کور / راپور / پنټاګون: له افغانستان څخه د ځواکونو پر وتلو هوکړه نه ده سوې

پنټاګون: له افغانستان څخه د ځواکونو پر وتلو هوکړه نه ده سوې

د امريکا دفاع وزارت وايي، د افغانستان څخه ئې د امريکايي ځواکونو د وتلو پر پلان کار نه دی کړی او نه په دې برخه کي تردامهاله کوم امر صادر سوی دی.

تېره ورځ د امريکا چارسمبالي وزير پاتريک شاناهَن د افغانستان اړوند د يوې پوښتني د ځواب څخه په څنګ سو خو دائې وويل چي د خليلزاد او طالبانو په خبرو کي پرمختګ سوی او دا يو هيله بخښونکي خبر دی.

نوموړي وويل، په راتلونکو څو ورځو کي به د افغانستان د سولي د پروسې په تړاو تفصيلي خبري وکړي.

همداراز د ناټو عمومي قومندان جنرال سټولټنبرګ هم ويلي، چي د طالبانو سره د مذاکراتو ملاتړ کوي، خو له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو خبره له وخته مخکي ده.

 هغه وویل: “موږ د اړتيا تروخته دلته پاتي سو، خو  له وخته مخکي به له افغانستان څخه ونه وځو، چي افغانستان بيا د سختو حالاتو سره مخ نه سي. “

د امريکا سي ان ان ټلوېزون يو راپور خپور کړ، چي وايي پنټاګون له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو پلان جوړوي.

د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاندې ساره سیډرز هم يوې خبري غونډي ته وویل، چي په افغانستان کي جنگ ختمول د امریکا لمړیتوب دی او دا چي افغانستان  بیا د ترهگرو پناهځای نه سي نو په تدبير سره به ګام اوچت کړي.

طالبانو  تېره اونۍ په قطر کي د امريکايي ډپلوماټانو سره شپږ ورځي مخامخ خبري درلودې، چي پکي د پرمختګ هيلي ښودل سوي دي.

وړاندي پر رسنيو داسي خبرونه خپاره سول، چي ګڼي طالبان او امريکايان داسي يوې هوکړي ته رسېدلي چي له مخي به ئې امريکايي ځواکونه په ۱۸ مياشتو کي له افغانستان څخه وځي او په مقابل کي به طالبان اوربند کوي، همدا راز  د مؤقت حکومت د جوړولو خبره هم سوې وه.

خو وروسته طالبانو او امريکايي لوريو دواړو دا رد کړه او وئې ويل چي تر دامهاله پر هيڅ يوه شي هوکړه نه ده سوې او وئې ويل چي په خبرو کي پرمختګ سوی دی.