کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغانان يې د راتلونکي په اړه نهيلي دي

افغانان يې د راتلونکي په اړه نهيلي دي

دا اټکل ډير گران شوى دى چې د افغانستان حالات کومې خوا درومي  خو يو څه ډير روښانه دي او هغه دا چې بې باوري مخ په زياتېدو ده او د حالاتو د ښه کېدو هيله په نژدې وختونو کې نه کيږي .

د کابل يا د افغانستان د کوم بل ښار په واټونو کې له افغان دولت څخه د خلکو خوابدي ددوى په هغو خبرو کې څرگنده شي چې کله  د خپلو ستونزو پر بيانولو خولې پرانيزي .

دوى  په دولت کې ډيريدونکى اداري فساد  ،د کارونو ځنډول، د قوانينو ماتول او له مراجعينو سره د ناوړه چلند په څير مسالې د بيلگو په توگه يادوي .

دې خلکو  د افغانستان  د  پخواني  لوى څارنوال عبدالجبار ثابت  د هغو منډو ترړو ملاتړ کاو چې د هيواد په دولتي ادارو کې يې د فساد د مخنيوي لپاره پيل کړي دي .

د کندوز په ښار کې يو ځاى اوسيدونکي چې نوم يې محمد حسن راوښود همدې ټکو ته اشاره وکړه او ويويل چې يادې شوې ستونزې د ولاياتو په اداري واحدونو کې د اوبو په څير جوت دي .

ده، دا داسې تيروتنې وبللې چې ددولت او ولس ترمنځ واټن ډيروي .

د افغانستان شمالي ولايتونه  ظاهرا د هيواد د سوېل په پرتله ارامه ښکاري او د وسله والو طالبانو د بريدونو گواښ په کې کم دى . خو دغلته هم كله ناكله ځانمرګي بريدونه كيږي .

نړيوالې خيريه ټولنې ځانونه خوندي نه احساسوي او څو څو ځلې يې كاروانونه د واټ دغاړې د بمي بريدونو هدف ګرځيدلي دي .

 خو کله چې د سيمې له يو کروندگر ، شپانه او يا يو عادي وگړي څخه وپوښتل شي چې په تيرو  اوو کلونو کې يې په ژوند کې پرمختگ څه دى ؟

نو سم لاسي يې خوله دچارواکو پرغندلو  پرانيستل شي او شکايت کوي چې  ولس ته د ژوند د ښه کولو لپاره وخت نه دى ورکړل شوى .

ډير خلك وايي چې د ولسمشرۍ لپاره يې د تيرو ټول ټاکنو پر وخت حامد کرزي ته رايه ورکړې ده .

 يوسړي  چې  د كابل په شمال كې د جومات په انگړ کې د مازيگر له لمانځه وروسته داوسنيو چارواکو نيمگړتياوې روښانه کولې  نو نژدې ټولو ولاړو لمونځ کونکو  ( د رښتيا وايې ) په ويلو سره د هغه د نيوکو پخلى کاو .

دوى دچارواکو په وړاندې په جومات کې کومه غونډه نه وه نيولې بلکې له لمانځه وروسته يې له يو بل سره د زړه خواله کول خو داسې ښکاريده چې د ټولو زړونه له غوصې ډک دي .

٣٨ کلن حميدالله ددوى ترمنځ يو مخور سړى ښکاريده .  ده  اوږدې خبرې کولې اودگوتو په قتولو سره يې د حامد کرزي په دولت کې  شته نيمگړتياوې او د خپلې خوابدۍ لاملونه يو يو وشميرل .

ده وويل چې په دولتي ادارو کې  ډيرى دولتي مامورين د سپين کاغذ خالي کرښه له پيسو پرته نه کاږي .

ده دولت پړ وباله چې د بې روزگارۍ د مخنيوي لپاره  يي د تيرو اوو کلونو په اوږدو کې هيڅ هم نه دي کړي  او ټول پام يې پوځي مسالو ته اړولى دى .

د طالبانو له ماتې وروسته چې کله خلک د بيارغاونې په اړه شوې مليونو ډالره مرستې  په دې ډگر کې له شو کارونو سره پرتله کوي  نو د کابل کندهار ، کابل دوشي ،شير خان بندر پلخمري ، کابل طورخم لويو لارو جوړونه  او د ځينې دولتي ودانيو او ښونځيو بيارغاونه په کې ورکه شي .

هغه ډاډ چې پخوا به دوه كاله وړاندې به خلك له يو ولايت بل ته د مځكې له لارې تلل هغه هم اوس پاىته رسىدلى دى .

په لويو لارو کې نوي روزل شوي افغان پوليس ليدل کيږي خو څوک د لارو په اوږدو کې د نااټکل شو غلا غديو ، ناڅاپي وسله والو بريدونو او تښتونو د رامنځته کيدو تظمين نشي ورکولى .

 افغانستان د ديرشو کلونو راهيسې د جگړې او تاوتريخوالي ډگر پاتې شوى دى  .

دغو جگړو نه يوازې د هيواد  بيلابيل بنسټونه ويجاړ کړي دي بلکې د ډيرى افغانانو  ژوند يي هم  د خوارۍ او بې وزلۍ پولو ته رسولى دى .

سياسي شنونکى پوهنمل اسماعيل يون  په يوه مرکه کې وويل  ، د پخواني شوروي  د پوځ د يرغل  په  لړ کې ٩٦ مليونه ډالر  روسانو د افغانستان پر ويجاړولو لگولي دي او ٦٣ مليونه ډالر هغو مجاهدينو چې د امريکا د متحدو ايالاتو په مرسته په افغانستان کې د روسيې د يرغل په وړاندې جنگيدل   د جهاد او مقاومت په بدل كې اخيستي دي .

دده په وينا ددغې  جگړې د ويجاړيو بيارغاونه  ډير کلونه او ډيرې پيسې   غواړي .

 له بلې خوا  وسله والو  طالبانو هم خپل بريدونه ډير کړي دي  . راپورونه وايې چې عرب او ازبک جنگيالي هم ددوى په ډله کې شته دي .

 د تير كال په اوږدو كې د بشري حقونو د څار ټولنې او د بښنې نړيوالې ټولنې امنسټي اېنټر نيشنل  ددوه جلا جلا راپورونو په خپرولو  سره  وسله وال طالبان د تښتونو ، د سر د غوڅولو او د ځانمرگو بريدونو له لارې د بشر پر ضد پر جنايتونو او د افغان ملکي وگړو پر وژلو او ټپي کولو پړه وبلل .

د طالبانو يو وياند هم د بښنې نړيوالې ټولنې ته په يوه مرکه کې ويلي دي چې دوى د امريکايي سرتيرو او هغه چا ترمنځ توپير نه ويني چې په افغانستان کې د نړيوال پوځ مرسته کوي .

خو دا يوازې وسله وال طالبان هم نه دي چې په افغانستان کې د ثبات د له منځه وړلو هڅې کوي بلکې د نشيي توکو د قاچاق کونکو او سوداگرو گواښ له هر بل خطرڅخه ډير بد دى .

افغانستان هر کال د نړۍ په کچه تر گردو ډير نشيي توکي توليدوي .

اروپايې هيوادونو چارواکي وايي چې هيوادونه ته يي ډير نشيي توکي له افغانستان څخه ورځي .

د برتانيا حکومت وايي چې د هيواد په بازارونو کې يي د خرڅيدونکو نشيي توکو ٩٠ فيصده له افغانستان څخه ورځي .

خپله افغان حکومت وايي چې د نشيي توکو له ناقانونه عايداتو اود قاچاق کونکو له فعاليت څخه طالبان گټه اخلي .

په کليوالو سيمو کې د مليشو يو شمير  پخواني قوماندانان چې له دندو گوښه شوي او  ظاهرا په کورونو ناست دي هم د نشيي توکو په قاچاق کې ښکيل بلل کيږي .

دغه ډله خلک هم خپل خىر په ناامنۍ کې ويني او دا هغه څه دي چې وسله وال طالبان هم ورپسې گرځي .

افغان دولت وايي  په افغانستان کې د نا امنۍ تر شا د گاونډي پاکستان لاس دى خو پاکستان دغه تورونه بيا بيا رد کړي دي .

په تيرو مياشتو كې  د امريکا چارواکو اعلان وکړ چې د افغانستان په سوېل کې يې له وسله والو طالبانوڅخه  په ايران کې جوړې شوې وسلې نيولي دي .

له دې وړاندي د افغانانو ترمنځ داسې اوازې وي چې ايران په افغانستان کې له هغو جنگياليو سره مرسته کوي چې په دې هيواد کې د امريکا او د هغې د ټلوالې د ځواکونو په وړاندې جنگيږي .

خو دې خبرو ته د ايران حکومت د يو تور په سترگه گوري او په کلکه يې رد کړي دي .

خو په دې كې شك نشته چې ايران په افغانستان كې د متحدو ايالاتو د دريځ د كمزوري كولو لپاره هر ډول لاره كاروي .