کور / اقتصادي / د ولسمشر اقتصادي سلاکار: “په کندهار کي صنعت کارانو ته وړيا مځکي ورکوو”

د ولسمشر اقتصادي سلاکار: “په کندهار کي صنعت کارانو ته وړيا مځکي ورکوو”

د پنجشنبې په ورځ په اقتصادي برخه کي د ولسمشر اشرف غني سلاکار وزير سيروس علاف له سرپرست والي عبدالحنان منيب سره په تجارتي خونه ( اطاق تجارت ) کي د يوې سوداګريزي غونډي پرمهال وليدل چي پکښي د ولايتي شورا غړي، د يو شمېر دولتي ادارو استازو او مسؤلينو او په زيات شمېر سوداګرو ګډون کړی وو.
په دغه غونډه کي راغلي وزير وويل : کندهار ته مو له راتګ څخه موخه د دغه ولايت د سوداګرو سره ليدل او د هغوی د ستونزو څخه ځان خبرول دي.
ښاغلي علاف وويل : د کندهار ولايت صنعت کارانو ته د يوې ځانګړي طرحي له مخي وړيا مځکي په پام کي نيول سوي ترڅو هغوئ خپل لومړنۍ اړتياوي ورباندي پوره کړي، همدارنګه يې خوښي وښودل چي کندهار ته وارداتي برېښنا هم راتلونکې ده.
په دغه غونډه کي سرپرست والي عبدالحنان هغه ته ښه راغلاست ووايه او له هغه څخه يې مننه وکړه چي په ولايتي سطحه د سوداګرو د وړانديزونو او ستونزو د اورېدلو په موخه يې دغه ولايت ته سفر کړی.
ښاغلي منيب وويل : د کندهار په سطحه يې اقتصادي طرحه ترتيب کړې چي زراعتي، صنعتي او تجارتي مسائل پکښي ځاي پر ځاي سوي دي، هغه زياته کړه : د دغه مسائلو ترڅنګ په دغه طرحه کي د سوداګرو اړوند وړانديزونه، غوښتني او ستونزي هم ټاکل سوي دي.
همدارنګه په دغه غونډه کي يو شمېر ملي سوداګرو د خپلو روانو چارو په اړه هر اړخيزه معلومات او يو شمېر ستونزي له راغلي وزير سره شريکي کړې او ويې ويل : د دغه ستونزو له جملې څخه يې يوه هم د ګمرکي تعرفې لوړېدل دي چي سوداګريزه برخه يې له خنډ سره مخ کړې ده.
دغه سوداګرو وويل : جواز ورکوونکي نهادونه دي سوداګرو ته د جواز ورکولو په وخت کي له هغوی څخه پوره تضين واخلي ترڅو د هغوئ صادراتي او وارداتي مالونه د دغه تضمين له مخي کنټرول او د فساد مخه نيول سوې وي.