کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د افغانستان دسياسي بحران د فيصله کولو يوازنۍ عملي لاره

د افغانستان دسياسي بحران د فيصله کولو يوازنۍ عملي لاره

د افغانستان د مزمن سياسي بحران د حلولو لپاره  مختلفي نظريې وړاندي سوي دي.   د هري تيوري پلويان عقيده لري چي د هغوى مفکوره  او د حل لاره د هيواد د اوسني سياسي بحران د ختمولولپاره يوازنۍ د حل غوره  لاره ده.  په سياسي ډگر کي، د مختلفو عقايدو اظهار او بيان  دسياسي ژوند پايښت، ږوږ ، او قوت  ښيي.  په حقيقت کي، هيڅ انساني جامعه له سياسي کشمکش او مبارزې څخه تشه نده، ځکه بني ادمان  پرته له سياست څخه خپله ټولنه نسي اداره کولاى.   په بل عبارت، سياست د انساني ټولني د نظم او بقا لپاره ضروري او حياتي دى.  بني ادمان په سياسي پروسه کي  د خپلي ټولني هغه ستونزي حلوي چي د هغوى د فيصله کولو لپاره پرته له سياست څخه  بله هيڅ لاره او چاره نسته.   د سياسي علومو د يوه لرغوني استاد او متفکر،  ارسطو، په قول : انسان سياسي حيوان دى.  په هر صورت، په منظمو او پرمختللو ټولنو کي، سياسي اختلافات او مبارزه د سياسي ژوند د لا تقويه کېدو سبب گرځي، خو په وروسته پاته جوامعو کي سياسي اختلافات په مزمنو  اجتماعي او سياسي ناروغيو بدلېږي.  د افغانستان سياسي ژوند  دوروستيو ټولنو يو ژوندى  مثال دى. 

د لته به صرف د دوو سياسي مفکورو په باب بحث وسي.  دواړي د حل لاري مشهور پلويان لري.  که څه هم، ددغو دواړو لارو طراحانو د افغانستان د سياسي معضلې چاره نده کړې، خو مهمه دا ده چي لمړى دا دوې تيورۍ وڅېړل سي،او بيا وروسته خپل نظر هم وړاندي سي.

 لمړۍ نظريه د خارجي نظامي مټ په زور دحل لاره ده.  ددې مفکورې طراحان باور لري چي پرته له بهرني پوځي حضور څخه د افغانستان سياسي مشکلات نه فيصله کېږي.  په بل عبارت، دوى  د افغانستان د اوسني سياسي- نظامي بحران حل د بهرنيو قواوو په ټانکونو، بمباريو، او فعال حضور کي لټوي.  دوى که څه هم د خلکو، ديموکراسۍ،د قانون د حاکميت، ولس، او ازادۍ نارې وهي، خو حقيقت دا دى چي د افغانستان د خلکو پر سياسي درايت، عقل، او قدرت باندي  چندان باور نلري.  په بل عبارت،  نه خپله د سياسي مشکلاتو د حلولو فکري  توان لري، او نه هم دونه سياسي شهامت لري چي د نورو نظر واوري او عمل پرې وکي.  دوى د افغانانو په داخلي سياسي ډيناميزم باندي عقيده نلري، او اکثرا د نجات او ژوغورولو لپاره  دبهرنيانو د راتگ لپاره لاري او کوڅې څاري.  ددې مفکورې  په پلويان کي  کرزى، د اوسني حکومت وزيران او عالي رتبه مامورين، د شمال ايتلاف  قاتلان، د بوش په ملاتړ مشهور جنگي جنايتکاران، نارکو تروريسټان، او ځيني تکنوکراتان  شامل دي.  له بدمرغه، په افغانستان کي پدې تېرو څو لسيزو کي همدغو خلکو د قدرت واگي ترلاسه کړي دي،او همدا وجه ده چي تر اوسه پوري د افغانستان  سياسي بحران ندى فيصله سوى. 

د بهرنيۍ قوې په مټ د حل لاري پلويان نه  کم عالي ارمان لري، نه کم  ماموريت ،او نه هم کم لوړ هدف.  د دوى لوى ارمان او ماموريت د پيسو او سياسي مقام تر لاسه کول دي او بس.  د وى اصلا د ملي مفکورې خاوندان ندي.  ددې تيورۍ  پلويان همدا اوس د کرزي  په حکومت  کي د  بې واکو او مسخره مهرو په شان عمل کوي.    د دغو ابن الوقتو اشخاصو ضمير او وجدان  غټو او غوښينو  معاشونو  وروست او خراب کړى دى.  د دوى په خيال  پرته له يوې خارجي قوې له ملاتړ او پوره اشغال څخه د افغانستان مشکل حلېداى نسي.  دوى استدلال کوي چي په افغانستان کي خارجي قوه نه يوازي د داخلي ثبات لپاره ضروري ده، بلکي د گاونډو هيوادونو د مداخلو د راايسارولو لپاره هم حياتي اهميت لري.

په درېيمه نړۍ کي، دا ډول ډلي او اشخاص په پېخر سته.  د دوى لپاره فکر ي استقلال،  اخلاقي متانت،  او سرښندنه اصلا بابېزه خبري دي چي هوښيار خلک بايد ځان ترې وساتي.  دوى  د  مستقل نظر او پاک  ضمير خاوندانو ته په سپکه سترگه گوري.  د دوى لپاره د خارجي قوې تر سيوري لاندي ژوند کول يو ډول سياسي هوښياري او ذکاوت ښکاري.  د افغانستان په اوسني تحميل سوي حکومت کي د کرزي په شمول د داسي اشخاصو کمى ماشاالله نسته.  پدې حکومت کي مطلق اکثريت د همدې فکر پلويان دي.  همدا سبب دى چي د کرزي د حکومت ټوله تکيه پر خارجي قوې باندي ده.

 همداراز، د کرزي  د حکومت څخه  د خارجي قوې  څو کلن ملاتړ  همدا حکومت  د افغانانو د غوښتنو په اړه  سخت  بې مسوليت کړى دى، ځکه  د کرزي حکومت پوهېږي چي خلکو ته هيڅ مسوليت نلري.  په بل عبارت، نه افغانانو را وستى دى، او نه يې هم افغانان ليري کولاى سي.  نو بنا، د کرزي حکومت  افغانانو ته شا کړې ده، او يوازي د خارجي قواوو د زړه د ساتلو لپاره هري بې ننگۍ او غوړمالۍ ته چمتو دى.  بده لا داچي په هره اندازه چي د کرزي حکومت د افغانانو په مينځ کي بې اعتباره کېږي،  په عين زمان کي، په هغه اندازه په افغانستان  کي مېشته امريکايي قوه  هم بې اعتباره  او بې حيثيته کېږي، ځکه امريکايان يو شډل او ناکامه حکومت تقويه کوي.  افغانان همدې واقعيت ته پوره متوجه دي.  هغوى باور لري چي خارجي قوه دافغانستان د ملي منافعو او گټو پر خلاف کار کوي، ځکه  امريکايانو داسي اشخاص پر افغانستان حاکم کړي دي چي گرده افغانان کرکه ځيني لري. هغوى  مشهور نارکو تروريسټان دي، د کابل قصابان دي، او د افغانستان د بربادۍ اصلي عاملين دي.  په سياست کي، د هر چا شخصيت او اعتبار د هغه په ملگرو پوري تړلى دى.  د غله ملگرى غل دى؛ د جنايتکاره ملگرى جنايتکاره دى؛ او د صادق او ښه سړى ملگرى ښه او رشتين سړى وي. 

په خارج کي، د پوځي حل حاميان  بوش ماما ، د هغه د حکومت  عالي رتبه مامورين، ځيني سطحي او  مغرض خارجي ماهران، افغاني سفيران، او ځيني افغاني او بهرني ليکوالان دي.  د بوش  د ادارې مامورين عقيده لري چي په افغانستان کي  د سولي، امنيت، او ثبات د ټينګولولو لپاره يوازنۍ عملي لاره او ميکانيزم  نظامي حل دى.  مانا دا چي طالبان، القاعده، او مخالفان بايد په نظامي ډگرونو کي مات سي.  په بل عبارت، نظامي حل د خلاصون عملي لاره ده.  د بوش د ادارې تيوريسنان د “ټکان او او ډار اچولو” په نامه پاليسۍ ته عقيده لري.  مانا دا چي پر مخالفان باندي بايد دونه زيات  فشار اچول سي چي هغوى تسليمېدو ته مجبوره کړى سي.  د بوش ادارې د افغانستان او عراق د اشغال په لمړيو کلونو کي د همدې پاليسۍ څخه کار واخيست.  خو د وخت په تېرېدو سره او په عراق او افغانستان کي ددغي پاليسۍ د ناکامۍ څخه را وروسته، بوش او د هغه  وراسته  نيوکان انډيوالان نور ددې پاليسۍ هډو نوم هم نه اخلي. ځکه د عراق او افغانستان دوامدارو جنگونو او ورانيو دا  ثابته کړه چي د “ټکان او ډار اچولو” پاليسي د سطحي، جگړمارو، او کم عقلو سياستوالو  د خام فکر ښکارندوى دى.  

د شمال د ايتلاف  نارکو تروريسټان  هم  د همدې مفکورې پلوي کوي. د هغوى په گومان هر څونه چي په پښتني سيمو کي جنگ او جگړې زياتي وي، په هغه اندازه دهغوى ننگين او شرير ژوند اوږدېږي.   د مسعود د بدنامي ډلي هدف دا دى چي په هيڅ ډول بايد د خبرو او سولي  مفکوره تقويه نسي.    د شمال ايتلاف د سولي په پروسه کي خپل مرگ او تباهي ويني.  د هغوي لپاره جنگ ژوند او سوله مرگ دى.

د افغانستان  د ستونزو د حلولو لپاره  دوهمه مفکوره د لمړۍ نظريې  په مقابل  قطب کي واقع ده.  ددې مفکوري پلويان وايي چي په افغانستان کي د ثبات او سولي د راوستلو لمړى اساسي گام د خارجي قواوو وتل يا ايستل دي.  دوى وايي چي تر څو پوري چي بهرنۍ قوې په افغانستان کي  وي، په هيواد کي امينت، سياسي ثبات، او سوله نسي ټينگېداى.  ددې تيورۍ مهم پلويان طالبان،د حکمتيار ډله،  ځيني اخواني او مذهبي ډلي  دي.  دوى فکر کوي چي غربيان خپلي گټي لري او  غواړي چي  افغانستان د خپلو مقاصدو لپاره استعمال کړي.   ددغي  مفکورې مذهبي پلويان په افغانستان کي د غربي قواوو له حضور سره مخالف دي.  هغوى د غربي کلتور، نظرياتو، او نظام سره دښمني او کرکه  لري.  طالبان، د حکمتيار ډله، او نوري مذهبي ډلي د القاعدې د قاتلانو او د پاکستان د استخباراتو له حضور سره مخالفت نلري، بلکي يوازي د غرب څخه ډار او وحشت لري. 

 

په مقابل کي، په بهر او داخل کي ځيني افغاني نشلسيټان  د ټولو خارجي مداخلو سره مخالفت کوي. هغوى فکر کوى چي ټول خارجي قوتونه په افغانستان کي خاصي گټي لري، او د افغانستان د نيولو او ساتلو لپاره خاصي استعماري او امپرياليستي نقشې لري.  د افغاني نشلسيټانو په همدې ډله کي، د هيواد ځيني معززه او خواخوږي اشخاص شامل دي، خو دهغوى نسخه او د حل لاره خيالي او غير عملي ده، او دلته به د هغوى په باب  ډېر بحث او خبري بل وخت ته وساتو.

   پدې تېرو اوو کلنونو کي، همدا  دواړي تيورۍ په مختلفو شکلونو او درجو عملي سوې.  مگر تر اوسه پوري د افغانستان روان سياسي بحران ندى فيصله سوى، بلکي تر ډېره حده تر پخوا لا بحراني او توپاني سوى دى.  دکرزي اداره نه يوازي دا چي پرمختگ يې  ندى کړى، بلکي  دايمي شاتگ يې غوره کړى دى.  او تر پخوا لا بې مسوليته سوى دى.  جنگونه زيات سوي دي؛ دملکي کسانو وژني ډېري سوي دي؛ او  د يوه تازه اټکل په اساس، د سږ کال په جنگونو کي ٤٠ فيصده ډېروالى راغلى دى. ددغه جنگونو په مقابل کي،  د امريکايي قوې په بمباريو کي هم ٤٠ فيصده زياتوالى راغلى دى.   يوازي د جون په مياشت  کي امريکايي هوايي قوې ٦٤٦   بمونه او توغندۍ د  افغانستان په مختلفو سيمو کي اچولي دي.  د کال ٢٠٠٨ په لمړيو شپږو مياشتو کي، امريکايانو ١٨٥٣ بمونه د افغانستان په مختلفو جنگونو کي اورولي دي.    طبعا، ملکي او بې گناه افغانان قتل سوي دي.  افغانان او بين المللي ټولنه د ناميدۍ او بېزارۍ سرحد ته رسېدلې ده.  په داخل او خارج کي د نوي پاليسۍ او د حل د لاري د پيداکولو غوښتني او ږغونه راپورته سوي دي.   له نېکه مرغه، د امريکا د جمهوري رياست د انتخاباتو ديموکرات کانديد، باراک اوباما، افغانستان د خپلي خارجي پاليسي محور گرځولى دى.  ښه خبره خو لا ده چي ښاغلي اوباما د کرزي پر حکومت باندي نېغ په نېغه گوزار او انتقاد کړى دى.  د کرزي حکومت تر دې حده بې اعتباره، نا مشروع، او کمزورى سوى دى چي د بوش په ملاتړ د جنگ سالارانو، ډانګيانو، او نارکو تروريسټانو له شره  حتى په کابل کي هم خپل صلاحيت او سياسي حاکميت  نسي عملي کولاى.   د بش په ملاتړ د کرزي اداره په ملي او بين المللي ساحه کي خپل  حيثيت له لاسه ورکړى دى، او يوازي لدې کبله حاکميت لري چي خارجي قوه يې په ناحقه  ملاتړ کوي.  

اوس نو، اساسي پوښتنه دا ده  چي د حل لاره څه ده؟  ايا د حل لاره سته او که نه؟  که سته هغه کمه ده؟ 

ما پخپلو مقالو او تبصرو کي بار بار ليکي دي چي د افغانستان دبحران حل نظامي نه بلکي سياسي دى.  دلته به  د همدې حل  په باب څه په تفصيل وږغېږم، او قضاوت به خپلو محترمو لوستکونو ته پرېږدم.  لمړۍ او تر ټولو مهمه خبره دا ده چي هيڅ خارجي قدرت او طاقت د افغاني حکومت خلا او ځاى نه سي ډکولاى.  حتى که چيري امريکا افغانستان ته د روسانو په شان يو نيم لک امريکايي عسکر  هم واستوى، بيا هم امريکا نسي کولاى چي د يو افغاني حکومت  د څرگند نشته والي ځاى او خلا ډکه کړي.  همدا قضاوت  د ولسونو د تاريخي تجربو نتيجه ښيي.  بهتره دا ده چي همدا اصل ته احترام وسي، او د يوه مشروع او موثر افغاني دولت او حکومت د جوړېدو کار گړندى سي.  د افغانستان  داوسني سياسي بحران  يوازنى حل د يوه  قوي، مرکزي، او پاک افغاني حکومت د جوړولو او ټېنگولو عمليه ده او بس.   داسي حکومت چي په جامعه کي  امنيت ټينگ کړي؛ د ملي روغي جوړي لپاره هراړخيز او غښتلي گامونه واخلي؛  ډانگيان، نارکو تروريسټان، او محلي جنگسالاران مات او تابع کي؛ د يوې وفاداري، عصري، او مجهزي امنيتي قوې جوړولو ته جدي پام وکي؛  دولتي موسسات بېرته جوړاو تقويه کي؛ ماليات راغونډ کي؛ د اداري فساد مخه  په کلکه ونيسي؛  د قانون حاکميت تامين سي؛ او لنډه دا چي د يوه   موثر، مجهز او کوچني حکومت د جوړېدو عمليه گړندۍ سي.  په بل عبارت،  د افغانستان د بحران ختمولو لپاره  يوه  ډنگر او کوچيني،  سور سترگي، موثر، او پاک  حکومت ته اړتيا سته.  مانا داچي په سست عنصرو، ژاولنو، او ډارونو خلکو نه حکومت جوړېږي، نه حکومت کېږي، او نه هم  په سياسي ډگر کي توره په وهل کېږي.

د ١٩٨٠ په کلونو کي، شوروي متجاوزينو همدا اشتباه وکړه.  هغوى ځيني سست عنصره، وطن دښمنه، او  بې کفايته کمونسټان پر افغانستان باندي تحميل کړل.  شورويانو گومان کاوه چي د افغاني کمونسټانو په همکارۍ به وکړاى سي چي افغاني مقاومت ختم کړي، مگر وروسته له لسو کالو جنګونو او ورانۍ څخه هم افغانستان له خاورو سره سم سو او هم د شوروي اتحاد شيطاني امپراتوري دړي وړي سوه.  اوس، امريکايان هماغه د شورويانو  اشتباه بيا تکراروي.  امريکايان د يو لړ  غوړه مالو، چاپلوسو، او بې پرنسپه افغانانو ملاتړ کوي.  که چيري همدا لړۍ دوام وکړي، زه پدې يقين لرم- زه  ددې  اټکل کوم چي ټول افغانان به بالاخره دېته مجبوره سي چي د امريکايانو پر خلاف وسله را واخلي، او هغه کانه په وکي چي په روسانو يې وکړه. 

د يوه موثر او قوي افغاني حکومت جوړېدل يو تاريخي ضرورت دى؛ هر څونه چي ژر جوړ سي  په هغه اندازه د افغانانو او بين المللي ټولني  په ګټه ده.  يو ځل بيا، هيڅ خارجي قدرت د افغاني حکومت  خلا او ځاى نه سي ډکولاى.  تر هغه وخت پوري چي په افغانستان کي يو مرکزي او مشروع حکومت نوى راغلى، تر هغو پوري به  په هيواد کي سياسي بې ثباتي، جنگونه، بې امنيتي او بې  اعتمادي  خوره وي.  افغانان بايد پدې قانع سي چي هغه حکومت چي په کابل او ولايتونو کي ناست دى، هغه يو مشروع ، جدي، او خواخوږى افغاني حکومت دى.  په افغانستان غوندي جنگ ځپولو هيوادونو کي، حکومت مجبوره دى چي په لمړى سر کي د امنيت د تامين تر څنگ په اقتصادي ساحه کي هم مخکښ او نوښتگر رول ولوبوي. بالاخره ، د يو قوى او مشروع حکومت  د جوړېدو ضرورت د تاريخ حکم دى. د سياسي فلسفې امر دى.  او لنډه دا چي ديوې کاميابې ستراتېژۍ حکم دى.  والسلام.