کور / تازه خبرونه / د کابل ښار د سرسبزۍ لپاره د ونو د تشخیص تعقیبي غونډه جوړه سوه

د کابل ښار د سرسبزۍ لپاره د ونو د تشخیص تعقیبي غونډه جوړه سوه

د سلواغې ۷مه، کابل
د زراعت او پرمختیا په چارو کي د ولسمشر د ستر سلاکار، ښاغلي عبدالحمید هلمندي دفتر د کابل ښار د زرغونتیا د پلان لپاره د مناسبو ونو، بوټو او ګلانو د مطالعې او تشخیص دویمه کاري غونډه جوړه سوه. په دې غونډه کي د درې ګونو کاري کمیټو کاري راپور واورېدل سو او ترڅنګ ئې د ونو او بوټو لست د بېلابېلو اقلیمي او علمي معیارونو او مشخصاتو په نظر کي نیولو سره تکمیل سو.

همداراز، د کابل ښار د سرسبزۍ لپاره هغه ساحې او سیمي هم وټاکل سوې چي زرغونتیا اشده اړتیا لري. له بلي خوا، د غونډي ګډونوال د نویو او زړو ونو د خړوبولو پر عصري او ارزانه طریقو هم نتیجې ته ورسېدل.
د کابل ښار د سرسبزۍ پلان به ډېر ژر تر ځینو تخنیکي پړاوونو وروسته بشپږ او د تطبیق مرحلې ته اماده سي.
د زراعت او انکشاف په برخه کي د ولسمشر ستر سلاکار، ښاغلی عبدالحمید هلمندي له ټولو هغو ادارو او اشخاصو څخه د زړه له کومي مننه کوي چي د دې پلان په جوړولو او غني کولو کي مخلصانه کار او هڅي کوي.