کور / هراړخیز / په کوڅو او سړکونو د ونو کښېنول

په کوڅو او سړکونو د ونو کښېنول

په ښارونو کې د داسي مناسبو ونو کښېنول چې د دې ښارونو له اقلیمی شرایطو سره سمون ولري، ډیره مهمه مسئله ده. ونې د ښارونو یوه اړتیا ده چې د ښارونو اویا سلنه ښایست جوړوي او د هوا د پاکیدو لامل کیږي خو که مناسبي او له چاپېریال سره موافقي ونې ورته ونه ټاکل سي نو د ځینو ستونزو لامل به سي. د مثال په توګه د ځینو ونو ریښي ډیري لوییږې چې په نتیجه کي ئې د اوبو رسولو پایپونه، سړکونو او د بدرفت پایپونو تخریبږي د ښارونو لپاره باید هغه ډول ونی وټاکل شي چې ریښي یې ډیره وده ونه کړي او تر مځکې لاندی تاسیساتو ته ضرر ونه رسوي. بله مهمه خبره د ونو د اوبو اړتیا ده چې دې خبرې ته هم باید د ونو د ټاکلو په وخت کې پاملرنه وسي ځکه اوس مهال ډیری ښارونه د اوبو له کمښت سره مخ دي. په دې اساس باید هغه وني په ښارونو کې کښینول شي چې لږو اوبو ته اړتیا ولري او د یخ په مقابل کې هم ښه مقاومت ولري ځکه د کابل هوا په ژمي کې ډیره سړیږی.
که غواړو چې د کابل ښار لپاره مناسبي ونې په ګوته کړو نو باید د کابل ښار پر پخوانیو ونو هم تحقیق وکړو او معلومه کړو چې کومو ونو پخوا په کابل کې شتون درلود. د کابل ښار له پخوانیو ونو څخه یو هم ناجو ده خو د ناجو ونه یوه ستونزه لري او هغه دا چې که دا ونه د استوګنځایونو جنوب اړخ ته کینول شي نو په ژمي کې له کورونو لمر ګرځوي. موږ باید کورونو ته نږدې هغه ډول ونې کښینوو چې پاڼي رژونکې وي ترڅو په ژمي کې د لمر مخ بند نکړي او د دوبي په موسم کي ښکلې سایه جوړه کړي. د کابل د پخوانېو ونو د مطالعې ترڅنګ، د هغو ښارونو له کامیابه تجربو څخه هم د کابل ښار د ونو د ټاکلو لپاره ګټه واخلو چې کابل ته ورته ارتفاع او اقلیمی شرایط لري او د ونو د کښینولو تجربې ئې کامیابه ثابتي سوي. موږ په کابل ښار کې اوس هم زیاتي وني لرو خو دا چې ویالې او پیاده روونه په کانکریټي ډول پاخه سوي دې نو دې ونو ته د حرکت او ودي کولو اجازه نه ورکوي او آن دا چې د اوبو د جذب مخه یې هم نیول سوې ده.

دا هم د یادوني وړ ده چي د سړکونو پر غاړه او ګلدانونو کي باید وني په داسي حالت کي کښېږدو چي د سړک له سطحې څخه لږ تر لږه ۳۰ سانتي متره کښته وي ترڅو د سړک اوبه په اسانۍ سره ګلدانونو ته ولاړي سي.
که ګلدانونه تر سړک کښته جوړ کړه سي نو پر سړک تویېدونکي د باران او نوري اوبه به ګلدان ته ولاړي سي. د دې کار څو ګټي دي:
1- د ګلدانونو وني او بوټي به ورباندي اسانه او ارزانه خړوبیږي.
2- اوبه به مځکه کي ذخیره کیږي/چارج کیږي.
3- د سړکونو د تخریب مخنیوی به کیږي.
له بده مرغه، اوس په کابل ښار کي اکثره وني د سړکونو تر سطحي لوړي اېښودل کیږي. دې طریقې ته باید تغییر ورکړو
د یوه زرغون او پاک چاپېریال لپاره باید ټول هیوادوال خپل مسئولیت اداء کړي.
په درنښت