار د سپين بولدك په سيمه كې د افغان او نړيوالو ځواكونو كاروان بريد لاندې راوستلى دى او مالي او ځاني زيانونه يې وراړولى دي.خو كومې خپلواكې سرچينې د طالبانو ددې ادعا تايد نه دى كړى