کور / نوميالي / دشهيد سېلاب سندريز شعرونه او مينه وړي يادونه

دشهيد سېلاب سندريز شعرونه او مينه وړي يادونه



لمريز دېرشم کلونه د وروسته پاتې کړشوې افغاني او بيا پښتني ټولنې په ويښتيايي پېر کې راځي چې په اماني روښانتيايي هغه پسې يې تر څه ناڅه شلکلن خنډ و ځنډ وروسته د ويښ ځلميانو او نورو سمونپالو سياسي ډلو ټپلوله رامنځته کېدو او منډو ترنډو سره رښتياينه موندلې وه. پښتو شعر و ادب يو خواله  نوموړي سياسي غورځنګ او بلخوا ورسره همزمان دويم راټوکېدلي پښتو نستاني هغه نوې غځونې کړې وې او د خپل پرمختيايي بهير يوه نوي پړاو ته را ګډ شوی وو.



له دې سره سره چې د دېرشمو کلونو په هما غو لومړيو کې د شاه محمود خان د واکپېر له پای او د داود خان دهغه له پيل سره پر ړومبني غورځنګ او اړوندو ازادو او ځانګړو خپرونو نور بنديز لګېدلی وو، خو دويم هغه ورځ تر ورځې زور اخېست. په تېره د 1334کال د لويې جرګې د پرېکړو په رڼا کې چې پښتو پلاريې د پاچا د استازي په توګه مشري کوله او د پښتو پروړاندې يې د چارواکو ناغېړي تر سختو نيوکو لاندې راوسته. 



شهيد داود خان هماغومره چې دهېواد له مادي- تخنيکي پرمختګ او نومهالونې (مودرنايزېشن) سره سخته لېوالتيا درلوده اودايې د سروزيرۍ(صدارت) په هماغه لسکلن پېر کې پوره پر زباد رسولې وه، له سياسي- فرهنګي، په بله وينا، د اند و واند، وينا او قلم ازادۍ سره نه پوخلا کېدونکی وو.


خو بيا يې هم له پاکستانه د سمندري لارې په پلمه د پښتونستان تر نامه لاندې دې ته اړوتی وو چې د پښتو ادب و فرهنګ د هڅونې او ودې وش لپاره يولړ کوټلي ګامونه هم پور ته کړي.



يوه په زړه پورې نوښت يې دا وو چې د کابل راډېو يوه ګړۍ خپرونه يې د اورژبي ولسي شاعر ملنګ جان له ګومارنې سره سندريزه کړه. ړومبی ځل د لرو برو پښتنو تر منځ ادبي- فرهنګي اړيکي ټينګ شول اود خپرونو، مهالنيو او کتابونو لېږد رالېږد پرله غښتې بڼه وموندله. په زړه پورې بيا دا چې لره خوا ازادې ادبي مهالنۍ پرله پسې راټوکېدلې او د قبايلورياست له لارې مينه والو ته وړيا پر وړيا وېشل کېدلې. په دغه ترځ کې د کښېنيو نوموتوليکوالو شاعرانو، لکه راحت، کاکاجي، کامل، خيال، حمزه، ناظر، مراد، ظهير، غازي، مقيد، غني، اجمل، سليم، داودزي، طوفان، مفتون، راز، امين(الحق)، وهمي، راهي، پير ګوهر… او د ځوانو جانو ښځمنو بشری بېګم، زيتون بانو، فوزيې انجم… پنځونې د ټولو لپاره خورا ګټورې لارښودې مخبېلګې بلل کېدې، په تېره پېيلې او نا پېيلې ټولګې چې هلته يې د برې خوا په توپير چاپي شونتياوې ډېرې وې.



په دې توګه بره خوا د پښتو شعر د څومره ييزې او څرنګيزې هڅونې او غوړېدنې لپاره لاره هواره شوې وه. ډېرو استعدادونو غځونې وکړې او يو نوی او ځوان پښت پکې را ميدان ته شو او په ترځ ترځ کې يې يوه پرتليزه ازادي هم په برخه شوه.  ډېرو شاعرانواوليکوالو به د افغانستان سياسي اوټولنيزې ناخوالې او نيوکې د پښتونستان او پاکستان تر پړوني لاندې رانغښتلې اود خپلو زړونو غوټې به يې پرانېستلې. دغه چلوټي بيا د هغه لېوني سردار په جمهوري پېر کې نوره په دې و نه چلېده چې داځل تر يو اړخيز نړيوال فشار لاندې نور له ((پښتونستانه)) توبه ګار شوی وو او داسې افغاني ضد سازښتونو ته اړ اېستل شوی وو چې نه يوازې يې پکې خپل سر وخوړ، بلکې پرله پسې کودتاوواو ناورينونو ته يې لاره هواره کړه!



په هره توګه د پښتو شعرو ادب په هماغو ګلورينو دېرشمو کلونوکې د سېلاب غوندې استعدادونه راوټوکېدل، راوغوړېدل او راسمسور شول. هغه شپې ورځې


کابل ښار دومره ارت و بيرت نه وو او نه پکې زده کړوال پښتانه دومره ګڼ ول چې يوبل سره و نه پېژني، سره پيدا نه کړي او سره ناست پاست نه شي.


په هغه ډله کې د ارواښاد سېلاب غوندې مينه ناک، خوږچلندی، خوږ بنډاری او خوږ ژبي شاعر چې د خدای بښلي ملنګ جان تر ناڅاپي مړينې را وروسته يې مستو او مينه وړو سندرو او بدلو راديويي څپې له سره راتاندولې او سندريزولې، له هېچا پټ پنا پاتې کېدای نه شو.



د1337 پسرلي ول وو چې ړومبی ځل مې د رحمان باباپه راديويي سندربوله کې له نژدې وليد، سوچه سپېڅلې ګردې ږيرې، پاکو مرينه جامو، شنې مشدۍ او نېغې  شملې تورو ژغژغيو پېښوريو څپليو او بيا خوږو خوږو خبرو او ټوکو وشتويې هک پک کړم. ځکه کوم انځور يې چې تر هغې شېبې زما په زړه او ذهن کې ځای نيولی وو، څه بل شان غوندې وو، ګرد سره د يوه تريو ټنډي ملا ډوله انځور. هسې خو له استاد رښتين ، شهيد مولانا ارشاد، شهيدهدايت او صداقت او شهيد موسی شفيقه نيولې تر ننګرهاري، دوست، منلی، شهيد حقيق، ممنون، چمبېلي، خليلزي او … پورې د کابل دارالعلوم، نجم المدارس او ياهم د علامه حبيبي، استاد رشاد، مولانا خادم، استاد الفت، استاد بېنوا… غوندې ليکوال، اديبان او پوهان د جوماتونو او ورته ديني منځيو وياړونه بلل کېدل او نن سبا يې له بده مرغه هغه وياړونه پر ويارونوبدل شوي او سياسي ملايان لاڅه چې کورټ ترهګر، ځانوژلي او بلوژلي ترې راوځي!



په هره توګه ما د ګران او منلي سېلاب د يارانې لپاره کوم منځګړي درېيمګړي ته نوره اړتيا نه درلوده اونه دې پلمې ته:


ستا يارانې ته مې زړه کېږي/ په څه خبره به اشنا در سره شمه!



کله به چې زه له دارالمعلمينه ښارته راغلم، بې ناغې به سره په يو ځای کې نه، يوځای کې سترګه پر سترګه کېدلو او بيا به سره دمرکزي کتنځي او دارالقضات پر شاوخوا دوکانونو راڅرخېدلو. ښه به چې ستړي شو، پر يوه چايخونه به ور ننوتواو شعر جنګي يا دوه کسيزه مشاعره به مو سره رامخته کوله، که نه، د مينې کيسو مو پای نه لاره، او د چا خبره په هسې مينه وړو خوالواو مرکو به مو سره پاتې ورځ ترمازيګره ګوډوله . 



کال پس چې زه په نوي ښارکې د ادبپوهنځي زده کړيال شوم، ليدو کتو مو سره پرله پورې(منظمه) بڼه وموندله او داسې ورځ به نه وه چې په هېواد يا انيس ورځپاڼې او ياهم د ژوندون اوونيزې او بيا مېرمن مجلې په دوتر، د فنا ساپي په دېره يا شاوخوا پلې لارو او څلورلارو کې سره مخامخ اوبيا ناست پاست نه شو. کله ناکله به هم د پوهنځي استوګنځي ته سره ولاړواو تر چايو وروسته به ورسره په چکر چکر کې د شېرشاه مېنې خواته تر کور دېرې چې کلونه کلونه زموږ د دواړو د مينو مېنه، په بله وينا د مينې ګډه((قبله)) وه، بدرګه شوم.



دهماغه اته دېرشم کال په اوږدوکې چې ارواښاد سليمي د مطبوعاتو مستقل رياست د نوي مرستيال په توګه سېلاب صاحب د رادېو د پروګرامو لوی مدير


وګوماره، پښتو شعروادب او ټنګ ټکور ته يې يو نوی رنګ و خوند وباښه او په ترځ  کې يې د رحمان بابا او پښتونستان پر کالنيو مشاعرو او د استاد رښتين پر اوونيز پښتو رنګارنګ پروګرام سربېره وړې وړې سندربولې پکې هم رادود کړې. په هغه لړکې يې د لومړۍ بېلګې بنسټ هم زموږ پر لومړۍ دوه کسيزې هغې (نور راکې پاتې نه دی تاب د مينې…او…پرمخه کړی يم سېلاب دمينې) ټيکاو درلود چې ګڼو شاعرانومو لاروي کړې وه او د سمون او اوډون په چارکې راسره هم پخپله هغه مرسته کوله. هغه رديف يې دومره خوښ شوی وو چې يوه دوه نورې زياتې رنګينې غزلې يې هم ورباندې جوړې او سندريزې کړې، لکه د ايوب په انګازور اواز کې:


     څومره خوږه ده دنيا د مينې/له نازه ډکه خندا د مينې


     يه نازولې نازلوبولې/ چې غشي ولې رسا د مينې


     راځه تړون به دمينې وکړو/ ګوندې اخرشورسوادمينې… .


په((شريکه دنيا)) يا((ګډه نړۍ))کې چې د 1340ل. د ليندۍ پر شلمه زماله يوه غزل((بيا مې ښکلی يار پر زړه ورېږي نن/ ګاټي مې د سترګو پسې ولېږي نن…)) د ارواښاد فنا ساپي او قاضي ممنون له را غبرګونې سره راپيل شوې وه، د حافظ صاحب ترڅنګه سيلاب صاحب هم راسره تر يوه کاله ملګرتيا وکړه ـ هرګوره، موږ ړومبنيو درو ملګرو اروپاته  زما تر راتګه څلورکاله نوره هم پسې وغځوله.


هسې خو يې د دارالعلوم له بشپړونې سره شاعري او بيا سندريزه شاعري نوره هم رنګينه شوې وه او هره غزله او بدله يې د پاکې او سپېڅلې ميني او رښتينولۍ ښکارندويي کوله، خو لوړ شاعرانه نوم، ګرانښت او منښت يې له تلپاتې زړه راکښونکي رومانتيک غزل(( ستا د سترګو بلا واخلم بيادې سترګې ولې سرې دي…)) او بيا د اولمير له الماسي حنجرې نه له انګازه کېدو سره ورپه برخه شو چې د حافظ صاحب د حافظې له مخې يې کال دوه پخوا( د 3136 ل. د تلې پر درېيمه) ويلی وو. 



دغه سندريز شوي غزل داسې يو جادويي اغېز وښانده چې ناپښتانه کابليان يې هم ځانته راکښل او پر دې يې پوره باوري کړل چې پښتو شاعري او موسيقي څومره رنګينه او زړه راکښونکې ده. ډېرو پارسي سندرغاړو يې لاروي وکړه او داسې سندريز بنډار به نه وو چې پيلامه يې له هغه رنګين غزل سره و نه شي. داهم څه د نه باور خبره نه وه چې استاد اولميرهم له همدغې سندرې سره لکه دسبا ستوری نورهم پسې راوځلېد او د کمرګلې د مېړه هغه بېځايه انګروزې نورې شنډې او بې اغېزې شوې چې له کلو کلويې د يوې خورا ناوړې سيالۍ په موخه د هغه د سپکاوي او بدنامۍ لپاره کړې وې!



ان تر ننه پورې په جلاوطنۍ کې هم له احمد ولي نيولې تر احمد مريده ډېر نومور پارسي ژبي هنرمندان په هغې زړه راښکونکې غزلې او کوډګرې سندرې خپل بنډارونه رنګينوي. کټ مټ لکه د ملنګ جان تاريخي ترانه((دامې د بابا وطن…  )) چې نن سبا يې په پنځګونو لويو وچوکې د افغانانو ترمنځ د يوه ملي سرود ځای نيولی. دوه درې کاله مخکې وتلي پارسي سندرغاړي مريد له جرمني څخه رانه ورته شعر وغوښت چې په هماغه اهنګ يې و وايي او ماهم داغزل ورولېږداوه:


څاڅکي څاڅکي لکه ستوري د اسمان له بامه څاڅم/ اوښکې اوښکې لکه پرخه د سپوږمۍ له جامه څاڅم… چې له ګردې انځورګرۍ سره د شهيد سېلاب د هغه سندريز غزل جادوګرۍ ته نه رسي.


د فيض محمد ناصري هماغه مشرزوی دوکتور غرزي به تر ځانګړي اېکسرې مرکزاو هملته د هغه مهال راډيو سټېشن د شاوخوا سرايونو د کرايو تر ټولولو وروسته په اوونۍ نيمه کې هرو مرو يو مازيګر د سېلاب صاحب دوترته سر ور دننه کاوه اود سلام پرځای به يې پرې همداغږ کاوه: (( ستا د سترګو بلا واخلم! ))



د ارواښاد سېلاب د ښې ځوانۍ، پاکزړۍ او پښتونولۍ يوه نښه داوه چې د خپلو رنګينو غزلو بدلو ترڅنګه يې تر ما پورې د نورو هغوته هم لاره پرانېستې وه او دوتريې يو مخيز د ټولوليکوالو، شاعرانو او سندرغاړو پر يوه ادبي بنډارځي اړولی وو. نه لکه نصراله حافظ چې له پښتني تجارتي بانکه همده راوستی او له ځان سره يې مرستيال کړی وو، تراتيا کلنۍ پښتوادب څانګه په ټيکه اخېستې وه او خپل بې خونده  پيکه نظمونه او بدلې يې پر هماغو وتلو او ولسي سندرغاړو، لکه استاد اولمير، ايوب، نعمت اله، منور، رخشانې، کمرګلې، شاولي،بخت زمينې… په وچ زور تاوانولې او چابه چې د بل شاعر ډېر ښه غزل يا تصنيف هم وروړ، په اسا نه يې نه ور لاسليکاوه!



هغه د مينې سېلاب اخېستی شاعر په هماغه لنډ مهالپېرکې نور د ملنګ جان ځايناستی شوی وو او په لا زياتو زړه راکښونکيو، رنګينو او خوږو نغمو يې لره بره پښتونخوا سندريزه کړې وه. را وروسته يې چې څومره د مينې او مېنې له مينې سره اړخونه بدلول، هومره يې ورسره ټولنيز او ملي ارمان هم غځونې کولې او نوي نوي هنري نوښتونه يې راخپلول. د ډېرو رومانتيکو ادبي ټوټو تر څنګه يې په خپلوژورنالېستيکي ليکنو او شننو د يوه پاخه او پياوړي ليکوال په توګه هم ځان پوره را څرګند کړی وو او هېڅکله يې کاغذوقلم له لاسه نه غورځول.


له دې يې هېڅ باګه نه لرله چې د وخت جلادان به يې په هماغه ځوانه ځوانۍ کې د پاکې او سپېڅلې منصوري مينې په ګناه لاستړلی د مرګ کومي ته سپاري او د همېشه لپاره به يې د خوند و ژوند تلپاتو پنځونوته نور پايټکی ږدي!



د 1357 کال کړنګ ژمی وو او د هماغو جلادانوپه ساړه سمخ څرخي کې د نورو ډېرو بېګناهو بنديانوغوندې ماهم د ژوند وروستۍ شېبې شمېرلې چې له دهمزنګه د دوو راغلو هنرمندانو(مسحور جمال او احمد مريد) له خوامې دا بوږنوړی خبر تر لاسه کړ چې دوی له سېلاب ساپي او فنا ساپي سره يوځای د امين لعين په جهنمي اګسا کې تر ډېرو وهنو ټکونو او برېښنايي سپېتنو شکنجو وروسته د دهمزنګ زمهريرته لېږدول شوي ول. همداراز يې کال دوه مخکې د شهيد سېلاب دا خبره لا ورپه ياد وه چې کله ورته سروال جلاد کاغذ و قلم مخې ته ور وغورځول او په ټول تور برېښ يې د ناکړې ګناه د منښتې(اعتراف) ليکلو ته اړ اېست، نو په زغرده يې ور غبرګه کړه:


((يوازې همدا ليکم چې نه اخوانی يم او نه ملي خاين!))



زه دهغه بېګناه شهيد شاعر دوست پرسر سوګند يادوم چې هغه د پاس يادو شويوهېواد والو په ګډون د نورو زرګونو بېګناهو په څېر ترکمونېستانو بترو ((اميني- پشتونېستي)) جلادانو شهيد کړی اويوشمېر يې همدا اوس په کابل ښار کې سرې سترګې ګرځي، هغه هم له نړيوالې نياووالۍ(محاکمې) له ډاره د نوې رغولې امريکايي جبهې تر چتر لاندې. تر دې چې له سهارنۍ نيولې تر ماښامنۍ پورې له هماغه سروال(سروري) جلاد سره په تش نامه بندخونه کې يوځای خوري او د خلاصي لپاره يې لارې او ګودرې پلټي!



زه د دغو ټولو خوږو او ترخو يادونوپه پای کې د ګران وراره الله نوراو د سترګو تور خوريي شېرزاد دا نوښتګرانه هڅه د زړه له کومي ستايم چې د دې يوځايي ټولګې يا کلياتو اوډنې او چاپونې ته يې مټې رانغښتې او د خپل شهيد يادونو او سرودونوته نورهم پسې تلپاتې ژوند ور بښي او له دې سره سره د ارمانژلو مينه والو تنده د تل لپاره تانده او خړوبه ساتي! 



د هغه نيمه خوا شهيد بلبل ياد دې


تلپاتې او تلژوندی وي!


په وير يې ويرژلی او شاعرملګری زيار