کور / #PTM / ټانک لویې جلسې په تړاو د مبارکۍ ځانګړی پیغام

ټانک لویې جلسې په تړاو د مبارکۍ ځانګړی پیغام

نېټه: 2019/01/13

د پښتون ژغورنې غورځنګ نن د ټانک تاریخي جلسه کې ثابته کړه، چې د پنجاب استعمار نه مني او تر هغو به یې مبارزې جاري وي، تر کومه چې یې له پنجابي ریاست څخه حقونه تر لاسه کړي نه وي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ  مشر منظور پښتون نن د ټانک تاریخي جلسې ته وویل، چې پاکستانی حکومت له پنجابیانو جوړ دی او نورو قومونو په وړاندې له تشدد څخه کار اخلي او دغه لړۍ یې تر ننه جاري ساتلې ده.
نوموړي خبرو کې وویل که یې په جلسو حقونه رانه کړل، نو دلوی افغانستان موسس احمد شا بابا لار به انتخابوي او له پنجابي ریاست څخه به په زور خپل حقونه تر لاسه کړي.
ټانک تاریخي جلسه ځکه بې ساري وه، چې په زرګونو محکومو افغان ځوانانو، پېغلو پنجابي ریاست قاتل وبلل، چې  د لکونو افغانانو په وینو یې لاسونه رنګ دي او اوس وخت راغلی، چې د قاتل لاسونه پرې او د خپلو اعمالو په سزا ورسېږي.
اوس د هغه خبرې تعبیر هم سرچپه راوخوت، چې پښتنو پردې اتفاق کړی چې اتفاق به نه کوي، خو له تېر یوه کال راهیسې په محکوم افغانستان کې د پنجابي اشغال د خاتمې لپاره ولسي غورځنګ رامنځ ته شوی او له ورځې بلې ته یې دريځ پیاوړی کېږي او ددغه کاروان لارویان زیاتېږي.
لوی افغانستان تحریک محکوم او ازاد افغانستان کې ټولو مبارزو وروڼو او خوېندو ته د ټانک تاریخي جلسې مبارکي وايي او همدارنګه په ټوله نړۍ کې خورو، ورو افغانانو هیله لري، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ټینګه ملا وتړي او په نړیواله کچه د پنجابي ظالم ریاست په وړاندې پیاوړی دريځ خپل او د لوی افغانستان په محکومو ولایتونو کې د پنجابي اشغال د ختمېدو هڅې ګړندۍ کړي.
په درنښت
جمیل وقار
د لوی افغانستان تحریک
ازاد افغانستان/ کابل