کور / راپور / د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ خبرپاڼه

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ خبرپاڼه

ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ یا (CPAG) د معلوماتو له مخې چې په ٢٠١٨ کال کې د بېلا بېلو امنيتي پېښو پر مهال (٦٦٨٧) ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې(٢٦١٥) تنه وژل شوي او(٤٠٧٢) تنه نور ټپيان شوي وو. له سیپګ سره ثبت شوي معلومات ښه يي چې له یادې مرګ ژوبلې څخه۴۹.۵٪ سنله مرګ ژوبله دولت ضد ډلو ته مسوب شوې چې ۳۳.۳ سلنه يې پر وسله‌والو طالبان، ۱۶.۳ سلنه داعش ترهګره ډله او۲۷.۴ سلنه ملکي مرګ ژوبله په حکومتي ځواکونو پورې اړه لري، البته په دغه مرګ ژوبله کې ۶٪ تلفات د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې اوښتي، پاته نور۲۲.۱ سلنه تلفات د راکیټي بریدونو، هاوان مرمیو او هدفي وژنو په ترڅ کې په جګړه کې د ښکیلو غاړو له لوري رامنځته شوي چې هیڅ یوې ډلې يې مسوولیت ندی منلی.

بل لور د یادې ډلې معلومات ښه يي چې په تیر کال کې ۴۰ داسې ځانمرګي بریدونه رامنځته شوي چې په نتیجه کې يې ۷۴۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶۶۸ نور ټپیان شوي دي، په دغو بریدونو کې داعش ترهګره ډله او وسله وال طالبان پړه بلل شوي دي.

بل پلو د ۱۸۳ ماین چاودنو له کبله ۱۰۸۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۳۵۳ ملکيان يې وژلي او ۷۲۸ نور يې ټپيان کړي دي، له یادو ماینونو څخه ډیری په هغو سیمو کې چاودلي چي د حکومت له کنټروله څخه وتلې بلل کیږي.

همدارنګه په تېر ۲۰۱۸ کال کې د حکومتي ځواکنو له لوري د دوی د مخالفینو پر وړاندې په تر سره شو شپنیو عملیاتو کې ۲۶۵ ملکیانو وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

 بل لوری د افغان او بهرنیو ځواکونو لخوا ۱۹ داسې هوايي بریدونه شوي چې پکې ۱۳۶ ملکیان وژل شوي او ۸۷ نور ټپيان شوي دي.

دغه له ۲۰ مدني ټولو څخه جوړ شوی ګروپ سیپګ چې د جګړې د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنه په برخه کې کار کوي، دا ځل پر حکومت غږ کوي چې په روان ۲۰۱۹ کال کې پر داسې طرحو کار وکړي چې د ملکي مرګ ژوبلې کچه راټیټه کړي.

واندیزونه او

  1. د ملي امنیت شورا دې ژر تر ژره د مرګ ژوبلې د کمښت ملي پالیسي له ولس سره شریکه او د څار باصلاحیته پلاوي ته دې لار هواره کړي.
  2. د ملي دفاع وزارت دې په عملیاتو کې د ړندو بمباریو او شپنیو چاپو پر مهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوي ته جدي پام وکړي
  3. امنیتي ادارې دې د باور ساتلو او د مرستو رسولو د شفافیت پر بنسټ په پېښو کې د ملکي مرګ ژوبلې دقیقي شميرې نه پټوي.
  4. حکومت دې نړیواله ټولنه وهڅوي چې د جګړې د قربانیانو له کورنیو او پاته شونو سره لا نورې مرستې وکړي او د مرستو رسولو د رڼتیا او څار معلومات دې له رسنیو سره شریک شي.

له طالبانو غوښتنې

  1. سیپگ له وسله والو طالبانو غوښتنه کوي چې ملکي تاسیسات دې د پټن ځایونو په توګه نه کاروي.
  1. طالبان دې د جګړې پر لیکو کې د ماشومانو له کارولو ډډه وکړي.
  2. وسله وال طالبان دې په ولسي ځایونو او ښارونو کې د بریدونو مخنیوی وکړي.
  3. وسله وال طالبان دي پر لویو لارو د ماینونو له خښولو څخه ډډه وکړي.

په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو،

  1. په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه دې، د ړندو بمباریو څخه ډډه وکړي.
  2. نړیواله ځواکونه دې په کلیوالو او ګڼ میشتو سیمو کې له تک راتګ څخه ډډه وکړي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب کیږي.
  3. نړوال ځواکونه دې د عملیاتو پر مهال له افغان ولس سره ناسم چلند نه کوي.
  4. نړال ځواکونه دې په ملکي مرګ ژوبله کې ښکیل د امنیتي قومندانانو تر شا نه دریږي.