ټول افغان ولس نه يوه هيله !  Fotos  Audio  تبصرې

د لراوبر اداره | جولای 28th, 2008


پر افغانستان باندې د شوروي يرغل سره سم، د افغانستان د هر اړخيزې ورانۍ د پلانونو عملي کول پيل شول، ددې ستراتيژۍ يوه برخه د افغانستان د ملي ارزښتونو، ملي وياړونو او ملي شخصيتونو پيکه کول او له منځه وړل وو. دا کار د روسانو له يرغل سره سم پيل او ترننه دوام لري، په دې منځ کې، ايران، پاکستان او ځينو نورو هېوادونو او د هغو کورنيو ګوډاګيانو هم خپله خپله ونډه واخيسته، خو ايران اوس په افغانستان کې زموږ د هويت او ملي شخصيتونو د مسخه کولو په کمپاين کې د پخواني شوروي اتحاد ځاى نيولاى دى.



د پدرام د ږغ دپاره دلته کليک وکړئ Audio



نمایندگان نهضت آزادی ایران و کنگره ملی افغانستان، دفترمرکزی کنگره ملی درکابل




ايران له هرې ممکنې لارې هڅې کوي، د خپلو تېلو د سر شاره پانګې په زور، په افغانستان کې د خپلو لاسپوڅو په ذريعه زموږ تاريخ ته يو بدرنګه، رنګ ورکړي او زموږ ملي اتلان په  داسې سپکو الفاظو ياد کړي، چې  تراوسه پورې د متمدنې نړۍ په هېڅ ګوټ کې يې نمونه نه ليدل کېږي. په دې لړۍ کې د روسانو په لاس د جوړې شوې ((ستمي ډلې)) يو غړى او اوس د ((کنگره ملي)) د ډلې مشر (لطيف پدرام)، هم شامل دى، چې زموږ وياړلي تاريخ ته يې د تېرو سپکو سپورو په لړ کې دا دى يو بل توهينوونکى جنايت هم ترسره کړ. لطيف پدرام، زموږ د هېواد د ستر ملي اتل، د نوي تمدن بنسټګر او د خپلواکۍ ګټونکي غازي امان اللÙ ‡ خان ته داسې سپکې کلمې کارولي چې  که څوک ((انسان)) وي، نو په خوله کې د داسې کلمو اړول ورته د شرم خبره ده، خو دا چې پدرام دا ډول سپکې او سپورې کلمې کاروي دا د ده د خپل شخصيت نمايندګي او انځورګري کوي. سره له دې چې دا خبرې د کاغذ پر مخ د ليکلو وړ نه دي او د انسان سترګې او ذهن پرې شرمېږي، خو د دې په خاطر چې د لطيف پدرام اندروني او بيروني شخصيت، ټول افغان ملت ته په ښه ډول څرګند شي، موږ مجبور يو د هغه خبرې چې د هغه په خپل غږ کې دي، د کاغذ پر مخ ټولو افغانانو ته وړاندې کړو. د ملي ناموس، ملي شخصيتونو، ملي وياړونو، ديني ارزښتونو او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا ساتنه د ټول افغان ملت ګډه فريضه ده، دا چې افغان�و دا فريضه په تېر وخت کې په څه ډول ترسره کړې او بيا به يې په څه ډول ترسره کړي، دې باندې ټوله نړۍ پوهېږي. د پدرام د خبرو متن دا دى :


اين ربطى به پيشرفت وپسرفت ندارد. بسيار معذرت ميخواهيم که اين طور جدي صحبت ميکنم! براى اينکه، من چند شب که صحبت ميکنم متاسفانه… بنام کبير سراج و علي سراج از خانوادۀ نمى دانم پدرلعنت امان الله خان است، کيست- اونها – او- امان الله خان کل پشتونها را در شمال رفت و زمينهاى مارا برايش داد. حال يک گپ زده که زنها مثلا\” تک همسرى باشد، آن گپهايش را هم پس گرفت. ازى براى ما بت ميسازند. من اين امان الله خان را ميشناسم. برين (برويد) شما تاريخ پولاک ريسنر را بخوانيد! اولين طراح اشغال سرزمين هاى شمال به وسيله شوونيزم پشتون همين امان الله خان مستغرف غازى پدر لعنت بود .


برين نگاه کنيد تاريخ را که قبل از عبدالرحمان خان برده اينها را جاببجا کرده، پيش- بعد از او برده جا بجا کرده و به اين آدم ميگويند از طراحان اصلى است. پول داده براى پشتونها که بروند سرزمين هاى شمال را اشغال بکنند. ازى به نام قهرمان ملى ياد ميکنند، کدام قهرمان ملى؟ اين دووس از قندهار به يک تک گرفت و گريخت به ايتاليا.


اوس نو ټول افغان ولس پورې اړه لري، چې د ملت د ملي اتلانو ددغسې توهينوونکو عناصرو پر وړاندې څه وکړي.
افغان ځوانان چې د خپل ملت د ملي وياړونو ساتنه خپل فرض او مسئوليت بولي، په لومړي ګام کې لطيف پدرام ته وايي: دا ((ډالۍ)) چې تا د هېواد ملي اتل غازي امان الله خان ته وړاندې کړې، افغان ملت او د دې ستر ملت، ملي اتل، غازي امان الله خان دا ((ډالۍ)) نه مني، نو دا ((ډالۍ)) دې بېرته تاته ((مبارکه)) وي، په دويم ګام کې له دولت څخه غواړي، چې د قانون د احکامو په چوکاټ کې د پرديو لاسپوڅو ته چې د ملي اتلانو پر ضد دا ډول توهينوونکې هڅې کوي، قانوني سزا ورکړي او که دولت د دې وس نه لري او د هېڅ پردي او پرديپال ځواب نه شي ويلاى، نو بيا خو د افغان ولس او افغان ځوانانو وظيفه ده، لکه
 څنګه چې هر پردي يرغلګر ته يې په پوره مېړانه ځواب ورکړى، د هغو تاليڅټو ته هم په پوره مېړانه، مهارت، جرئت او دقت ځواب ورکړي.


د ملي خاينينو د مختورۍ او محاکمې په هيله


دموضوع اړوند ځيني نوري ليکني :

ټول افغان ولس نه يوه هيله !  Fotos  Audio  تبصرې

توهین به اعليحضرت شاه امان الله غازی،توهین به …


بې ادبي هم حد لري


دلطيف پدرام دڅرګندونو په اړه د ولسونو پريکړه ليک!


لطيف پدرام بايد سمدستي محاکمه سي


دا پدرام ندئ دا $


 « پدرامي » هغه څه وخوړل چې هېڅوک يې نه خوري


  پدراميانو د پدرام سپکي سپوري اډيت کړي دي    Audio

Copyright Larawbar 2007-2024