کور / سياسي / د انتخاباتو ځنډېدل: تاواني لوبه

د انتخاباتو ځنډېدل: تاواني لوبه

ليکنه: نجیب منلی

د ټاکنو «خپلواک» کمیسیون د ولسمشرۍ ټاکنې و ځنډولې او لاپه یې وکړه چې څلور ټاکنې به په یوه ورځ له مخکې ټاکل شوې نېټې درې میاشتې وروسته کوي.

کمیسیون د خپلې پرېکړې په توجیه کې ډېرې پلمې او بهانې ذکر کړې دي چې یوه یې په ژمي کې ساړه او یوه بله یې د کمیسیون د وړتیاوو کموالی دی.

د ژمي او یخنۍ خبره د کمیسیون له خوا پر ځان او پر ملت ملنډې وهل دي: کله چې څو ورځې د مخه کمیسیون د حمل ۳۱ د انتخاباتو له پاره وټاکله، هغه مهال دوی نه وو خبر چې په ژمي کې د افغانستان په ګڼو سیمو کې هوا سړه وي. هغه کومې نوې څېړنې وې چې دا ستر واقعیت یې د یوې اونۍ په ترڅ کې را برسېره کړ؟

د کمیسیون د وړتیاوو خبره هم په زړه پورې ده: د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو، د کمیسیون د اصلاحاتو خبره مطرح وه. د میزان په میاشت کې پارلماني ټاکنې وشوې چې نتایج یې تر اوسه نه دې اعلان شوي. دا د کمیسیون د اوسنیو وړتیاوو عیني انځور دی. په دریو میاشتو کې به کومې داسې معجزې وشي چې همدغه کمیسیون خپله وړتیا دومره لوړه کړي چې هم مهاله به څلور بېلابېلې ټاکنې په بریالیتوب تر سره کړي.

حکومت هم په خورا جرأت داسې څرګندوي چې ګواکې د کمیسیون پر پرېکړو هېڅ ډول مستقیم او غیر مستقیم اغیز نه لري خو د هرې پرېکړې په درشل کې د حکومت او کمیسیون تر منځ پټې او نیمه ښکاره ناستې کېږي.

د کمیسیون خپلواکي هماغومره د باور وړ ده لکه د ټاکنو د ځنډولو له پاره چې د کمیسیون توجیهات د باور وړ دي، نو په دې خبره کې چندان شک نه پاتې کېږي چې حکومت او کمیسیون په ګډه د یو بل څه په لټه کې دي. دا «بل څه»، څه کېدای شي؟

هغه ډلې او اشخاص چې په ټاکنو کې ونډه اخیستل غواړي، ځانونه له حکومت او برحاله ولسمشر سره په تناظر کې ګوري. په بل عبارت د ولسمشر له ټیم پرته نور ټول کاندیدان په یو ډول ځان له ولسمشر سره په رقابت کې ویني. دوی داسې انګېري، یا لږ تر لږه داسې ادعا کوي، چې ګواکې حکومت ټاکنې د دې له پاره ځنډوي چې په ټاکنو کې د لاپراخو درغلیو له پاره نوي تدابیر ونیسي چې د اوسني ولسمشر بیا ټاکل کېدو ته لار هواره شي.

د انتخاباتو او په انتخاباتو کې «انجنیري» هغه څه دي چې لا تراوسه یې دقیقه فارموله نه ده موندل شوې. هر څوک له خپل وس سره سم هڅه کوي د واقعي رایو په نسبت د ځینو تخنیکي «چلونو» په مرسته د رایو د صندوقونو محتوا په خپله ګټه بدله کړي. د ۲۰۱۴ کال د رایو پاڼې، د نړۍوالو څارونکو په حضور کې، بیا بیا وشمېرل شوې. هغعه واقعیت چې ټول پرې خبر دي او هېڅوک یې منلو ته غاړه نه ږدي، دا دی چې دواړو ټیمونو، علی السویه، درغلي کړې وه چې په وروستیو پایلو کې د دواړو لورو درغلۍ سره خنثی شوې او د حکومتي واک وېشلو ته مصنوعي لارې جوړې شوې. په وروستیو پارلماني ټاکنو کې، د یو ډېر ساده لوحانه تحلیل پر بنسټ، داسې وانګېرل شوه چې د نوو تخنیکي وسایلو کارول به په تخنیکي ډول د درغلۍ مخه ونیسه. واقعیت بل رنګ شو. د نوو تخنیکونو کارولو، په ټاکنو کې، د درغلیو سپینول لا ستونزمن کړل. په ډاډ سره ویلای شو چې په راتلونکو ټاکنو کې به هم د تېر په څېر د درغلیو هڅه کېږي او د ټاکنو پایلې به په یو ډول نه یو ډول بې اعتباره کېږي.

تېرو تجربو ته په کتو، د انتخاباتو د انجنیرۍ پروسه، سل په سلو کې له ناکامۍ سره مخ کېږي او دا لوبه «د صفر جمعې لوبه» بلل کېدای شي چې هېڅ ګټونکی نه لري، خو واقعیتونه ممکن بل لوری ونیسي.

د ټاکنو ځنډول، په هر موخه چې وي، د حکومت په تاوان لوبه ده. په افغانستان کې د واک پروړاندې ټولنیز-سیاسي برخورد، همېشه د ولسي ملاتړ برخورد دی. د تاریخ په اوږدو کې، افغانانو همېشه د برحاله حاکم ملاتړ کړی دی، که دا ملاتړ په فعال ډول د مشر تر شا د درېدلو له لارې وي او که په انفعالي ډول د مشر د مخالفینو سره د نه یوځای کېدلو له لارې. په افغاني ټولنه کې د واک د لېږد له پاره یوازې دوه ممکنې طریقې وجود لري: یا به برحاله واکمن په زور او قهر له واکه لوېږي او یا به په طبیعي ډول (په اکثرو مواردو کې د واکمن مړینه او په یو مورد کې قانوني ممانعت) واکمن بل واکمن ته ځای پرېږدي. تر اوسه داسې نه دي شوي چې کوم واکمن دې په خپله خوښه واک پرې ایښی وي.

د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې ښاغلي کرزي دا قانوني امکان درلود چې په واک کې پاتې شي او د امریکا د صریحې مداخلې سره سره، په واک کې پاتې شو. په ۲۰۱۴ کال کې ښاغلي کرزي په واک کې د پاتې کېدو قانوني حق نه درلود نو ځکه، له ستونزو سره سره، د واک لېږد ممکن شو او ښاغلی غني په سوله ییز ډول واک ته ورسېد. د ښاغلي کرزي له خوا وړاندې شويو کاندیدانو هم د ولس قناعت حاصل نه کړ.

که د ټاکنو پروسه په خپل طبیعي سیر کې پاتې شوې وای، نو د افغانستان سیاسي تاریخ ته په کتو، د ولسمشر غني په قدرت کې پاتې کېدل حتمي وو. د تاریخي تولنیز-سیاسي برخورد له مخې رقیبو شخصیتونو لا خپل ولسي مشروعیت نه و تثبیت کړی، او په واک کې ولسمشر د عام ملاتړ د ساتلو له پاره پر ټوله دولتي دستګاه تکیه کولای شوه. له بل لوري، د ولسمشر رقیبانو ډېر وخت له لاسه ورکړی دی. که چا واقعاً غوښتل چې په انتخاباتو کې د ګټونکي دریځ خپل کړي نو ورته په کار وه چې کم له کمه یو کال، یا تر هغه زیات یې له ولسونو سره تماس نیولی وای او خپلې طرحې یې ورسره شریکې کړې واي. دا کار هېڅ یوه احتمالي کاندید و نه کړ.

د ټاکنو د تقویم لومړي ځل اعلان احتمالي کاندیدان دې ته اړ کړل چې میدان ته راووځي. که ټاکنې په خپل طبیعي بهیر کې پاتې شوې وای نو رقیبانو یوازې څو اونۍ وخت درلود چې ولس سره خپل سیاسي نظریات شریک کړي. اوس چې احتمالي کاندیدانو خپل نیتونه څرګند کړي دي، هر څومره چې ټاکنې ځنډېږي هماغومره په واک کې د ولسمشر غني بقا تر ګواښ لاندې راځي.

د ولسمشر رقیبو کاندیدانو ته په کار دي چې له دې فرصت څخه استفاده وکړي او خپلې تېرې شوې تورې بېرته په تېکي ننه نه باسي. که څه هم مشکله ده چې یو اوږد سیاسي دود په څو میاشتو کې بدل شي، مګر د حکومت دغه بې پامه اقدام یوه لار پرانیسته چې تاریخي بدلونونه هم شوني کوي.