کور / سياسي / سېلاب، انقلاب او پي ټي ايم

سېلاب، انقلاب او پي ټي ايم

    Abdul Qahar Hemat

‎کله چې سېلاب راځي نو اول اسمان کې اوریها یا تالنده او څوک ورته ورېځې هم وایي راشي، بیا لږ لږ باد او شمال شي وروسته موسم تېاره غوندې شي او یو دم باران تېز شي، بېا د ځمکې ګردونه چې ‌‌‌‌‌‌ډېر وخت یې اوبه نه وي لیدلې له سېلاب سره ‌‌‌‌‌‌ډېره مرسته کوي نو د ځمکې ګرد او د تېز باران د اورښت له وجې دواړه سره یو شي او سېلاب ترې جوړ شي، بېا نو دا نه ګوري چې دا بوټی دی او که کور یا دا سمه ده او که ورانه، له ېوې مخې ټول سره وړي.
‎او سېلاب اکثراً په وچو او خوشکو سیمو کې راځي .
‎انقلاب : کله چې انقلاب راځي نو هم عینن لکه سېلاب ورته نښې لري ، کله چې په ېوه سیمه کې ظلم ‌‌‌‌‌‌ډېر شي، د مظلوم غږ وانه ورېدل شي، د خلکو مال او ځان محفوظ نه وي نو بیا د سیمې اوسېدونکي مجبور شي چې یو یون رامنځ ته کړي، انقلاب همېش د حد څخه د زېاتو ظلمونو په مقابل کې راځي او انقلاب همېشه کمزورې طبقه شروع کوي .
‎پي ټي ایم او انقلاب : له تېرې ېوې نیمې پېړۍ څخه د پښتون افغان په سیمه د انګرېز سامراج لخوا د ظلمونو ېا په یو شکل سره استعمار روان دی چې کله په یو نوم او کله هم په بل نوم د دې سیمې خلک زوروي، ‌‌‌‌‌‌ډېر مخکې به نه ځو ځکه لدې مخکې هم پدې خاوره د وخت د ضرورت مطابق انقلابونه راغلي خو کله چې د انګرېزانو د وتلو څخه وروسته انګرېزانو د خپل اقتدار یا د خپلو پالیسیو د عملي کولو په خاطر د پاکستان په نوم یو هیواد منځ ته راووړ چې له همغې ورځې یې پدې سیمه سور اور بل کړی دی او د پښتنو نسل وژنه، د پښتنو په طبعي زېرمو خېټه اچول او دوي ته انساني او بنیادي حقوقو نه ورکول روان دي، له تېرو اوه لسو کالو په پښتونخوا خصوصاً په سوات او وزیریستان کې د پاکستان نومي ریاست داسې ظلمونه وکړل چې د بشر په تاریخ کې د بښلو ندي، پاکستان به پدې خاوره کې یو کس ووشت او د لاش په بدل کې به یې د مقتول له کورنۍ څخه پيسې غوښتلې پخوانی مثال یې د بابړې د پېښې دی چې زیات او کم شپږ سوه پښتانه یې قتل عام کړل او بیا یې د وشتل شویو کارتوسو پيسې ترې غوښتلې او وروستی مثال یې زمونږ او تاسو د سترګو وړاندې د شهید نقیب لاش وو چې دوي قتل هم کړ بیا is یې لاش نه ورکاوه او درې لکه روپۍ یې غوښتلې ، کله به یې چې یو پښتون قتل کړ د مقتول کورنۍ به د انصاف غوښتنه له ‌‌‌‌‌‌ډار څخه چا نشوه کولای، د پاکستان په نوم ریاست به هم پښتون وواژه او هم به یې بېرته می‌‌‌‌‌‌ډيا ته دشهتګرد معریفي کړ، د پنجاب دې سامراج د پښتون په کلتور او په ژبه حمله وکړه ، د ای ایس ای یا د ارمي نوم به چا چې واخیست داسې وو لکه نعوذ بالله چې خدای ج ته دې کنځل وکړل ، نو ای ایس ای او فوج په شریکه د خپلو عملونو په نتیجه کې اخیر دا قام مجبوره کړ چې راپاڅي او د خپل حق چې هغه انساني ژوند دی وغواړي او ترلاسه یې کړي.
‎راځم دې ته چې انقلاب څنګه راځي، د پي ټي ایم انقلاب د شهید نقیب د شهادت څخه سرچینه واخیستله او همدا شان تر اوسه روانه ده ، لکه څنګه مې چې لوړ لیکلي دي چې پاکستان په پښتنوله حد څخه زیات ظلمونه وکړل نو د منظور په نوم یو شپږویشت کلن ځوان راپاڅېد او د پښتون د حق غوښتنه یې وکړله خو د پاکستان ریاست نه تنها دا چې د پي ټي ایم پنځه اساسي او قانوني غوښتنې نه مني بلکې ورځ تر بلې د پي ټي ایم مشران او عوام نیسي ،جېلونو ته یې اچوي، وهل او ټکول ورکوي، د پي ټي ایم په مشرانو ځای پرځای ایف ای ارونه کاټ کوي، له بهرني سفرونو یې منع کوي، د تحریک په قائيد منظور پښتون باندې یۍ د سند او بلوچیستان تګ بندیز ولګاوه، د دوي جلسو ته اجازه نه ورکول کېږي، په جلسو کې ورته قیسما قیسمه رکاوټونه رامنځ ته کوي، نو دا ټول هغه څه دي چې انقلاب یا یون ته لار هواروي او په ‌‌‌‌‌‌ډېر لن‌‌‌‌‌‌ډ وخت کې به یې ووینئ چې دا سپيڅلی تحریک به یو سپيڅلی انقلاب راولي.
‎د پښتون ژغورنې غورځنګ د کامیاب انقلاب په هیله

عبدالقهار همت

سېلاب، انقلاب او پي ټي ايم