کور / تازه خبرونه / د بډو په تور نيول سويو چارواکودخپلو حقوقو داعادې غوښتنه کړې

د بډو په تور نيول سويو چارواکودخپلو حقوقو داعادې غوښتنه کړې

دننګرهار ولايت يو شمير هغه چارواکو چې ددندې پرمهال دلرې کړل شوي لوې څارنوال له لورې دبډو او اداري فساد په تور په زندان کې اچول شوي و دخپلو حقوقو داعادې غوښتنه وکړه.

دوې وايي چې دلوې څارنوال له لورې بې ګناه نيول شوي و او له دولت نه وغوښتل چې ښاغلى ثابت دې تر هغې له هيواده دباندې وتلو ته نه پريږدي ترڅو يې دقانون په چوکاټ کې له دوې سره سپيناوې نه وي کړئ .


دشنبې په ورځ دجلال اباد په ښار کې دننګرهار ولايت دپخواني ښاروال،دکرنې او مالدارۍ او بريښنا ريسانو په ګډون يو شمير له دندو ګوښه شوي دولتي مامورينو ديو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې خبريالانو ته وويل چې دوې ټول دلرې کړل شوي لوې څارنوال جبار ثابت له لورې بې ګنا او دهرډول ثبوت او اسنادو پرته نيول شوي و.دوې دغه راز وويل که دوې په رښتونې دقانون پرخلاف کړنې کړاې واې نو دمحکمې له لورې به ورته برات نه ورکول کيده دکرنې او مالدارۍ پخوانې ريس معلم سيدعزيز ذهير په دې اړه داسې وويل دجلال اباد پخوانې ښاروال محمدنعيم ستانيزې چې دلوې څارنوال له لورې ديوسلو شلو مليونو افغانيو په اختلاس نيول شوې و وويل دوې له ولسمشر کرزي نه غواړي چې  دوې ته دجبارثابت دواک پرمهال جوړې شوې دوسيې دې يوځل بيا ديو بې پرې پلاوي له لورې وپلټل شي او پرښاغلي ثابت دې ددغه پلاوي دپلټنو تر مالومولو پورې  له هيواده دباندې دتلو بنديز ولګوي  دغه راز دننګرهار دبريښنا پخواني ريس انجنير معراج الدين وويل ده ته دښاغلي ثابت له لورې دپنځه ديرش مليونو افغانيو اختلاص دوسيه جوړه شوې وه په داسې حال کې يوه افغانۍ پرې هم دثبوت تر بريده ونه رسول شوه .

ده وويل شخصيت ته يې زيان رسيدلې او له دولت او په ځانګړې توګه ولسمشر نه غوښتنه کوي چې له پخواني لوې څارنوال نه دې دده دشخصيت داعادې پوښتنه وکړي په ټوله کې دجبار ثابت له لورې زندان ته اچول شوو دولتي چارواکو او مامورينو پرنوموړي دا تور هم ولګاوه چې ترلاس لاندې کارکوونکو يې ددوې نه دخلاصي په بدل ګې دبې شميره ډالرو دورکړې غوښتنه کوله، په همدې ننې مطبوعاتي کنفرانس کې راټولو شويو خبريالانو ته پخواني لوې څارنوال عبدالجبار ثابت دتليفون پرمټ په داسې حال کې چې ددغه دولتي چارواکو او مامورينو له لورې دده په کارکونکو دبډو داخيستلو لګيدلى تور تر يو بريده مانه او ويې ويل چې ځينې څارنوالان يې ددې چارې په ترسره کولو له دندې ګوښه کړي خو په ټوله کې يې پرده لګول شوي تورونه بې بنسټه وبلل او ويې ويل چې که چيرې دوې بې ګناه وايي نو ولې هريوه ته دمحکمې له لورې دبند سزا اورول کيده عبدالجبار ثابت چې خواوشاه دوه کاله وړاندې يې دافغانستان دلوې څارنوال په توګه دولسي جرګې نه په دې نوم چې په هيواد کې به داداري فساد پرخلاف جهاد اعلانوي دباور رايه واخيسته او دخپل کار په موده کې يې دهيواد په بيلابيلو سيمو کې يو شمير ټيټ پوړي او لوړپوړي دولتي چارواکي دبډو او اختلاص په تور تر نيولو وروسته زندان ته واچول خو په ځينې سيمو کې بيا له ستونزو سره هم مخامخ شو ،نوموړې يوه اونۍ وړاندې وروسته له هغې دولسمشر کرزي له لورې له دندې ګوښه شو چې دجمهوري رياست په راتلونکو ټاکنو کې يې دکانديد په توګه دبرخې اخيستو اعلان وکړ.