کراچیوان (لنډه کيسه)
Aziz Rahman Hazim
لیکوال: نورالله غازي
جمال خان د یو دوکان مخې ته له سامان سره ولاړ و، د کراچيوانانو څېرو ته یې په ځير کتل، دی د یو داسې کس په لټه و، چې شکله یې د روغ سړي وي، دا چې پينځه ويشتمه روژه وه، نو د کابل ښار په منډیي کې ګڼه ګوڼه بیخي زیاته وه.
یو سپين ږیری کراچیوان د سامان په لیدو لږ ورو شو:
ـ چیرته یې وړې؟
جمال خان یې څېرې ته ځیر شو:
ـ چوکه پورې!
کراچیوان کراچي ودروله:
ـ واچوه…!
جمال خان دستي ورغبرګه کړه:
ـ څو اخلې؟؟
کراچیوان وویل:
یو پنځوسی درنه اخلم، چې خوشال ته وې….
جمال خان سامان ته لاس ونیو:
ـ دوه درې سپکې خلتې دي، د کور سودا… پنځوس زیاتې دي، دېرش روپۍ درکوم!
کراچیوان لکه نور بار چې لري، په تیزۍ ترې روان شو!
څو کسه ورته ودریدل، خو له پنځوسو یې کمې نه اخیستې، هر یوه ویل چې بیروبار دی، یو سات کې چوک ته نشو وتلی!
یو کس چې تیزه کراچۍ یې روانه کړې وه، غږ وکړ:
ـ ماما چیرته!
ـ چوک ته!
څو ورکوې؟
ـ دېرش!
کراچي یې ودروله:
ـ واچوه!
کراچیوان په تنګو کوڅو کې تېز تېز روان و، جمال خان په سختۍ ځان پسې رساوه، یو ځای کې بیروبار شو، جمال خان کراچیوان ته وويل:
ـ څو کسه مې ودرول، له پنځوسو یې کمې نه اخیستې، تا ته مې چې دېرش وويل، هیڅ دې هم پکې ونه ويل؟!
کراچیوان ورو ورو روان شو:
ـ ماما! موږ کار کوو، خلک خانۍ جوړوي، چې په مخه راشي، نه یې پرېږدم، چې شل دې راته ویلي وای ام نه مې نه ویل، د سهاره راهیسې یوه ګینټه ام نه یم اوزګار شوی…
جمال خان ورته وویل:
ـ د ورځې به څو جوړوې؟
کراچيوان لږ ورو شو:
ـ په دې ورځو کې تر پینځو شپږ سوو رسوم، له درو و څلورو سوو خو مې ولاکه یوه ورځ ام کمې جوړې وي….
جمال خان پسې ورتېز شو:
ـ ولا چې تکړه یې، څلور سوه خو موټر ام نشي ګټلی!
کراچیوان غږ وکړ:
ـ باخبر! کاکا خوږ نشې!
جمال خان ته رانږدې شو:
ـ ته به څه فکر کوې، تیزن موټر خو یې ولاکه راسره وګټي، پیسې سړی ګټي، تکلیف به وباسې….
جمال خان ته کراچیوان تر خپل ځان نه هم ښۀ او کاریګر ورښکاره شو، ده سوخت لرګي خرڅول، چې تر مازدیګره به یې تبر هم واهه، خو د کراچیوان غوندې پکې خوشاله نه و.
کراچیوان غږ وکړ:
ـ باخبر!! حاجي صيب خوږ نه شې!
له دې سره کراچۍ له یو کس سره ولګيده.
سړي په غوسه مخ راواړو:
ـ ړوند یې په خلکو یې خیجوې…؟!
کراچیوان خوله جینګه شوه، په خواست یې وویل:
ـ حاجي صیب زیات وبښه!
سړي چې توره غوړه ږیره یې لمر ته ځليده په غوسه وويل:
ـ ښه چل مو زده کړی، یو وارې سړی پرې ووهی، بيا وایی وووبښښهه….!
وبښه یې داسې وویل، لکه د کراچیوان خولې پيښې چې کوي.
کراچیوان ورته وویل:
ـ خو غږ مې درته وکړ، چې ته یې نه اورې زه ګرم شوم!….
له شا نه بل کس چې هغه هم سپینې جامې اغوستې وې، رامخته شو، په وچو شونډو یې تیز وويل:
ـ اجي څه خبره ده؟
هغه کس کراچیوان ته لاس ونیو:
ـ دې لوده په کراچۍ ووهلم….
سړي کارچیوان کې زېږې سترګې ونیوې:
ـ ړوند یې، دومره غټ سړی دې نه لیدو؟!!
کراچیوان یو څه په لوړ غږ وويل:
ـ اجي صيب قسدن خو مې نه ده وهلی…….
هغه کس ورته رانږدې شو، خو بل ملګري یې له لاسه ونیو:
ـ راځه روژه ده، څه یې کوې…!
سړي، چې په څیره کې یې د روژې شدید اثر ښکاریدو، په وچه خوله وویل:
ـ خدای ام خپل کوستیزن ښه پیژني، په خدای چې ټیلر یې درکړی وای، په خلکو به دې پاسه خیجاوه، ستا شکل او همدا کراچۍ!…..
دې خبرې ګراچیوان داسې غلی کړ، چې نور یې هیڅ خبره په خوله نه جوړیده، همداسې خاموش روان شو.
لږ مخکې چې لاړ، جمال خان وويل:
ـ دا څه بد اخلاقه خلک وو، چې ګیرو او جامو ته دې لیدلي وای تا به ويل، سم درانده خلک به وي، خو اخلاق یې د سپيو نه ام بتر وو…..
کراچیوان یوه خبره هم نه کوله، تر چوکه پورې همداسې خاموش روان و، جمال خان چې په چوک کې سامان ترې ښکته کړ، د دېرسو پر ځای یې پنځوسی ورکړ، خو کراچیوان هيڅ ونه کتل، جيب ته یې واچوه او روان شو، خو خدای زده ولې یې په پښو کې هغه تیزي نه وه، خالي کراچۍ یې داسې روانه کړه، لکه زر منه بار چې یې پکې اچولی وي.