کور / راپور / ناروې کې مېشت ليکوال د ستر استاد خادم بابا ٢٨ ياد لمانځي!

ناروې کې مېشت ليکوال د ستر استاد خادم بابا ٢٨ ياد لمانځي!

په ناروې کې يو شمېر مېشتو ليکوالو ،شاعرانو او فرهنګپالو د تېرې مياشتې د ادبي ناستې د پرېکړې له مخې پرون خپله نوبتي ادبي ناسته د مبارک تلاوت او د وتلي او منلي ليكوال استاد محمد اصف صميم سره دخواخوږۍ او دعا وروسته د خوږ ژبي شاعر ډاکټر مصطفی امن پر يوشمېر شعرونو د کره کتنې تر سرليک لاندې پيل کړه.


چې په لړ کې يې يو شمېر يادو او تکړه پښتنو اديبانو ، ژورنالستانو او د نظر خاوندانو ، په خپل خپل وار د خپل نظر لورونې د ښاغلي امن پر پېيلو ويناوو ورولورولې.


تر کره کتنې او اوږدو خوږو ادبي بحثونو وروسته د ناستې دويمه برخه يعنې مشاعره پيل شوه چې په ترڅ کې يې دغو ښاغليو خپل او ځينو د نورو ښاغليو شاعرانو شعرونه واورول:


کمکي سباوون جان بزګر، استاد ظاهر سدوخيل، نعيم وياړ، رياض نانيخيل، استاد قريب الرحمن سعيد،  اجمل اټک يوسفزی، مصطفی امن،  خدمتګار مزدور زوی، انجنير شکران الدين يوسفزي،  محمد طارق بزګر،  نجيب رسولي، ډګروال سيدا جان پکتيان او يو شمېرنو رو ښاغليو.


د ادبي ناستې په دريمه برخه کې د ناستې ګډونوالو پرېکړه وکړه چې د اګسټ د مياشتې پر دېرشمه نېټه به د ښاغلي رياض نانيخيل په دېره کې د لوی او منلي استاد ارواښاد مولانا قيام الدين خادم بابا ٢٨ تلين چې د راتلوونکې مياشتې سره سمون خورې د يوې درنې او لوې ناستې په ترڅ کې ونمانځي .


د ادبي ناستې غړيو ژمنه وکړه ،چې له يو شمېر نورو هغو خورو ورو فرهنګيانو څخه به هم غوښتنه وکړې چې د خادم بابا په ياد تر خپلې وسې علمي او پوهنيز سيمينارونه او غونډې جوړې کړي.


دغه ادبي ناسته چې د اوسلو پلازمېنې ته څېرمه د سترومين په ښار کې د ښاغلي فرهنګپال نعيم خان وياړ په دېره کې جوړه شوې وه ،سترګور ليکوال او سياسي شنونکى استاد قريب الرحمن سعيد يې مشر او ليکوال او شاعر ښاغلي پکتيان يې ځانګړى ميلمه وو.


د يادوونې  وړ ده چې نوموړې ادبي ناسته د مازديګر پر اوو بجو پيل او دشپې پر يوولسو بجو پای ته ورسېده .