کور / تازه خبرونه / بريزنسكي: جان ميكن دريم جهاني جنګ پيلوي

بريزنسكي: جان ميكن دريم جهاني جنګ پيلوي


د سپيني ماڼۍ پخوانى امنيتي سلاكار بګ نيو بريزنسكي خبردارى وركړى چي په راتلونكو انتخاباتو كي جمهوري كانديد جان ميكن د امريكا ولسمشر سو، بېله شكه چي هغه به دريم نړيوال جنګ پيل كړي.
بريزنسكي وايي جان ميكن تر بش هم زيات جنګي فكر لري، چي هغه به د خپل ورسره طاقت په ذريعه دنيا د تباهۍ لوري ته ټېل وهي.
نوموړي زياته كړه چي دى له رايه وركوونكو امريكايانو څخه هيله كوي چي د نړۍ د سلامتيا او تباهۍ د مخنيوي په خاطر هغه څوك انتخاب كړي چي د امريكا او دنيا ګټي خوندي كړي.