کور / سياسي / تر ارګ چاپېره کړۍ دې ټرېننګ سي

تر ارګ چاپېره کړۍ دې ټرېننګ سي

ليکنه: مطیع الله مطیع

ولسمشر غني د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال دا خبره کړې وه چې د ارګ دېوالونه به نړوي او ولسونو ته به د ارګ لارې پرانیزي. دا خبره په خپل ځان کې ډېره موثره وه او ولسونو دا فکر کاوه چې له دې وروسته به کولای سي، خپلې ستونزې نېغ په نېغه له ولسمشر سره شریکې کړي.

کله چې ولسمشر غني واک ته ورسېد، ټول ولسونه خوښ او د یوه روښانه راتلونکي خوبونه یې لیدل. دا احساس یواځې او یواځې د ولسمشر غني له برکته و، ځکه هغه د اصلاحاتو ژمنې کړې وې، له فساد سره یې مبارزه پیل کوله او ټول فاسدین او غله چارواکي یې د قانون منګلو ته سپارل. په دې سره یې د ولسونو پراخه ملاتړ تر لاسه کړ. ما په خپله د ولسمشر غني بې حده ملاتړ وکړ، په ټولنیزو رسنیو کې مې د هغه په ملاتړ ژوندۍ خپرونې پیل کړې او ولسونه مې پرې راټول کړل.

دا حقیقت باید هېر نه کړو چې ولسمشر غني په خپله د دې هېواد د بیا رغونې پلان او اراده لري، مګر هغه یواځې یوه ستونزه لري. هغه دا چې د خپل دوست او دښمن تفکیک نه سي کولای. هغه کسان چې په چاپلوسۍ کې PHD لري، نوموړی یې تر اغېز لاندې راوستلی دی او د هغه ترڅنګ یې ځای پیدا کړی دی. دا هغه کسان دي چې نه ملي ګټې پېژني، نه وطن دوستي او نه د دغه جګړې ځپلي ولس ستونزې درک کولای سي. دوی یواځې په دې فکر کې دي چې څنګه په واک پاتې سي او خپل جېبونه ډک کړي.

که حقیقت ته راسو، دا کسان د ولسمشر غني په سیاسي بګرونډ خوار ژور اغېز پرې باسي. دوی دوه مخي خلک دي چې د ولسمشر په وړاندې د چاپلوسۍ څېره استعمالوي او د ولسونو مخ ته بیا خپله دیکتاتوري کوي. په دې کې هېڅ شک نسته چې د دې کړیو له امله به ولسمشر زیات ولسونه له لاسه ورکړي وي.

مونږ د دې لپاره ډېر چغې ووهلې چې له ولسمشر څخه چاپېره کړۍ د کار خلک نه دي او ولسمشره دا کړۍ دې نوم او شخصیت ته تاوان رسوي، مګر یا خو ولسمشر زمونږ په دې خبرو ځان نه پوهوي او یا همدې چاپېره کړیو ولسمشر ته د دې خبرو د رسولو مخنیوی کوي.

زه په دې اند یم که چېرې دا کړۍ په همدې ډول پاتې سي، نه یواځې دا چې ولسمشر ته به په راتلونکو ټاکنو کې د پام وړ ملاتړ پاتې نه سي، بلکې خپل تېر بګرونډ به هم ورته بې اغېزې کړي.

زه له نړیوالو غواړم چې که چېرې په واقعیت کې له افغانستان سره مرسته کوي، نو د ولسمشر غني تر څنګ چاپېره کړۍ دې ټرېننګ کړي او هغوی ته دې د بشري او انساني اړیکو او ارزښت

زده کړه ورکړي. دوی ته دې وښیي چې جېب ډکول او دیکتاتوري انسانیت نه؛ بلکې وحشت دی. ولسمشر غني دې پر دې پوه کړې چې ترې چاپېره کړۍ دې اصلاح کړي، څو د ارګ نوم بد نه سي او د ولسونو ملاتړ را خپل کړي.

زه په دې فکر کې یم چې د ارګ روان وضعیت د هېواد په ګټه نه دی او باید نړیوال په دې برخه کې مرسته وکړي او ولسمشر له خپل دوست او دښمن څخه خبر کړي.