کور / #PTM / پېښور پريس کلب: د استخباراتو د فشار له امله د پښتون ژغورني غورځنګ سمينار ته اجازه نه سي ورکولای

پېښور پريس کلب: د استخباراتو د فشار له امله د پښتون ژغورني غورځنګ سمينار ته اجازه نه سي ورکولای

په پېښور کي د پښتون ژغورني غورځنګ مشران وايي، چي د قومي مسالو په تړاو ئې پېښور پريس کلب د سمينار جوړلو مخه نيولې ده.

د غورځنګ مشران وايي، دوی ته د پريس کلب له لوري ويل سوي چي د ځينو کړيو د فشار له امله دوی ته د سمينار جوړولو اجازه نه سي ورکولای.

په پېښور کي د غورځنګ يو مشر رحيم شاه وايي، يوه اونۍ وړاندي ئې د سمينار جوړولو لپاره په پريس کلب کي نومليکنه وکړه، خو تېره ورځ د کلب مشرانو ورته وويل، چي د ځينو نامالومه کړيو له خوا پر دوی فشار راوړل سوی چي پښتون ژغورني غورځنګ ته د سمينار اجازه ورنه کړي.

د رحيم شاه په خبره، په دې سمينار کي د قومي ستونزو سربېره د ټرانسپورټ او د موټرانو د تمځايونو په تړاو خبري کېدلې.

پاکستاني چارواکو په وارو وارو د پښتنو د قومي مسالو په تړاو د خبرو اترو، لاريونونو او خبرونو مخه نيولې ده.

پښتون ژغورني غورځنګ په سيمه کي د پښتنو د حقوقو لاسته راوړولو لپاره مبارزه کوي، خو د پاکستاني استخباراتو او چارواکو له لوري ئې پر وړاندي ستونزي رامنځ ته کوي او د غونډو او لاريونونو مخه ئې نيسي.

بل خوا د پښتون ژغورني غورځنګ نن د پنجشنبې په  ورځ د خپل یوه مهم مشر عالم زېب مسید د نیولو خلاف د سترو لاريونونو خبره کړې ده.

د غورځنګ مشران وايي، که عالم زيب مسيد راخوشي نه سي دوی به ئې په ملاتړ پراخ لاريونونه وکړي.

د کراچۍ په سهراب ګوټ کي د پښتون ژغورنې له غونډې وروسته عالم زېب مسید او نور مشران ونیول سول.

او نوموړی په پټ مخ د کراچۍ يوې محکمې ته وړاندي سو.

پاکستان هڅه کوي د تشدد او زور زياتي په مټ د پښتون ژغورني غورځنګ مبارزه ختمه کړي او د حق غوښتلو دا اواز خاموش کړي، خو اوس د پښتنو په ګډون ګڼ شمېر بلوڅان هم د ياد غوځنګ ننګه کوي.