کور / علمي / د ماسترۍ یا دکتورا د څېړنې لپاره د غوره پروپوزل برابرول

د ماسترۍ یا دکتورا د څېړنې لپاره د غوره پروپوزل برابرول

لیکنه: ذکریا شنـــیزی

د ماسترۍ یا دکتورا لپاره پروپوزل څه شی دی؟

د دکتورا یا هم د ماسترۍ لپاره یو پروپوزل د تاسو د ځانګړې پروژې هغه خلاصه ده چې د لاندې موخو لپاره پلان شوې وي:

  • یو مشخص سوال ولري او د ځواب لپاره یې ګړنلاره وړاندې شي.
  • اهمیت او کره توب یې په ګوته شي
  • دا باید واضېح شي چې په عملي برخه کې څنګه د شته لیکل شويو موادو څخه خپلې پروژې ته ورګډ، انکشاف او یا هم هغه چلینج کولی شئ.
  • احتمالي یا کېدونکی سوپروایزر (لارښود استاد) یا هغه مؤسسه چې د بودیجه برخه کې مرسته کوي، د تاسو د پروژې د اهمیت په نظر کې نیولو سره باید وهڅول شي، او دا ورته په ډاګه شي چې څنګه تاسې ورته وړ کس یی.

د څېړنې پروپوزل شاید د لیکلو له نظره لنډ یا هم اوږد وي، ولې تاسې یې باید په هغه ډول ولیکئ چې د هماغه ديپارتمنت کوم ته چې تاسې غوښتنلیک سپارئ د لایحې اړوند تیار شي. یعنې د تورو، کلمیو، صفحو، او لارښود په نظر کې نیولو سره باید ولیکل شي.  په عمومي ډول د پروپوزل د کلیمات شمیر ۳۰۰۰ دی کوم چې د غوښتنلیک فورمې سره جوخت لیکل کیږي.

د څه لپاره د څېړنې پروپوزل لیکل کیږي؟

احتمالي یا کېدونکی سوپروایزر، استاد یا هم د بودیجې برخه کې مرسته کونکې کسان پروپوزل ددې لپاره کاروي تر څو د تاسو د نظریو، مهارتونو او کېدنې امکان په څرنګوالی او څومره والي پوه او ارزیابي کړي. هر هېواد د لایحې اړوند د ماسترۍ او همداراز دکتورا لپاره ځانګړی وخت لري چې ماستري په زیاترو هېوادو کې دوه کاله او دکتورا دری کاله وي. هغه چې په وقفيي ډول (نیمه وخت) لوستل کیږي د هغې بیا د بشپړلولو وخت توپیر کوي چې نېږدې دوه ځله زیات وخت نیسي. نو پدې برخه کې باید په احتیاط سره فکر وشي، او دا موخې ورکې ذکر شي چې څنګه آماده کېدای شي چې په دې ټاکل شوي وخت کې خپله څېړنه یا پروژه بشپړه کړئ.

همدارنګه د څېړنې پروپوزل ددې لپاره استفاده کیږي ترڅو ستاسو مهارت په هغه برخه کې کوم چې کار ورباندې کړئ، پوهه مو د شته لیکل شویو کتابو یا مقالو په هکله  وآزمویي.

دا غوره ده چې خپل د خوښې اړوند مضامینو کې خبرې وکړې او یوه د هڅونې مباحثه پداسې ډول وړاندي شي چې څنګه کوی شی خپله ټاکل شوې پروژه سرته ورسوي. برسیره پردې، باید پروپوزل مو لومړنۍ خلاصه او غوره مطالب ولري تر څو ددې سبب شي چې د لوستونکو پام ځان ته را جلب کړي او په اهمیت ېې قناعت حاصل او ستاسو څېړنه ومنئ.

د څېړنیز پروپوزل ساختمان

مخکې لدې چې د پروپوزل سترکچر ولیکل شي باید د هماغه دیپارمنټ یا د هغه مؤسسې غوښتنلکیونه وکتل شي چې دوی د پروپوزل لپاره مشخصه نمونه، شکل یا چوکاټ لري. که یې نلري نو په عمومې ډول لاندې ټکي د پروپوزل په لیکلو کې ډېر مهم رول لوبوي.

عنوان

عنوان باید ډېر مهم کلیمات ولري. یعنې د ستاسو پروپوزل کوم چې احتمالي سوپروایزر، مرسته کونکو موسسې، پوهنتون یا نورو ادارو ته یې چې سپارئ د هغه د موخو او موضعوعاتو سره نېغ په نېغه اړیکه ولري. همداراز عنوان مو ددې وړتیا ولري چې په ساده ډول ستاسو  ټاکل شوې موضوع تشریح او د شته سوال ښونکی وي.

د څېړنې عمومي خلاصه:

پدې برخه کې یې عمومي خلاصه ولیکئ. خلاصه کې باید په ګوته شي چې پروپوزل مو د شته علمي مباحثو سره اړیکه لري. د موضوعاتو او بحث په برخه کې باید تر حده کوښښ وشي چې ځانګړی سبک ولري، تر څو د لوستونکیو نظر بلخوا یونسي. پدې برخه کې همداراز هڅه وکړی چې ستاسو د څېړنې موسسې یا دیپارتمنټ چې غواړی غوښتنلیک ورته وسپاری سره اړیکه کې شئ.  ددې اړیکې لپاره غوره لار د دیپارتمنټ ویبسایټ باید وکتل شي او د شته څېړونکیو خپاره شوي کتابونه، مقالې، پوسترونه، پریزینتشنونه وګورئ تر څو پوه شی ستاسو پروژه کوم څه ولري او څنګه سرته رسېدی شي.

سوال او موخې:

  • د څېړنې لپاره سوالونه وکړي او دلیل یې هم ذکر کړی چې ولې مو دا سوال کړی دی.
  • د څیړنې هدفونه مو په نښه کړئ او وښيئ چې په څه ډول یې ترلاسه کوی شی. د بېلګې په ډول: تصویري، تیوري، تجروبوي، عملي….
  • د څېړنې اهمیت مو په علمي او منطقي ډول واړندې کړئ.

د څېړنې حالت:

لومړی څنګه چې مخکې وویل شول، لومړی د کلیمو او صفحو په تعداد باندې ځان پوه کړئ خو زیاتره وخت دا څپېرکی تر ۹۰۰ کلیمو پورې محدود وي. وروسته هڅه وکړی هغه مهم ټکو باندې بحث وکړی چې په اهمیت یې باوري وی، او دا وښئ چې تاسې د څېړنې په موضوعاتو باندې پوره پوهاوی لري. همدا راز په تیوري او عملي ډول په ګوته کړی چې څېړنه مو څومره د کړلو وړ ده. پدې برخه کې بعضې دیاګرامونه او مضوعات ذکر کړی چې مخکنیو سوالو ته مو په تحلیلی ډول لنډ ځواب ویونکي وي.

د څېړنې میتودولوژي او طرحه

پدې برخه کې هم د لیکل شویو کلیمو تعداد مهم دی او کېدای شي تر زرو پورې وي. دا برخه په دې ټول باید برابر شي چې ساختمان او ځانګړی میتودونه کوم چې په څېړنه کې غواړې استفاده کړئ دلته یې ولیکئ. خو په عمومي ډول باید مهم او لاندې موضوعات ولري:

  • د څېړنې پارامترونه یا اصلي موضوعات ذکر او تعریف کړئ.
  • بحث وکړئ او خپل منطقي دلیلونه مو پداسې ډول وړاندې کړی چې د موضوع اصلي موخې ته نېږدې کیږي.
  • ځانګړې موخې او تګلارې یې څه ډول ترلاسه کوی شئ.
  • نتیجه یې واړندې کړئ
  • که وړ وي وړاندیزونه ولیکئ. هغه داسې چې ددې پروژې په جریان کې د وخت، یا اقتصادي مشکلاتو په خاطر نشی کارولی. نو که خپله یا بل څوک غواړئ پدې برخه کې څېړنه وکړي نو د هغه د لاښه غوروالي لپاره وړاندې شوي وړاندیزونو باندې عمل وکړي او ښه پایله ترلاسه کړي.

مأخذونه

هغه مأخذونه باید ذکر شي چې د څېړنې سره مو اړیکه ولري او لوستونکي پدې قانع کړي چې تاسې په سمه لار روان یی. همداراز هغه کتابونه، مقالې، رسالې… باید ولیکل شي چې په متن او همداراز د څېړنې په جریان کې یې استفاده کوئ.

د څېړنیزې پروژې لپاره مو مهال ویش وټاکئ

د بېلګې په ډول لاندې مهال ویش ما د خپل کار لپاره برابر کړی دی.

یادونه: که غواړئ پدې برخه کې نور هم ځان پوه کړی ځینې کتابونه شته چې کېدای شي ستاسو سره مرسته وکړئ.