کور / سياسي / د پښتون ژغورني غورځنګ يو کال پوره سو

د پښتون ژغورني غورځنګ يو کال پوره سو

د “پښتون ژغورنې غورځنګ” يو کال پوره شو.
پي ټي ايم څنګه جوړ سو
خان زمان کاکړ

په تېر يوه کال کې يې کومې لاس ته راوړنې ولرلې او څه ډول غبرګونونه يې راوپارول؟
د پي ټي ايم مستقبل به څه وي؟
ما پنځه مياشتې مخکې يوه ويډيويي لړۍ پېل کول وغوښتل, دا لاندينۍ وېډيو مې وکړه خو نورې ويډيوګانې ځکه و نه شوې چې په پي ټي ايم کې دننه د سياسي پروګرام, تګلارې او تنظيمي جوړښت په هکله هيڅ ډول توافق رامنځته نه شو.
له سياسي ګوندونو سره به د پي ټي ايم کاري تعلق څنګه وي, په دې هکله لا کومه پاليسي ترتيب شوې نه ده.
د پارليمان او غېر پارليمان بحث به پوره وضاحت غواړي او ښايي چې د پي ټي ايم د تاسيس د ورځې په دستوره کې دا کار وشي.
د پي ټي ايم سلسله مراتب او سلسله قيادت به آيا په هم دې ډول وي چې څنګه ښکاري, که نه کوم جمهوري ډايناميزم به رامنځته کېږي او کوم پراخ بنسټه ماډل به معارفي کېږي؟
پي ټي ايم به د يوې احتجاجي څپې په ډول خودرو پاته کېږي, که نه اوږمهالې موخې به لري؟
پي ټي ايم به په رياستي ساخت کې همداسې تاوېږي که نه د کوم انقلابي ادراک دپاره به پکې څه منظم نظرياتي کېډر هم تشکيلېږي؟
د پي ټي ايم د مبارزې ساحه به يوازې او يوازې “يه جو دهشت ګردی هے, اس کے پيچهے وردی هے” پورې محدوده پاتېږي, که نه د رياست او ټولنې نورو تضاداتو ته به هم اوږدېږي؟
دا او داسې يو شمېر نورو سوالونو ته به اوس ځواب وئيل ضروري وي, هر باشعوره پښتون ته پکار ده چې په دې هکله سوچ وکړي ځکه چې پي ټي ايم د لسو پنځلسو کسانو د ذهنونو حاصل نه دی بلکې دا د ټول قام د شريکو صلاحيتونو او ارمانونو مظهر دی.
زه به د خپلې برخې بشپړ وضاحت د فرورۍ په لومړۍ اونۍ کې کوم, دم ګړۍ درسره دا زړه وېډيو يو وار بيا وګورئ.

په درنښت;
خان زمان کاکړ
د پي ټي ايم د مرکزي کور کمېټي ممبر
https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=2081343911898803&id=100000696421578