کور / #PTM / د لوی افغانستان شهید

د لوی افغانستان شهید

ليکنه: مجيد ژړاند

له کومې ورځې راهیسې، چې د لوی افغانستان نقشه په ډیورنډ فرضي کرښې بېله شوه او غښتلی ملت د ملا په تیر غوڅ شو، له هماغه ورځې بیا افغان ولس ښه ورځ لیدلې نه ده او د هر ستمګر لاسونه د افغان تر مرۍ رسېږي، هند برتانوي امپراتوري، چې د خپل زوال خوبونه ولیدل، نو بیا یې د خپلو ګټو د خندیتوب لپاره مصنوعي پاکستان رامنځ ته کړ، تر څو د پرنګیانو شومې موخې په یو بل پسې پلې کړي.
محکوم افغانستان، چې د هر یرغلګر په وړاندې د مقابلې غښتلی مرکز پاتې شوی او هر دښمن د خپلو شومو موخو ارمان تر ګوره وړی دی، له تېرو اویاوو کلونو را پدېخوا افغان وطن کې پاکستاني ریاست د افغان وژنې ستراتېژي مخ ته وړې ده، بابړه کې یې په سلګونو د عدم تشدد مبارزین په شهادت ورسول، په مغلګي یې بمونه وغورځول، ټکر او نورو محکومو سیمو کې یې د خپل استبداد لړۍ روانه وساتله او تر نن ورځې پورې پنجاب  د ډیورنډ کرښې دواړو غاړوته د ترهګرو په ملاتړ خپلې شومې موخې عملي کوي او د یووالي موخه یې نیسي.
د افغان وژنې ادرس تر لمر روښانه دی او دغه ادرس پنجاب دی، چې د ترهګرۍ مور یادېږي.
نړیواله ټولنه چې کله افغانستان ته د ترهګرو په لټون پسې راغله، د دوی د ترهګرو د ځپلو عملیات د ترهګرۍ د قوت لامل وګرځېدل او د ترهګرۍ روزونکي ته یې د ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه بې درېغه پیسې ورکړې او پنجاب د ترهګرۍ په پلمه محکومو افغانانو په وژلو او شکنجه کولو لاس پورې کړ، له بله لوري ترهګر چې د پنجاب غیر مستقیم پوځ دی، باچاخان پر پوهنتون او جنوبي پښتونخوا کوېټه کې  تروریستي بریدونه وکړل.
په سلګونو محکوم افغانان یې په شهادت رسولي، خو لا هم د قیوم خان کشمیري په څېر د سامراج پوځ او پولیس د پښتون ژغورنې غورځنګ وینو تویولو ته تږی دی، یو کال وړاندې د پنجاب وحشت او زیاتي په وړاندې محکوم افغانان راپورته شول او شهید نقیب د قاتلینو د محاکمې غوښتنه یې وکړه او په محکوم افغان د کېدونکو ظلمونو د مخنیوي غږ یې پورته کړ، پښتون ژغورنې غورځنګ د پنجاب په وړاندې منسجم او د عدم تشدد پله یې ګام کېښود.
  پنجاب وارخطایي واخیست او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخنیوي هڅې یې پیل کړې، د پښتون ژغورنې غورځنګ د پنجاب هرې دسیسې ته ځیر دی، تېره ورځ پنجاب تالۍ څټو د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ کمېټې غړی شاعر، لیکوال او ځوان سیاستوال ارمان لوڼی شهید کړ، د شهید لوڼي شهادت لروبر افغانان ویرجن کړل، خو د مبارزې هوډ یې لا غښتلی شو، نن پر محکوم افغانستان سربېره د ازاد افغانستان په یو شمېر ولایتونو ننګرهار، خوست، کونړ، پکتیا کې د شهید لوڼي غایبانه جنازه وشوه او د پنجاب روان وحشتونه یې وغندل، دوی  ټولو په یوه غږ د لروبر یو افغان شعارونه ورکول، د شهید لوڼي وینې به انقلاب زیږوي او پنجابي ریاست د زوال لامل به شي.
د لوی افغانستان په پلازمېنه کې د شهید غایبانه جنازه سبا په حضوري چمن کې کېږي او بیا د یوه ستر لاریون تابیا نیول شوې ده، خو نن یې د حشمت خلیل کرزي څلور لارې کې د پنجابي وحشت په وړاندې هم لویه احتجاجیه غونډه رابللې وه.
پښتون ژغورنې غورځنګ څخه د لوی افغانستان تحریک غوښتنه دا وه، چې د لوی افغانستان د شهید لوڼي جنازه دې کندهار ته راوړل شي او د احمدشا بابا په هدیره کې دې خاورو ته وسپارل شي.
په ننګ مړ، خو څه مړ نه دی
د بې ننګه ژوند جفا ده
لاس به وانه خلم له ننګه
که پر ننګ پاتې دنیا