کور / #PTM / ارمان لوڼی چې ما پېژانده!

ارمان لوڼی چې ما پېژانده!

لیکوال : میروېس افغان

د جنوبي پښتونخوا د سنځاوۍ په «پاسره» کې د سړک تر غاړه یو خړ خاورین کور جوړ و، چې مالک یې یو په قد جګ پښتون و. دا سړی حاجي‌ اسماعیل اکا نومېده. د کر کیلې لپاره یې ځمکه نه لرله، خو دا یې لوی غنیمت ګاڼه چې خپل کور لري.

حاجي اسماعیل اکا د لورلايي ضلع د دکۍ تحصیل له لوڼي سیمې د غربت له کبله سنځاوۍ (سنجاوي) ته راغلی و. نوموړی همدلته اباد او ټول اولادونه یې «پاسره» کې پیدا شوي‌ و.

حاجي اسماعیل اکا ډېر غریب، خو په فکر تر ډېرو نورو پښتنو غني و. هغه د کور د ګټې ‌وټې په خاطر موټرواني کوله، خو په خپلو اولادونو یې زده کړې کولې. لور یې (وړانګه لوڼۍ) تر ټولو کشره او محمد ابراهیم «ارمان لوڼی» یې تر ټولو مشر و.

د حاجي اسماعیل اکا لوی والی دا و، چې کله یې هم خپل زوی په دې نه اړ ایسته چې کار وکړي. هغه به ویل چې زوی خو مې کار کوي، البته پیسې نه ګټي.

ارمان لوڼي سیاست د سنځاوۍ بازار له هايي سکول د پښتونخوا ملي‌ عوامي ګوند د زده کونکو د برخې (پي ایس او) څخه پیل کړ. ارمان لوڼی وروسته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پاسري د یونټ ملګری و او زه د بازار د یونټ ملګری وم.

ورځ به راشي بيا به ګورو پاکستانه منافقه

زما لېونى ارمانه!

ما او ابراهیم لوڼي‌ د دوستۍ دوه تړاوه شریک لرل؛ یو دا چې دواړو په شعر او شاعرۍ لاس واهه، بل دا چې دواړو قامي سیاست کاوه. په سنځاوۍ کې هغه مهال د ګوتو په شمار کسانو پښتو لیک کولای شوای چې یو یې ارمان لوڼی و.

ارمان لوڼي له پښتو سره بې کچه مینه لرله، که څه هم تر ما کشر و؛ خو زه یې وهڅولم چې په سنځاوۍ کې د لوحه لیکلو دوکان جوړ کړم او د خلکو لوحې په پښتو ژبه ورولیکم.ارمان لوڼي

زړور ځوان و، دروند و او پر خپله خاوره او خپل اختیار یې باور لاره.

زه خطاط وم او د ده په هڅو مې‌ د پښتو لوحه لیکلو دوکان جوړ کړ، خو اخر به موږ دواړه یو په یو پکې ناست و او خپلې دوه په دوه مشاعرې به مو کولې.

وروسته زه د جنوبي پښتونخوا پلازمېنې کوټې ته کډه شوم او ارمان لوڼي هم په سیاست کې پرمختګ وکړ، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سنځاوۍ د علاقايي یونټ غړی شو او تر هغه وروسته د زیارت ضلعې د پښتونخوا مېپ د ضلعي کمېټې غړی شو. دا نو په ځايي کچه په سیاسي ډګر کې ډېر لوی پرمختګ و.

کوټې ته به یې تګ راتګ کېده او ناسته پاسته به مو سره کوله.

د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو سره سم ماته ارمان لوڼي او د سنځاوۍ ځینو نورو ملګرو (نومونه یې نه اخلم) زه مجبور کړم، چې افغانستان ته لاړ شم. وروسته ما له بي بي سي سره کار پیل کړ او له ارمان لوڼي او نورو دوستانو سره به مو اړیکې پاللې. زه به چې کله کوټې ‌ته لاړم نو سنځاوۍ ته به ارو مرو تلم او هلته به مې له خپلو دوستانو سره شپې کولې او رخصتي به مو تېروله.

اووه اته کاله وړاندې شهید ارمان لوڼي ټيلیفون راته وکړ او راته ویې ویل، چې له سنځاوۍ نه کوټې ته راکډه شوى دى. لږ وخت وروسته ارمان پروفیسر شو او د پښتو استاد شو.ارمان لوڼى ٤

هغه د مالي مشکلاتو له کبله د سنځاوۍ د پاسري وړوکی خټین کور په پور کې پوروړو ته ورکړ او پخپله کوټې ته لاړ، خو کور یې په کلاسیف الله کې واړاوه.

ارمان به همېشه پیغور راکاوه چې «وطن دې پرېښود لندن ته وتښتېدې» ما به ورته ویل چې کله تاسو له پنجابي آزادي واخلئ، زه به بیا درشم.

کله چې پی ټي ایم (پښتون ژغورنې غورځنګ) رامنځ ته شو، زما او د ارمان اړیکې‌ زیاتې شوې، ډېر به سره غږېدو او زه به یې هڅولم چې په رسنیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ وکړم.

وړانګه خورکۍ یې سیاست ته راوایسته؛ او دا کار د ارمان لپاره ډېر له کړاوه ډک کار و. هغه په پښتني ټولنه کې رالوی شوی و او د پښتني دودونو له مخې دا کار یوازې‌ ملي‌ مبارزینو کاوه.

وړانګه وړه وه، ده به د خان شهید عبدالصمد خان اڅګزي دا کیسه کوله چې هغه خپله لور سیاست ته راوایسته او دا یې په افغان سیاست کې یو نوی باب باله او ویل به یې چې وړانګه به هم یو وخت په پښتني‌ سیاست کې ځلیږي. موږ ملګري و، ملنډې به مو پرې وهلې، خو هغه رښتیا هم پوهېده چې وړانګه به ځلېږي.

د محمد ابراهیم (ارمان لوڼي) په خبرو، کردار او شاعرۍ کې له پنجابي نه د ازادۍ رنګ نوی نه و، بلکې شل کاله پخوا زما او د هغه په ملګرتیا کې د هغه په خبرو کې له ورایه د آزادۍ ‌چیغه نغښتې وه.

شهید ارمان لوڼي له پیل نه دا اټکل کاوه چې د آزادۍ شهید به وي او وینه به یې رنګ راوړي.

زه د ارمان شهید پر شهادت ډېر څه نشم لیکلای او دا هغه خبرې وې چې سوچ او فکر ته مې راغلې، خو دا ویلای شم چې د ابراهیم ارمان، ارمان پوره شو. هغه پر خپله خاوره د مشعل بلولو هڅه کوله، نن یې له وینو داسې مشعل او څراغ بل شو، چې ان شاالله د پنجاب د ظالم پوځ کور به اور ترې اخلي.ارمان لوڼي ٢

د خویندو او وروڼو تر ټولو کشره د ماشومې وړانګې انځورونه مي‌ لیدل، پیغله شوې وه. پرون مې د ورور په شهادت د هغې غریو نیولې ویډیو ولیده، هغې خو ونه ژړل، خو ما خپل ځان کنټرول نشو کړای. د وړانګې سیاسي‌ پوهې او د حالاتو د کنټرول او جرات یې حیران کړم؛ هغه اوس دومره لویه شوې ده چې ډېر بد حالات کنټرولولای شي.

دا هم د شهید ارمان د تربیې پایله ده، چې وړه وړانګه یې دومرې وځلوله چې اوس یې د پښتني همت کیسې په لر او بر کې کېږي او د وخت ملاله شوه.

که څه هم د پاکستان پښتون دښمن پوځ او استخباراتو محمد ابراهیم (ارمان لوڼی) شهید کړ، خو زه په ډاډ سره ویلای شم چې د ارمان شهادت به د ارمان شهید ارمان ته اوږد مزل ډېر لنډ کړي.

په شهادت دي ‌ویاړم ارمانه !