کور / اقتصادي / د زیمنس نړیوال شرکت د پایدارې ودې په برخه کي له افغانستان سره همکاري کوي

د زیمنس نړیوال شرکت د پایدارې ودې په برخه کي له افغانستان سره همکاري کوي

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کي د ولسمشر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، د سلواغې میاشتې په ۴ مه نېټه د افغانستان پایدارې ودې څخه د ملاتړ په موخه د زیمنس شرکت له استازي سره د افغانستان د همکاریو تفاهمنامه لاسلیک کړه.

د هوکړه ليک په دې مراسمو کي چي ولسمشر اشرف غني هم ګډون کړی وو د سوېس د داووس ښار د نړیوال اقتصادي کنفرانس په څنډه کي لاسلیک سوه.

د ياد قرارداد له مخې به  دواړه لوري د یوې جامع ستراتېژۍ پر جوړولو کار وکړي چي پر بنسټ به یې زیمنس کمپنۍ له نوې ټکنالوژۍ څخه په استفادې په افغانستان کي د پایداره توسعې د ودې لپاره همکاري کوي.

د دې تفاهمنامې له لاسلیکولو څخه د افغان حکومت موخه د هیواد پایداره پراختیا، ځوانانو ته کارموندنه او مهارت جوړونه، له دې ډلې په مسلکي تحصیل او روزنې تمرکز دی.

د نوې انرژۍ د تولیدي ظرفیت د ایجاد له لارې د انرژۍ د زېربناو د ځنځيري ارزښت پیاوړي کول ؛ د انرژۍ د وېش او لېږد د نویو سیستمونو د زېربناو جوړول، نصبول او د انرژۍ د موجوده زېربناو نوي کول؛ د افغانستان د طبیعي ګازو ارزونه او د هغې د لېږد د سیستم پراختیا د دې تفاهمنامې موخې دي. دغه راز  په هېواد کي له طبیعي ګازو څخه د استفادې د طریقو ارزول او پر هغه موډل کار کول چي افغانستان له منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د انرژۍ د موثر لېږد پر محور  بدل کړي او ترڅنګ یې د انرژۍ د ضایعاتو د راکمولو لپاره د سیستمونو پر پراختیا چي له هغې ډلې د شبکو د سیستمونو پراختیا، د تقاضا او شبکو د مدیریتونو او د انرژۍ د لېږد پر مهال د ضایعاتو د راکمولو میکانیزم د دې تفاهمنامې نورې اساسي موخې دي.

د یادونې وړده، چي زیمنس یو څو ملیتي الماني شرکت دی، چي د مخابراتي تجهیزاتو او لایټینګ تولیدولو، کورنیو توکو، د برېښنایي تجهیزاتو تولید، د خپل کارو سیستمونو جوړولو، صنعتي اتومات سیستمونو، روغتیایي تجهیزاتو او د سوځېدنې په مهال د غږیزو سیستمونو جوړولو کي فعالیت کوي.