کور / تازه خبرونه / اشرف غني: “د جګړې کيلي په اسلام اباد کي ده”.

اشرف غني: “د جګړې کيلي په اسلام اباد کي ده”.

افغان ولسمشر اشرف غني وايي، د سولي کيلي په کابل او د جګړې کيلي په اسلام اباد، کوټه او راولپنډي کي ده.

ښاغلي غني وويل، پاکستان تل په افغانستان کي د جګړې اور ته لمن وهي.

نوموړي دا څرګندوني نن د لويې جرګې په خېمه کي د ځوانانو ملي کنفرانس ته کولې.

اشرف غني نن په خپله وينا کي وويل، نړيوال بايد د سولي په برخه کي د بېړي څخه کار وانه خلي، ځکه تېر ته په کتلو په افغانستان کي هروخت د بېړي پرېکړي جګړه لا توده کړې ده.

اشرف غني پر طالبانو د نيوکي پر مهال وويل، که طالبان افغان حکومت ته مشروعيت نه ورکوي، نو دوی له کوم لوري مشروعيت لري.

ښاغلي غني پرداسي مهال دا څرګندوني کړي چي د امريکا له لوري د طالبانو سره د خبرو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد وويل، چي سوله قرباني غواړي خو د طالبانو مخالف لوری په دې برخه کي همږغي نه لري.

څېړونکي وايي، که څه هم په قطر کي د امريکا او طالبانو ترمنځ د شپږورځنيو خبرو جزئيات نه دي په ډاګه سوي، خو داسي برېښي چي افغان دولت له دې خبرو ناراضه ښکاري.

بل خوا په قطر کي د طالبانو يو استازي شېرمحمد عباس ستانکزي يو وېډيويي کليپ خپور کړ، چي پر افغان ولسمشر اشرف غني ئې نيوکه کړې او ويلي ئې دي، چي نوموړی په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو د پاتي کېدلو يا ايستلو پرېکړه نه سي کولای.