کور / هراړخیز / څنګه کولای سو له واوري څخه د اوبو د سطحي رالوړلو لپاره ګټه واخلو؟

څنګه کولای سو له واوري څخه د اوبو د سطحي رالوړلو لپاره ګټه واخلو؟

عبدالحميد هلمندی
ډېر د خوښۍ او شکر ځای دئ چي الله پاک یو ځل بیا په خپلو رحمتونو ونازولو. د روان کال واورو او بارانونو کچي ته په کتو، زموږ له ګران هیواد څخه د موقتي وچکالۍ کمبله پر ټولېدو ښکاري.


د وچکالۍ د له منځه وړلو لپاره د اوبو ذخیره کول ډېر ضروري دي. موږ باید اورېدلې واوره او بارانونه په خپلو مځکو، کورونو، باغونو، دښتونو، ښوونځیو او نورو ځایونو کي ذخیره، یاني مځکي ته جذب کړو. د دې کار هدف د اوبو له بهیدو څخه مخنیوی دئ.
له پخوا څخه، زموږ هیوادوالو په کابل او ځینو نورو ولایتونو کي د واوري د ذخیره کېدو په موخه په خپلو سیمو کي لویي کندې جوړولې او وروسته به یې همدا کندې له واورو ډکولي. کله به چې هوا ګرمه شوه نو ذخیره شوې واوره به ویلي او په مځکه کې به جذب شوه. د دې کار په پایله کې به د همدې سیمي د اوبو سطحه لوړه او د څاه‌ګانو اوبه به زیاتي سوې.
د دې لپاره چې د واورې اوبه ضایع نه شي، باید د کورونو، ښوونځیو او نورو ودانیو د باغچو سطحه کښته جوړه کړو ترڅو وکولای شو واوره پکښې راټوله او اوبه ئې د مځکي تل ته جذب کړو.
د کښته باغچو او ګلدانونو جوړول لاندي ګټي لري:
۱- له بامونو او کورونو څخه د واوري انتقال به اسانه وي، یاني اړتیا به نه وي چي واوره له کورونو دباندي وباسو.
۲- باغچې به په راروان کال کې لږو اوبو ته اړتیا ولري.
۳- باغچې به له امراضو څخه پاکي او ښې شنې شي.
له کابل څخه دباندي په نورو ښارونو او کلیو کي کولای شو د حشر په کولو سره واوره په هغو کندو، ډنډونو او ټیتو ځایونو کې واچوو چې په سیمو کې په طبیعي ډول موجود وي. له بلي خوا، په باغونو کې د واوري د ذخیره کولو په موخه، غوره ده د باغونو په منځ کې یوه کنده وباسو، واوره پکښي راټوله کړو ترڅو له بهېدو ئې مخنیوی وکړو.
تاسي په خپلو سیمو کي واوره څه ډول زېرمه کوئ؟
#اوبه_ذخیره_کړئ
#واوره_ذخیره_کړئ