کور / خبرتیا او پيغامونه / د دروېش دراني د خواخوږۍ پيغام

د دروېش دراني د خواخوږۍ پيغام

د جولاى پر ٢٧ نېټه خبر شوم چي د افغانستان د نوميالي ليکوال او ژبپوه استاد محمدآصف صميم صاحب دروند پلار ارواښاد صميم الله خان له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي، زه يې پر مړينه سخت خوابدى او غمجن شوم او ځان له آصف صميم صاحب او د ده له کورنۍ سره په دې درانه غم کې شريک بولم.


خداى دي ارواښاد صميم الله خان صميم ته- چي په افغانستان کې يې د پوهنې لپاره خدمتونه تر سره کړي- فردوس جنت ور په برخه کړي او کورنۍ ته دي يې همېشنى زغم او صبر ورکړي.


آمين