کور / تازه خبرونه / اعظم ورسك : په ديني مدرسه په بريد كې نهو تنو مرګ ژوبله واوښته

اعظم ورسك : په ديني مدرسه په بريد كې نهو تنو مرګ ژوبله واوښته

د سهيلي وزيرستان په واڼه كې نن سهار په يوه ديني مدرسه له كوم ناڅرګند لوري څلور ميزايل وويشتل شول چې پكې د لومړنيو راپورونو له مخې شپږ تنه مړه او درې نور ژوبل دي .


د عيني شاهدانو په وينا داعظم ورسك يه زيړه ليټه كلې د مولوي جليل په مدرسه نن سهار څلور توغندي ولګېدل . چې شپږ تنه يې مړه كړي او درې نور ټپيان دي .


دا لا تراوسه نه ده معلومه چې توغندي له كومې خوا توغول شوي دي خو ځايي چارواكي وايي چې د بريد پر وخت په فضا كې جاسوسي الوتكو الوتنې كولې . چې ددوى په وينا كېدى شي بريد هم الوتكو كړى وي .


د پېښې په اړه نور جزيات به ليږ وروسته پر ليكه شي .