پي ټي ايم کراچي لاريون: د پښتنو سره زور زياتی به د رياست بنيادونه ولړزوي

Aziz Rahman Hazim | جنوري 27th, 2019


نن د جنورۍ مياشتي پر ۲۷ نېټه هم د کراچي په سهراب ګوټ کي د پي ټي ايم جلسه روانه ده، دا جلسه د جنورۍ پر ۲۴ راپيل سوې ده او پکي د کراچۍ مېشتو پښتنو په ګډون د پښتونخوا او نورو سيمو په سلګونو کسانو ګډون کړی دی.

د پي ټي ايم مشران وايي، چي دوی په کراچي کي د اوس مهال لپاره پنځه غوښتني لري او تر هغو به غونډه جاري وساتي ترڅو چي ئې پنځه واړه غوښتني نه وي منل سوي.

دوی غوښتنه کوي چي په کراچۍ کي دي د دوی د ملګرو پر ضد جوړې سوي مقدمې ختمي سي، عالمزېب مسید او په سنټرل جېل کي د پښتون ژغورنې غورځنګ بندي درې غړي دي خوشي کړل سي، په سیند ايالت په تېره بيا په کراچي کي دي د پښتنو د اقتصاد د له منځه وړلو هڅي بندي سي ،د شمالي وزیرستان د خیسور د پېښي پلټنه دي وسي او د حيات کورنۍ ته دې انصاف ورکړل سي.

عالمزېب مسيد د پښتون ژغورني يو فعال دی چي د رواني جنورۍ پر ۲۱ نېټه پاکستاني پوليسو ونيوی او  د جنورۍ پر ۲۲ ئې محکمې ته وړاندي کړ.

پر نوموړي هيڅ تور نسته خو تش په دې چي د پي ټي ايم لپاره ئې فعاليت کاوه نيول سوی دی او اوس د کراچي په سنټرل جېل کي شپې سبا کوي.

تېر ماښام په کراچي کي احتجاجي غونډي ته د عالمزېب مسيد پلار ببرک خان هم وينا وکړه، نوموړي وويل: په دې وياړي چي زوی ئې د مظلومو او بېګناه خلګو لپاره ږغ اوچت کړی دی او د هغوی په دفاع کي بندي دی.

په دې لاريون کي چي د بېلابېلو سيمو څخه پښتانه مشران او ټولنيز فعالان راغلي دي، په ګډه د پښتنو پر ضد روان ظلم او زورزياتی غندي. او د پاکستاني رياست ظالمانه کړني چي د پښتنو پر وړاندي ئې جاري کړي دي د بندولو غوښتنه ئې کوي.

 دې غونډي ته  د نورو ګوندونو فعالان هم راغلي دي، چي يوه له دغه کسانو څخه وکيله شمايله شاهاني ده، چي د وومين ډيموکراټيک فرينټ د سازمان غړې ده، آغلې شاهاني په خپله وينا کي د پښتون ژغورني غورځنګ د غوښتنو څخه ملاتړ څرګند کړ او د هغوی سره د روان تشدد غندنه ئې وکړه.

آغلي شاهاني غونډي ته په خپله وينا کي وويل: “.چې آصف غفور پخپله وایي د دوی غوښتنې جایزې دي نو بیا ولې په پوره کال کي د دوی غوښتنې ونه منل سوې، دا زموږ قانوني حق دی چي موږ ته تحفظ راکړي، له دې ریاسته موږ غواړو چې زموږ خلک ورک نه کړي، په ارام ئې ژوند کولو او کار ته پرېږدي “.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم تېر ماښام د کراچۍ احتجاجي ناستې ته د واټسپ له لارې آنلاین وینا وکړه او ویې ویل چي دوی له تېر یوه کاله د خپلو پنځو غوښتنو لپاره پرامنه احتجاجونه کوي، خو ریاست د هغوی د منلو پر ځای د دوی ملګري نیسي او په زندانونو کي ئې ساتي.

ښاغلي  پښتین په خپله وينا کي وويل: “ریاست ته وایو چي له عالمزېب سره زیاتی کېدای سي ستا بنیادونه وخوځوي، که مو کله دا اعلان وکړ چي ستا له عدالت نه زموږ تمې او امیدونه ختم سول په هغه ورځ به د پښتنو عدالت لګېږي بیا به ته د خپلو جرنېلانو او راو انورانو حشر ګورې”.

بل لور ته د پښتونخوا په مردان ښار کي هم تېره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ شپږ تنه نیول سوي دي.

د پي ټي ایم د سرچینو په وینا د پي ایچ ډي زده کوونکی اسفندیار وزیر، پروفیسر اخترخان، عتیق خان او دوی درې نور ملګري تېره ورځ د مردان سیمه ییز عدالت ته ورغلي وو او غوښتل ئې د دوی پر ضد په جوړه سوې مقدمه کي ضمانت واخلي، خو عدالت ضمانت ور نه کړ او پولیسو په عدالت کې دننه ونیول او په تاڼه کي ئې بندیان کړل.

Copyright Larawbar 2007-2024