کور / تازه خبرونه / حماس غورځنګ د الفتح ګوند ۲۰۰ غړي ونيول

حماس غورځنګ د الفتح ګوند ۲۰۰ غړي ونيول

له غزې څخه وركړل سوي خبرونه وايي د حماس د اسلامي غورځنګ غړو د مخالف الفتح د واكمن ګوند څه باندي دوه سوه تنه غړي نيولي دي.
د حماس چارواكي وايي دغه كسان يې ځكه نيولي چي د دوى پر ضد په وروستيو چاودنو كي لاس لري.
په تېرو درو ورځو كي په غزه كي پرله پسې چاودني وسوې چي حماس ډله يې پړه د الفتح د واكمن ګوند چي مشري ولسمشر محمود عباس كي پر غاړه ور اچوي.
دوې ورځي مخكي په يوه پټه چاودنه كي د حماس ډلي شپږ كاركوونكي وژل سوي وه.