کور / راپور / خپله خاوره، خپل اقتصاد، خپل اقتدار علمي سمینار

خپله خاوره، خپل اقتصاد، خپل اقتدار علمي سمینار

د خدای بښلي باچاخان او ولي خان د ځانګړې اونۍ په یاد د لوی افغانستان تحریک اطلاعاتو فرهنګ وزارت کې یو ورځنی علمي او څېړنیز سمینار رابللی و، چې د ازاد افغانستان په قلموالو او د نظر خاوندانو سربېره د پښتون ژغورنې غورځنګ د کور کمېټې غړي لیکوال او شاعر خان زمان کاکړ په انلاین بڼه د یاد سمینار ویناوال و.

لوی افغانستان تحریک مشر جمیل وقار د باچاخان او ولي خان یاد غونډه کې ګډونوالو ته د یاد سمینار پر اړتیا خبرې وکړې او د باچاخان د عدم تشدد مبارزې په ارزښت یې خبرې متمرکزې وې، په لروبر کې استعماري قوتونو پر ضد خپلې خاورې، خپل اقتصاد او خپل اقتدار چې یاد سمینار ته همدا نوم ورکړل شوی و، تم شو او د خپلواکۍ لاس ته راوړلو په برخه کې یې د عدم تشدد مبارزه وستایله او باچاخاني نظریه په حقیقت کې د لوی افغانستان د جوړېدو فکر او ایډیال و، ځکه خو باچاخان د خپل وصیت له مخې ازاد افغانستان په جلال اباد ښار کې خاورو ته وسپارل شو.

د پوهنتون ډاکټر استاد فیض محمد ځلاند بیا افغان سیاستوال وننګول، چې تر اوسه یوه سیاستوال هم د باچاخان په څېر مبارزه کړې نه ده، اروښاد باچاخان د لوی افغانستان هرې سیمې ته تللی او درانه قومونه یې یووالي او یو موټیتوب ته رابللي او خپله مبارزه یې تر مرګه جاري وساتله، د یوه داسې سیاستوال مبارزه د ستایلو ده، چې له مرګ څخه وروسته هم موږ ته د یووالي درس راکوي.

د جان هاپکنیز پوهنتون پروفیسور ښاغلي کارټر مالکیشن د باچا خان او مارټین لوټر په همفکري په روانه پښتو علمي وینا وکړه او په خپلو خبرو کې د امریکا کورنۍ جګړې، په هغه کې د مارټین لوټر په هڅو او د عدم تشدد مبارزې کې د باچا خان په فعالیتونو خبرې وکړې.

نوموړي وویل باچا خان د افغانانو په څېر متشدد ملت ته د عدم تشدد مبارزې لاره وښوده او د شومو دسیسو په وړاندې باخبره وساتل.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون کمیشنر او د هیواد نامتو نقاش حمدالله ارباب د باچاخان د حوصلې او د عدم تشدد مبارزه کې د مېرمنو ونډه او د ژوند ټولو چارو او مبارزه کې مېرمنو ته د ونډې ورکړې یې د خبرو چورلیز جوړاوه.

د کابل پوهنتون استاد محمود مرهون د پښتون افعان بیدارۍ تر هر څه مهمه وبلله او زیاته یې کړه، چې دغه ډول غونډې او سمینارونه د افغان ولس په بیدارۍ او لروبر په یووالي کې مهم او بارز رول لري.

د قومونو او قبایلو چارو وزارت پیغام د یاد وزارت د خپرونو ریس وحیدالله خاورې د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل او د لوی افغانستان تحریک څخه یې په مننې وویل، چې دا د هر افغان ملي مسوولیت دی، چې د لروبر د یووالي په برخه کې خپله هڅې ګړندۍ کړي.

د قومونو او قبایلو چارو وزارت هڅه همدا ده، چې د لروبر د یووالي لپاره د لوی افغانستان مشاهیرو، سیاستوالو په مبارزو علمي سمینارونه جوړ کړي، لوی افغانستان تحریک سره په دغه ډول علمي او فرهنګي سمینارونو کې د قومونو او قبایلو چارو وزارت ملګری او ملاتړی دی، د لوی افغانستان تحریک له ملګرو نه مننه کوي او د هڅو قدرداني یې لازمي بولي.

د محکوم افغانستان مبارز، سیاستوال، لیکوال او شاعر خان زمان کاکړ وینا ته وار ورسېد، نوموړي په خبرو کې د خان عبدالغفارخان او ولي خان پر مبارزو مفصلې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، باچاخان د محکوم افغانستان د ازادۍ یو داسې سرلاری دی، تر څو چې موږ یوو؛ نو د خپلواکۍ مبارزې د بریا لپاره باید د باچاخان لاره تعقیب او تر هدفه ورسېږو، خان زمان کاکړ په محکومه خاوره کې د اصلاح افغانیه، خدايی خدمتګارانو او پښتون اوونیزې په اغېزو او د خلکو په ذهني رغونې کې د دې بنسټونو په رول خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه په ازاد افغانستان کې د غازي امان الله خان او په محکوم افغانستان کې د باچا خان تحریک د ملت په فکري او اجتماعي جوړښت کې با مسوولیته رول ادا کړی دی.

ښاغلي کاکړ د عوامي نشنل ګوند د رامنځ ته کېدو په تړاو هم خبرې وکړې او تر څنګ یې د پښتون ژغورنې غورځنګ د روانو احتجاجونو او د محکوم افغان د ازادۍ په لاریونونو کې د مصروفیت له کبله خبرې لنډې کړې.

سمینار په لوی افغانستان کې د سرتاسري امن او افغان یووالي په دعا سره پای