" /> " /> " /> " /> هند د چاودنو په تور ۳۰ شكمن كسان ونيول  – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / هند د چاودنو په تور ۳۰ شكمن كسان ونيول  video

هند د چاودنو په تور ۳۰ شكمن كسان ونيول  video


د هند پوليس وايي د ګجرات ايالت د احمدآباد د چاودنو په تور يې ۳۰ شكمن كسان نيولي دي.
چارواكي وايي دغه كسان يې د ښار له مختلفو سيمو څخه د پلټنو پر مهال نيولي دي.
هند په وروستيو درو ورځو كي د پرله پسې چاودنو شاهد و چي د جمعې په ورځ په بنګلور كي شپږ او د شنبې په ورځ په احمد آباد كي لس چاودني وسوې.
د بنګلور چاودنو درې مړه او ۱۵ تنه ټپيان كړل چي د احمد آباد دا يې ۳۸ تنه مړه او تر سلو ډېر كسان ټپيان كړل.
د هند وروستۍ چاودني د افغان جمهور رئيس حامد كرزي په ګډون د سيمي د هيوادونو مشرانو په سختو الفاظو وغندلې.


د احمد آبادچاودنه په وېډيو کښي