کور / تازه خبرونه / سارك پر ترهګرۍ ږغېږي، افغانستان ګډون نه كوي

سارك پر ترهګرۍ ږغېږي، افغانستان ګډون نه كوي


د جنوبي آسيا د اقتصادي همكاريو د سازمان (سارك) د راتلونكي غونډي موضوع د جنوبي اسيا په هيوادونو كي له ترهګرۍ سره مبارزه په ګوته سوې ده.
ويل كېږي چي په سريلانكا كي د تاوتريخوالي زياتوب، په كابل كي د هند پر سفارت ځانمرګى بريد (چي پر پاكستان تاوان سو) او په هند كي پرله پسې چاودني د دې لامل سوې چي د سارك سازمان د ترهرګرۍ ضد جګړه د خپلي اجنډا په سر كي راولي.
د سارك سازمان غونډه چي د اګست پر دوهمه كولمبو كي پيلېږي، خو افغان حكومت له پاكستان سره د موجوده تاوتريخوالي له امله په غونډه كي له ګډون سره بايكاټ (پريكون) اعلان كړى دئ.
د سارك په سازمان كي پر افغانستان سربېره، هند، پاكستان، نيپال، بنګله دېش، مالديپ، سريلانكا او بهوتان هيواد غړيتوب لري.