کور / د ډيورنډ کرښه / د خپلواکۍ ترلاسه کولوڅوتاریخي درسونه

د خپلواکۍ ترلاسه کولوڅوتاریخي درسونه

لیکونکی : محمد یوسف صابر ساپی

پښتانه په لر او بر د ویش سربیره ،د مبارزې د ډولونو په برخه کې هم په دوو اساسي ډلو ویشل شوي پاتې دي:یو شمیر د بشپړې سوله ییزې مبارزې(عدم تشدد)او نور یې یواځې د جګړې (قهرآمیزې) د لارې پیروان دي،په همدغه ویشونو کې سره لا ویشلي پاتې دي.هند آزاد شو،بنګله دیش خپلواکي ترلاسه کړه،شمالي او جنوبي ویتنام سره یو شول،د ختیز او لودیز آلمان یووالی بریالی سرته ورسید،د شمالي او جنوبي کوریا یوځای کیدو خبرې جریان لري،اما د پښتنو د بیلوالي خونړی ټپ لا تازه په وینو لت پت پروت دی،لا پرې مالګه شیندل کیږي.

یواځې سوله ییزه مبارزه او که یواځې جګړه د حل لاره ده؟ یواځې په عدم تشدد سره او که یواځې په جګړې سره خپل یووالی ـ خپل برم او پت ترلاسه کولی شي؟

پدې برخه کې د پورته یادو ولسونو نژدې تاریخي تجربو ته ځغلنده نظر اچوو او تاریخي درسونه یې بیا رایادوو:

  • د هند د آزادۍ درس

د مروج تاریخ له مخې عامه افکار داسې ګڼي،چې په ۱۹۴۸م کال کې د بریتانوي استعمار څخه د هند خپلواکي د ګاندي،نهرو او د کانګرس ګوند د نورو مشرانو او د هند ولس د سوله ییزو او تشدد څخه خالي مبارزو محصول وُ.پدې کې هیڅ شک نشته ،چې د کانګرس ګوند رسمي سیاست – د عدم تشدد تګلاره وه،چې ګاندي،نهرو او د خدایي خدمتګارو مشر باچا خان یې مخکښان وو.اما هغه څه چې د عامه افکارو شاته ،په تیارو کې پټ روان وو،هغه دا وو چې د کانګرس ډیر نور مشران د هندوانو او مسلمانانو په دښمنۍ کې د انګریزانو په خوا ولاړ وو.د هغوۍ دا دریځ نوره هم ژوره تاریخي ریښه لري.

د بریتانوي ښکیلاک په ضد د هند د خلکو لومړنی ستر قوي غبرګون د ۱۸۵۷م کال انقلاب وُ،چې په رسمي تاریخونو کې یې د سپاهیانو پاڅون په نامه یادوي،ګنې داسې ښیيُ،چې دا اجیرو سپاهیانو ته د معاشونو د ځنډیدو له کبله یو احتجاج وُ،اما په واقعیت کې دا د استعماري ناکردو اوانګریزي ښکیلاکګرو له خوا ،چې ترشا یې صیهونیستي ایدیالوګان ولاړ وو،د هند په نیمه قاره کې د اسلام د سوله ییز چټک خپریدو د مخنیوي او د خرافاتو په نامه د ټولو مذهبي مراسمو د سپکاوي په مقابل کې د هند دعام ولس له غوسې ډک پاڅون وُ.تعجب آوره به ښکاره شي که ووایو،چې  د افغان – انګلیس په لومړۍ جګړه کې د افغانانو بری ددې ستر پاڅون اصلي محرک وُ.

د افغان -انګلیس د لومړۍ جګړې(۱۸۳۹-۱۸۴۱م کال) کیسه ،د انګریزي استعماري لښکرو ماته یواځې د زیاتو ځاني او مالي تلفاتو او شاته تګ سره تمامه نشوه.په دغه نابرابره(asymmitric)جګړه کې،چې یو خاورین ملت په خپلې افغاني او اسلامي روحیې سره،د یوې سترې امپراتورۍ ،چې لمر یې له خاورې نه پناه کیده،د «نه ماتیدو» طلسم مات کړ.کټ مټ لکه د منظور احمد غوندې د یو ځوانکي هلک دغیرت چیغې،چې د پاکستاني پوځ   دهشت  مات او ټول پاکستان یې کاواکه کړ.

یوه نیمه لسیزه تیره نه وه ،چې په لوې هند کې ټول مسلمانان،هندوان،عام ولس د انګریزي استعماري نارواوو په مقابل کې یوځای پاڅون وکړ،داسې پاڅون چې د ټول ښکیلاک ریښې یې له بیخه سستې کړی.جواهر لعل نهرو لیکي:«پاڅون د کرکجنو پردیو له منګولو څخه د هند خپلواکۍ ترلاسه کولو له پاره په دوامداره جګړې واوښت.خلک لدې کبله ،چې خپله بیوزلي،غریبي او ناچارۍ یې د انګریزانو د راتګ پایله ګڼله،ددې شورش سره یوځای شول.مذهبي ولولو هم عام ولس پاڅون ته رابلل..ددې په پایله ګې،هم هندوان او هم مسلمانان،په ګڼ شمیر سره پدې جګړو کې برخه اخیستله.د څو میاشتو په موده کې د بریتانیا حکومت د هند په شمال او مرکز کې په یوه ویښته پورې تړلی وُ.اما په پای کې …سیکهانو او ګوراګانو د انګریزانو څخه ملاتړ وکړ…انګریزانو په خورا سړه سینه ، ډیر خلک تیرباران کړل او د توپونو خولو ته یې وتړل،زرګوني انسانان یې د سړک له غاړو په ونو کې په دار وځړول. ویل کیږي،چې د نیل په نوم یو انګریزي جنرال ،چې له الله آباد څخه یې پر کانپور حمله یوړه،د لارې په سر یې هرې ونې پورې  یو تن په دار ځړولی وُ.پدې کې خورا ډیر خلک ووژل شول،ودان کلي خالي او وران شول.»

انګریزي استعمار نوموړی ولسي قیام په خورا بې رحمي او تشدد سره وځپه،په توپونو سره یې زرګوني انسانان ووژل.

لدې سره انګریزان د خپلې استعماري واکمنۍ ضد اصلي محرک ته ،چې افغانان او مسلمانان وو،متوجه شول؛د ډیوبند مدرسې یې جوړې کړې،د اسلامي افراطیت تخم یې وکره او د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ یې د دښمنۍ تخم وپاشه،له حاصل څخه یې د یوې نیمې پیړۍ راپدې خوا ترننه پورې استفاده کوي.عبدالعظیم ولیان لیکي:«یواځنۍ ډله ،چې له پیله د انګریزانو سره دښمني کوله او پر هند باندې د انګریزانو د واکمنۍ په ټوله دوره کې،په بیلا بیلو ډولونو اولارو ،په ښکاره او پټ همیشه د هغوۍ پر ضد جنګیدل،مسلمانان وو او انګریزان هم د هماغه پیله څخه پدې ښه پوهیدل ،چې دا ډله د دوۍ سره په هیڅ ډول نشي پخلا کیدلی،او له همدې کبله پدې نیت کې شول،چې د هندوانو د تطمیع،تشویق او مرستې له لارې،مسلمانان وځپي…یو انګریزی سر لښکر لورد آلن برو په یو ه وینا کې څرګندوي،چې مسلمانان د خپل دین د طبیعت له کبله زموږ سرسخته دښمنان دي او له همدې کبله موږ باید د هندوانو رضایت ترلاسه کړو.»…

د هند څخه د اسلام د لمنې راټولیدو په توطیه کې د استعمار سره د سردار پټیل،راجه ګوپال او د کانګرس د نورو مشرانو هم -لاسي او په پای کې د ګاندي او نهرو موافقې ترلاسه کولو سره،د هند آزادي په پاکستان کې د اسلام بندي کولو سره سرته ورسیدله.د باچا خان له قوله:د هند وایسرای بیټن او د کانګرس مشرانو ترمنځ پټ سازش دا وُ،چې د هند او پاکستان په ویش کې به د پنجاب او بنګال نیمایي برخه هند ته ورکول کیږي او سرحدي صوبه(د پښتنو سیمه)به پاکستان ته حواله کیږي.

دا د توطیې د تیوري کومه برخه نه ده،دا څرګند تاریخي حقیقتونه دي.که څوک د هند د آزادۍ ریښتیاني تاریخ څخه د خبریدو لیوال وي،نو د عدم تشدد تګلارې قافله سالار- عبدالغفارخان په تریخ اعتراف دې غور وکړي،چې وایي:عدم تشدد زموږ عقیده وه او د کانګرس سیاست…

انګریزانو  پښتانه د خپل سخت مقاومت په بدله کې،چې ټول هند یې له ځان سره د استعمار په ضد راهڅوه،د کانګرس سره په سازش کې ،مسلم لیګ ته ،چې«انګریزي پیداوار » وُ،لاس تړلي ورتسلیم کړل،چې د «غلامانو له غلامي» څخه ترننه پورې ځان نه شي خلاصولی.

سیاست او عقیده دوه جلا جلا رشتې دي.سیاست ځانته اصول،قوانین او موازین لري،چې د عقیدوي اصولو سره بریالی پرمخ نه شي تللی.

  • د بنګله دیش د آزادۍ تجربه

په ۱۹۴۷م کال د هند او پاکستان د ویش په وخت کې، د بنګال ګڼ نفوسه خاوره سره لدې ،چې د لودیز پاکستان څخه ۲۰۰۰کیلو متره لیرې پرته وه،په کلتوري او اتنیکي پلوه بیل ولس په کې اوسیده،د دین د ګډون په نامه،پاکستان پورې وتړل شوه.په ۱۹۴۸م کال محمد علي جناح اردو د بنګال رسمي ژبه وټاکله.لدې سره بنګالیانو مخالفت وکړ او د بنګالي ژبې تحریک یې جوړ کړ.د همدغه تحریک د مبارزو په نتیجه کې ،آن د ۱۹۵۶م کال په اساسي قانون کې بنګالي ژبه هم رسمي ژبه وګڼل شوه.

ژبه ، دین او ژوند دود د فرهنګ غوره برخې دي .فرهنګ د یو ملت د ژوندانه د تغذیې اساسي ریښه ده.پښتنو د خپلې ژبې رسمي کیدو له پاره د بنګالیانو په خلاف کوم قوي تحریک پیدا نه کړ،ترننه پورې په پیښور کې یوه لوحه په پښتو نه ترسترګو کیږي.

لدې سربیره بنګال خورا ګټوره تجارتي بندري سیمه وه.په ۱۹۶۵م کال د کشمیر په سر د هند او پاکستان په جګړه کې،د پاکستان پوځي لګښتونه ،چې زیاته برخه یې د بنګال څخه ترلاسه کیدل،خورا ملا ماتونکي وو،په بنګال کې یې فقر او ناآرامي زیږولې.لکه څنګه چې څرګنده ده،پاکستان په نوموړې جګړه کې سپکونکې ماته وخوړه.د ایوب خان له استعفا څخه وروسته جنرال یحیی د بحران څخه د وتلو له پاره ،په ۱۹۷۰م کال کې ټولټاکنې اعلان کړې،پدې انتخاباتو کې د بنګالیانو ډیر محبوب او خورا جذاب مشر شیخ مجیب الرحمن د جنرال یحیی په مقابل کې عمومي انتخابات وګټل .پنجابي واکمنانو(پوځ او پیپلز پارټۍ) د بنګالي عوامي لیګ بری ونه مانه.بنګالیانو په اغتشاش لاس پورې کړ.پوځ د بنګالیانو ټکولو له پاره عملیات وکړل.دا جزایی عملیات آن تر  نسل کشي(جنوسید)اوږده شول،نژدې درې میلیونه بنګالیان په کې ووژل شول،شاوخوا د ۲۰۰ زرو بنګالي ښځو  بې عفتي وشوه ،جبري فحش ته اړ کړای شوې،د پاکستاني پوځ تیریو عام ولس کډوالۍ ته اړ ویستل،نژدې لس میلیونه خلک هند ته واوښتل؛شیخ مجیب الرحمن یې ونیوه،اما د بنګال عوامي لیګ نورو مشرانو په جلا وطني کې د بنګله دیش خپلواکه دولت اعلان وکړ او په خپله خاوره د خپل واک له پاره یې ګوریلایي جګړې پیل کړې.

هند هم د ۱۹۷۱م کال د دسمبر په درییمه نیټه ،د کشمیر ستراتیژیکې لانجې د حل په موخه،د پاکستان په ضد د جګړې اعلان وکړ.د پاکستان پوځ دوه اونۍ هم مقاومت کولای ونه شو،تسلیم شو،د بنګله دیش خپلواکۍ ته یې غاړه کیښوده.

پدې جګړه کې د پاکستان جمیعت اسلامي د بنګالیانو د آزادۍ خلاف جنګیده.د افسوس خبره خو داده،هغه قربانۍ،چې پښتنو د کشمیر په جګړه کې ورکړې،که یې د خپلې خاورې آزادۍ په لاره کې ورکړې وې ،اوس به پښتنو په خپله خاوره  خپلواکه او سرلوړی ژوند درلود.

پدې ډول،بنګالیانو خپل حقوق  په آزادو انتخاباتو کې ،په مدني او سوله ییزه توګه ، د زورواکو څخه ترلاسه کولی ونه شول،نو په جګړو یې لاس پورې کړ او بریالي شول.

  • د ویتنام تجربه

ویتنام د ۱۸۵۸م کال راپدې خوا د فرانسې مستعمره وه.په دویمه نړیواله جګړه کې،جاپان د خپلو جنګي اړتیاوو پر بنسټ،د ویتنام طبیعي زیرمو ترلاسه کولو په موخه،پر ویتنام باندې لښکرکښي وکړه.په نتیجه کې،فرانسې د ویتنام ستراتیژیکو زیرمو ته د جاپان د لاس رسي حق ومانه او جاپان په ویتنام کې فرانسوي استعماري اداره پرځای پریښوده.

د نړیوالې جګړې وروسته د ۱۹۴۵م کال په سپتمبر کې،ویتنامیانو د هوچی من په مشرۍ ،د ویتنام آزادي اعلان کړه او لس کاله یې نور هم د فرانسوي استعمارچیانو په ضد جګړو ته دوام ورکړ.په ۱۹۵۴م کال ویتنام « د هند وچین کنفرانس »د پریکړې سره سم،په دوو برخو وویشل شو.

په ۱۹۵۵م کال کې ،امریکا د فرانسي استعماري اداره،چې پخوا لدې یې هم ۸۰٪ بودیجه ورته ورکوله،مخامخ په خپل لاس کې ونیوله.

د جنوبي ویتنام خلکو (ویتکانګیانو)د شمالي ویتنام په مرسته،د سویلي ویتنام ګوډاګي رژیم او ملاتړونکي امریکایي پوځ پر ضد جګړې کولې.د شلو کلونو خونړیو جګړو،د جګړې په ضد د نړیوالو او امریکا د خلکو د عامه ذهنیت تر فشار لاندې،امریکا خپل پوځونه ګام په ګام له سویلي ویتنام څخه وویستل؛تر ۱۹۷۵ م کال پورې د شمالي ویتنام قطعاتو ټول سویلي ویتنام ونیو او د ویتنام ویش پای ته ورسید.

د افغانستان اوسنۍ اداره د جنوبي ویتنام د ادارې سره زیات ورته والی لري:اصلي واک د امریکایي چارواکو په لاس کې دی.د امریکایانو جنګي کړنې  په افغانستان او ویتنام کې هم یوشانته دي- د خپل ټول نظامي قوت (روا او ناروا) او خپل مدرن جنګي وسایل او تخنیک پکاروي؛د بګرام پوځي اډه او زندان د سویلي ویتنام د (لونګ بینه) پوځي اډې او زندان کاپي ده.په خپله امریکایانو هم ځای ځای لدې ورته والي څخه یادونه کړېده.

د ویتنام جګړه او د افغانستان جګړه دواړه نابرابرې(Asymmetric)جګړې دي،چې یو ستر نړیوال ځواک یې د یو کوچني ملت سره پرمخ بیایي.متاُسفانه په افغامستان کې د امریکا ضد جنګیالان د ویتکانګیانو په څیر د چین او شوروي غوندې پیاوړي او جدي ملاتړونکي نه لري،د ISI له ملاتړ څخه برخوردار دي،چې هغه خپله ورته په زړه کې ټګ دی،اما د چین او روسیې سره د امریکا اوسنۍ پهلواني د افغاني جګړې کاروزار کټ مټ د ویتنام جګړې لوري ته سوق کوي.

  • د آلمان د یووالي ځانګړتیا

نازي آلمان په دویمه نړیواله جګړه کې  ماته وخوړه او د متحدینو له خوا ونیول شو،د سړې جګړې په پیل کې د دوو متخاصمو نړیوالو سیستمونو ترمنځ وویشل شو،په لودیز آلمان او ختیز آلمان کې دوه جلاجلا دولتونه جوړ شول.نژدې نیمه پیړۍ دواړو دولتونو د دښمنو سیستمونو په جبهو کې یو د بل په ضد ولاړ وو.

د آلمان خلکو دوه ځانګړنې درلودې،چې د نړۍ ډیر نور ولسونه ، د پښتنو په شمول ورڅخه بې برخې دي:

-د یو ملت په څیر عام ولس د لوړ ملي شعور څښتن وو،ملي احساس په کې دومره زیات وُ،چې د خپلو ملي ګټو له پاره یې آن د نورو ملتونو ګټې تهدیدولې؛

-عام ولس لوړه مسلکي او تخنیکي ښوونه او روزنه لرله،علمي کدرونه او پوهان یې خورا زیات وو،اشغال کړو دولتونو هم د دوۍ تخنیکي او علمي کدرونو ته اړتیا پیدا کوله.

سره ددې چې د لودیز آلمان فدرالي جمهوریت او د ختیز آلمان دموکراتیک جمهوریت یو دبل سره دښمنانه دریځ درلود،اما د دواړو ملکونو خلکو د برلین دیوال بیلتون سره سره ،په خپلو منځنو کې هراړخیزه تجارتي،اقتصادي او فرهنګي اړیکې ساتلې.همدغو اړیکو آن  د هغوۍ په سیاسي اړیکو مثبت آغیز ښنده او د اعتماد فضا یې رامنځته کوله.

د برلین دیوال چې د ډیورند له فرضي کرښې او د هغې په سر د اوسني آغزن سیم څخه ډیر مضبوط وُ، د دواړو خواوو د ولسونو او سیاستوالو د سوله ییزې مبارزې او سازشونو په نتیجه کې ړنګ شو او نړیوالو قدرتونو  د آلمان ولس د یووالي طبیعي حق ته د درناوۍ سر ټیټ کړ.

د ختیز او لودیز آلمان یوځای کیدل د عدم تشدد او سوله ییزې مبارزې د کامیابې نتیجې بهترینه بیلګه ده.

پدې توګه لیدل کیږي ،چې د سیاسي مبارزو د بریالیتوب رمز په همدې کې نغښتی دی،چې هدف ته د رسیدو له پاره د مبارزو د بیلابیلو ډولونو څخه په خپل وخت او ځای کې ګټه واخیستل شي.عدم تشدد د مبارزې تر ټولو لوړ انساني چلند دی،اما که په  نړیواله فضا کې غیرانساني میتودونه جاري وي!که مقابل لوری هر ډول انسانی ضد کړنو ته لاس اچوي!د وحشي ځناور په وړاندې که خالي لاس ودریږې،د سلامت پاتې کیدو چانس نه لرې!..هرومرو دې داړي.

یو پلو ته،پارلماني مبارزه ،د قوانینو په چوکاټ کې د مظاهرو او لاریونو له لارې خپل غږ پورته کول،په دنننیو او نړیوالو محکمو کې د خپلو حقوقو غوښتنه -د مبارزې روا،آغیزمنې او د لومړیتوب وړ لارې چارې دي،اما یواځې په همدې لارو کې محدود پاتې کیدل،هدف ته نه رسیدل دي.دا تفریط دی .چې لیوه درباندې ټوپ کړي،چاړه باید په ستونه ورچوخ کړې،که نه دانګې دانګې کوي دې. یواځې او یواځې د سوله ییزې مبارزې د عقیدې او تګلارې اعلانول،د هر ډول،آن عادلانه جګړې څخه خپل ولس منع کول،کمزوري دښمن ته په لوی لاس د بري وسیله په لاس ورکول دي او دا په اوسنی ریال سیاست کې ښه مصلحت نه دی.د پښتون ژغورنې میلیوني ولسي غورځنګ په خپلې یواځې سوله ییزې مبارزې سره د یو پنجابي وسله په لاس عسکر په مقابل کې د بري امکان نه لري.

بل پلو ته، د زورور او نابرابر دښمن په مقابل کې یواځې او یواځې دوې پښې د جګړې په یوه موزه کې ننویستل ،خپله څټه ویستل دي.په داسې نابرابرو جګړو کې لکه څنګه ،چې متل دی:د ډیرو ډیر مري د لږو څټه اوځي!دا افراط دی.افراط او تفریط دواړه خطا لارې دي او تر هر چا دمخه په خپل ځان ظلم دی.

د مدني،سوله ییزو،عدم تشدد هڅو تر څنګه یو- دوه سلنه ،د ظالم دښمن په مقابل کې،د وروستۍ وسیلې په توګه ،وسله والې مبارزې ته چمتووالی،د بري حتمی شرط دی.هر ولس هغه وخت بری ته رسیدلی شي،چې د مبارزې د ټولوممکنو ډولونو څخه په خپل وخت او خپل ځای استفاده وکړۍ.د سیاست په ډګر کې :د کانګرس په څیرد دښمن او دوست سره سازشونه او دوکې،د بنګالیانو په څیرهم په انتخاباتو او هم په جګړه کې یوموټی فعاله برخه اخیستنه،د ویتنامیانو په څیر خونړۍ جګړې یا د آلمانیانو په څیر لوړ ملي شعور او حرکت – د بري ضامن دی.که په سیاست کې دا ټولوته چمتو نه یې،«که ویریږي ،نو په کور  کښینه دننه!»