کور / تازه خبرونه / لياقت بلوڅ: رضا ګيلاني د شوكت عزيز پر پله روان دئ

لياقت بلوڅ: رضا ګيلاني د شوكت عزيز پر پله روان دئ


د پاكستان د جماعت اسلامي مرستيال مشر لياقت بلوڅ وايي د پاكستان اوسنى صدراعظم يوسف رضا ګيلاني هم د شوكت عزيز لاره خپله كړه.
نوموړي تېره ورځ په لاهور كي د جمهوري حكومت پر لومړي وزير نيوكه وكړه چي د پوځي واكمنۍ د صدراعظم شوكت عزيز پاليسۍ تعقيبوي.
لياقت بلوڅ وايي د ترهګرۍ ضد جنګ په نامه له امريكا سره نيژدېوالى او همكاري دا ښيي چي يوسف رضا ګيلاني د پاكستان او پاكستانيانو ګټي په نظر كي نه نيسي.
لياقت بلوڅ دغه څرګندوني پر داسي وخت كوي، چي صدراعظم يوسف رضا ګيلاني په يوه پنځه ورځني سفر امريكا ته رسېدلى دئ.
نوموړى به د امريكا د اوسني جمهور رئيس ډبليو بوش په ګډون د كابيني له وزيرانو او د امريكا جمهوري رياست ته كانديدو مشرانو جان مكين او باراك اوباما سره هم وويني. او د پاكستان او امريكا تر منځ پر وروستيو كشالو او په قبايلي سيمو كي د عملياتو په باب به ورسره وږغېږي.